افغانستان

پروان او پکتیکا کې ۳۰ تنه په دُرو ووهل شول

Taliban flogging some men and women in Parwan in December 2022. File photo.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل چې پروان کې د دې ډلې د استیناف محکمې په حکم نن پنجشنبه د لیندۍ پر اوولسمه نېټه ۲۷ تنه چې ۱۸ یې نارینه او ۹ یې ښځې دي د غلا، د نشه‌یي توکو د کارولو او اخلاقي موضوعګانو په تور په «متروکو» ووهل شول.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې دغه ۲۷ تنه له ۲۰ تر ۳۵ دُرو وهل شوي دي.

له دې سره هممهاله مجاهد آمو سره په خبرو کې تایید کړه چې پکتیکا کې د طالبانو استیناف محکمې هم درې تنه په ورته تورونو په دُرو وهلي دي.

د یادولو وړ ده چې طالبانو د نومبر پر څوارلسمه اعلان وکړ چې د دې ډلې مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له قاضیانو سره په یوه ناسته کې ویلي، چې د قصاص په څېر شرعي سزاوې باید عملي شي.

طالبانو د ملا هبت‌الله له امر وروسته د لومړي ځل لپاره د لړم پر ۲۸ تخار کې ۱۹ ښځې او نارینه په دُرو ووهل، له هغې وروسته یې د لیندۍ پر دویمه ۹ نارینه او ۴ ښځې د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار په یوه لوبغالي کې په متروکو ووهل.

په تخار او لوګر کې له دغو دوو پېښو وروسته د ملګروملتونو سازمان د طالبانو له خوا د افغانانو په دُرو وهل «ظالمانه» وبلل.

د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي ویاند فرحان حق یوه خبري ناسته کې د طالبانو د دغه اقدام په اړه ویلي: «موږ له هر ډول ظالمانه سزا سره مخالف یو.»

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد لوګر کې د دغې ډلې له خوا د ۱۲ تنو پر دُرو وهلو د نړیوالو بنسټونو او هېوادونو د نیوکې په غبرګون کې وویل، چې دا نیوکې اسلام دین ته «سپکاوی» دی.

د افغان مېرمنو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم د طالبانو دغه کړنه «وېروونکې» وګڼله او ویې‌ویل چې دا عمل افغانستان یو ځل بیا پر پخوانۍ «خطرناکې» لارې روانوي.

اخوا د اروپا پارلمان هم په یوه خبرپاڼه کې طالبان پر «جنسي اپارتاید» تورن کړي دي.

د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر مامورینو د لیندۍ پر یوولسمه ۲۱ ښځې او نارینه په کابل کې په متروکو ووهل. کابل کې سرچینې آمو ته وایي چې طالبانو پنجشنبه د لیندۍ پر لسمه ۱۵ نارینه او ۶ ښځې هم په کابل کې د خلکو په مخکې په دُرو ووهل.

غور کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې یکشنبه د لیندۍ پر ۱۳ د طالبانو محکمې د یوې ښځې په ګډون ۷ تنه د خلکو په مخکې په متروکو ووهل.

په وروستي مورد کې طالبانو تېره ورځ په فراه ولایت کې یو سړی د خلکو په مخکې د دې ولایت د یوه اوسېدونکي په وژلو تورن کس باندې د قصاص حکم عملي کړ.

د دې پېښې د لیدلو لپاره د طالبانو څه د پاسه لس لوړپوړي چارواکي او د کابینې غړي او مسوولین دغه ولایت ته ورغلي وو.

د طالبانو د قصاص حکم د نړیوالو غبرګونونه راوپارل. د ملګروملتونو سازمان ویاند سټیفني ټرمبلي ویلي، دوي په افغانستان کې د اعدامونو په اړه ژوره اندېښنه لري.

د افغانستان لپاره د فرانسې سفیر ویلي چې په افغانستان کې طالباني کېدل بشپړ شول.

د بښنې نړیوال سازمان دا کار انساني کرامت ته سخت سپکاوی وباله.

په دې لړ کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني بیا د قصاص شوي کس کورنۍ ته سل زره افغانۍ ورکړې دي.