د ننګرهار روغتیا ادارې د دې ولایت تر ټولو زرغونه ولسوالي دره نور له روغتیايي پلوه خوندي او امنه اعلان کړه.
ډاکتر شریف احمد احمدزی د عامې روغتیا وزارت د روغتیا د ارتقاء مسوول وایي، په لیرې پرتو سیمو کې تر ډېره ماشومان د ناپاکۍ له امله ناروغیو سره مخ دي.
نوموړی وایي چې په آزاده فضا کې چټلۍ خپرول دا ناروغۍ رامنځته کولی شي: «له دې امله ماشومان له اسهالاتو، تنفسي ناروغۍ، وچکۍ، پولیو یا ګوزڼ، چې بدبختانه د نړۍ له دوو هېوادونو چې لا هم ګوزڼ پکې شته. دا ټول له ناپاکۍ، په ازاده فضا کې له رفعې حاجت څخه پيدا کېږي. په دې وروستیو کې کولرا بیا د اندېښنې وړ ده.»
نوموړی وایي، په هغو ولسوالیو کې چې پاکې اعلان شوې د نورو ولسوالیو په پرتله په کې د اسهالاتو ناروغي کمه وه، چې تر اوسه په کې دا ستونزې شته دي.
ډاکتر سید ملوک صمیم، چې د طالبانو د روغتیا وزارت له لوري د ملي انستیتوت رییس دی وایي، په دغه ولسوالۍ کې یې عامو خلکو ته د حاجت د رفعه کولو ټول لومړني امکانات برابر کړي، چې له دې وروسته به د ساري ناروغیو د خپرېدو وېره هلته کمه وي.
ښاغلی صمیم وایي، هڅه کوي، چې راتلونکي کال کې په نورو ولسوالیو کې هم ورته خدمات ولري.
نوموړی وایي: «د درې د صفا اعلانېدل په دې معنی، چې هلته خلکو ته ټول امکانات برابر شوي، له دې وروسته به هېڅوک په ازاده فضا کې قضاء حاجت نه کوي، خلکو ته کور په کور عامه پوهای ورکړل شوی دي.»
نوموړی وایي، په ټول هېواد کې ورته ستونزې شته او خلک په دې نه پوهېږي، چې د چاپېریال ککړتیا روغتیا ته څومره زیان لري.
هغه وایي که ټول خلک په یوه خوله د دې ستونزې حل ته کار وکړي لیرې نه ده، چې له کلتوري اړخه به هم نیوکې را کمې او خلک به پاکوالي ته پام وکړي.
مسوولین وایي چې دوی هڅه کړې، د خپلو روغتیایې تیمونو په وسیله زرګونه خلکو ته د روغتیا په برخه کې عامه پوهاوی ورکړي.
روغتیاپالان وایي، چې د خلکو د نه پاملرنې له امله په تولنه کې اسهالات، د ماشومانو خوارځواکي او نورې ناروغۍ زیاتې شوې دي.
د درې قومی مخور هم خوښ دي، چې له دې لارې یې په ولسوالۍ کې ساري ناروغۍ کمې شوې دي.
قومي مشر جهانزیب وایي، ټول خلک اوس په دې پوهېږي، چې په ازاده فضا کې رفع حاجت څومره زیانمنه چاره ده، خو زیاتوي چې دا پروګرام ټولو ولسوالیو ته وغځېږي.
دوی پر مسوولینو غږ کوي، چې د دې پروګرام له اعلان وروسته هم په پاکو اعلان شویو ولسوالیو څارنه ولري او ساتنه یې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې دا د ننګرهار په کچه شپږمه او د ټول هېواد په کچه ۶۶ مه ولسوالي ده، چې له روغتیايي پلوه خوندي اعلانېږي.
له دې وړاندې په کامه، ګوشته، خېوه، بهسود او روداتو کې ورته کمپاین ترسره شوی او پاکې سیمې اعلان شوې دي.
دا پروګرام له ننګرهاره ور اخوا بامیان او کندهار ولایتونو کې هم دوام لري.