طالبانو د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ د لومړنیو ښوونځیو په ګډو ټولګیو کې د نجونو او هلکانو ترمنځ پردې لګولې ترڅو دا ماشومان یو بل ونه ویني.
د دې ولایت له کنګ ولسوالۍ څخه سرچینو آمو ته ویلي چې طالبانو په دې وروستیو کې ددې ولسوالۍ له ښوونځیو لیدنه کړې او د لومړنیو ښوونځیو په ګډو ټولګیو کې یې د نجونو او هلکانو پر زده کړو نیوکه کړې او د دوی ترمنځ یې پردې لګولې ترڅو ماشوم هلکان او نجونې یو بل ونه ویني.
د ګرګیچ د نجونو له ښوونځي یوه سرچینه په دې اړه وايي چې طالبان تېره اونۍ له دغه ښوونځي د لیدنې لپاره ورغلي وو او له ښوونځیو له لیدنې وروسته یې پرېکړه وکړه چې په ټولګیو کې چې نجونې او هلکان پکې ګډ درس وايي پردې ولګوي.
هغه زیاته کړه: «طالبانو په یوه ټولګي کې د نجونو او هلکانو پر تدریس سخته نیوکه وکړه او وې ویل چې دوی کفري حکومت خراب کړی، کله چې طالبانو څارنه کوله، د شپږمو ټولګیو هلکانو ته یې ویل، ښځینه ښوونکو ته مه ګورئ چې شریعت اجازه نه ورکوي.»
هغه وویل: «یوې ښځینه ښوونکې چې په دې ښوونځي کې یې تدریس کاوه، له غرمې وروسته نوبت ته یې بدله کړې ترڅو په یوه اداره کې له نارینه ښوونکو سره نه وي؛ په داسې حال کې چې دغې ښوونکې په لومړنیو ټولګیو کې تدریس کاوه.»
د دروېش د نجونو ښوونځي یوه بله سرچینه وايي، کله چې طالبان له ښوونځي د لیدلو لپاره راغلي وو، د ښوونځي ښوونکي یې «نالوستي» وبلل او ویلي یې دي: «ستاسو استادان سیرت او علمیت نه لري. موږ د یوې دیني مدرسې استاد رالېږو ترڅو ستاسو ښوونکو ته تدریس وکړي؛ خو هغه وخت یې رالېږو چې څو دا یوولس کلنې نجونې هم دلته نه وي.»
له بلې خوا، یوه بله سرچینه د نیمروز ولایت د مصطفی دښتې د ملااکرم ښوونځي د څلورم ټولګي د انځور په لېږلو سره وايي: «طالبانو د نجونو او هلکانو د زده کړو لپاره یو لړ محدودیتونه لګولي دي او ښځینه ښوونکې په ګډو ټولګیو کې د تدریس اجازه نه لري او یوازې باید نارینه ښوونکي تدریس وکړي، هغه هم په هغه صورت کې چې نجونې او هلکان یو بل ونه ویني.»
دغه سرچینه وايي چې طالبانو د ګرګیچ، طلايي، ابو داوود نمبر۲ او ملا اکرم ښوونځیو کې چې ګډ ټولګي لري، پردې لګولې او ماشومان هڅوي چې ښوونځي ته د راتلو پرځای په دیني مدرسو کې شامل شي.
واک ته د طالبانو له رسېدو څه د پاسه یو نیم کال تېرېږي او کابو ۴۵۰ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته نه دي تللې. دا په افغانستان کې د نجونو په وړاندې د طالبانو یو محدودیت دی چې د نړۍ په هېڅ ځای کې یې ساری نشته. په دې وروستیو کې اروپايي ټولنې د ښځو په وړاندې د طالبانو سیاستونه «جنسیتي اپارتاید» بللی دی. همداراز د یوناما یا په افغانستان کې د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر ویلي چې افغانستان د «انساني کرامت او بشري حقونو» له ناورین سره مخ دی.
د طالبانو لوړپوړو چارواکو په ځلونو ښوونځیو ته د نجونو له تلو سره د مخالفت خبره کړې. د طالبانو د پوهنې مخکیني وزیر په یوه وینا کې ویلي و چې افغانان د نجونو ښوونځیو د تړلو په اړه پرېکړې ملاتړ کوي ځکه د هغه په باور خلک نه غواړي چې نجونې یې ښوونځي ته ولاړې شي. په دې وروستیو کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر هم ویلي چې ښوونځي ته د نجونو لېږل «یو لوېدیځ فرهنګ دی» چې امان الله خان افغانستان ته راوړی و.
طالبانو تراوسه له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستو په اړه کورنیو او نړیوالو اعتراضونو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.