متحده ایالتونه

د امریکايي پیلوټ اعتراف؛ د ایران د ډرونونو «جلي کب» شکله برید پنټاګون ووېراوه

انځور له سنتکام څخه

سي این این راپور ورکړی چې یو امریکایي پیلوټ چې د تېرې اپریل په میاشت کې یې F-15 الوتکه ایران کې راغورځول شوې وه او د ځانګړو ځواکونو لخوا ژغورل شوی، د الوتکې له پرېښودو (ایجکټ) وړاندې یو ټکان ورکوونکی منظر بیان کړی دی.

هغه ویلي چې په فضا کې یې د ایراني بې‌پيلوټه (ډرون) الوتکو یو داسې ګډ جوړښت لیدلی چې کټ مټ د اوبو د سیند د «جلي کب» (Jellyfish) غوندې یو ځای خوځېدل.

دا جزیات چې مخکې هیڅکله ندي راپور شوي، د یاد پیلوټ لخوا تر پېښې وروسته له استخباراتي چارواکو سره په تحقیقاتو کې شریک شوي او سمدستي یې د امریکا په استخباراتي ټولنه کې داسې یو جنجال راپورته کړی چې تر اوسه ندی حل شوی.

که چیرې د دغه پیلوټ لیدل شوې ادعا سمه وي، دا د ایران د ډرون په ټیکنالوژۍ او وړتیاوو کې یو خورا د اندېښنې وړ او خطرناک پرمختګ ښیي.

سي این این وايي یوه باوري سرچینه چې د پیلوټ له اعترافاتو خبره ده، وویل: «ډېرې ډرون الوتکې سره نښلول شوې وې او د یو چتر په څېر یې داسې حرکت کاوه چې تر لویو ډرونونو لاندې وړې الوتکې د پښو غوندې ځړېدلې، دا بیخي د فضايي مخلوقاتو (Alien) غوندې یو څه و.»

یوې بلې سرچینې سي این این ته وویل چې پیلوټ دا صحنه په اسمان کې د ډرون الوتکو د یو «ماین‌پاکه کوونکي ډګر» په توګه بیان کړې ده.

که څه هم د F-15 الوتکې د راغورځېدو اصلي علت لا هم تر څېړنې لاندې دی، خو لومړني راپورونه ښیي چې دا امکان شته چې د ډرون الوتکو همدې ګډ جوړښت له ایران سره مرسته کړې وي ترڅو امریکایي جټ الوتکه راوغورځوي.

یادې F-15 الوتکې دوه عمله لرل؛ یو پیلوټ او بل د وسلو د سیسټم افسر. امریکایي ځواکونو سمدستي د هغوی د ژغورنې عملیات پیل کړل.

د دغې الوتکې نسکورېدل لومړی ځل و چې د روانې شخړې پر مهال یوه امریکایي الوتکه د ایران د ننه په فضا کې ویشتل کېږي او راغورځول کېږي.

پیلوټ د الوتکې له پرېښودو څو ساعته وروسته وژغورل شو، خو د وسلو د سیسټم افسر له یوې ورځې څخه د زیات وخت لپاره په غرونو کې د ایراني ځواکونو له منګولو ځان پټ ساتلی و چې وروسته هغه هم وژغورل شو. لا څرګنده نده چې د وسلو افسر هم دا د ډرون جوړښت لیدلی و که نه.

د دغو عملیاتو پر مهال یوه بله A-10 امریکایي الوتکه هم راغورځول شوې وه، خو پیلوټ یې توانیدلی و چې د ایران له هوایي حریم څخه بهر په خوندي توګه کښته شي.

د امریکا د استخباراتو چارواکي د پیلوټ د دغه بیان پر تفسیر او دا چې ایا هغه د پېښې جزیات په روښانه توګه بیان کړي که نه، په خپلو کې همغږي ندي.

ځکه چې پیلوټ په دغه پېښه کې سخت مغزي ټکان (Concussed) خوړلی و.

دا د ایران په جګړه کې دویم ځل و چې هغه له اسمانه راغورځول کېږي؛ ځکه هغه د جګړې په پیل کې د کویټي ځواکونو لخوا په خطا کې (Friendly Fire) د ویشتل شویو پیلوټانو په ډله کې هم و.

ایا هغه د یوې داسې پرمختللې وړتیا شاهد و چې امریکایي استخبارات ورباندې نه وو خبر؟ ایا دا یوه ازمایښتي (بېټا) نسخه وه؟ او که په دښته کې یو سراب و؟

یوې بلې سرچینې وویل، هغو استخباراتي چارواکو چې له پیلوټ څخه یې پوښتنې کولې، په تعجب سره ترې وپوښتل: «ایا ته ډاډه یې هغه څه دې لیدلي چې ته یې وایې؟»

د امریکا هوایي ځواک پدې اړه پوښتنې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ته راجع کړې، خو سېنټکام د سي این این پوښتنو ته مستقیم ځواب ندی ورکړی. د ملي استخباراتو د رییس دفتر هم پدې اړه له تبصرې ډډه کړې.

د ایران د ډرون پروګرام په اړه دا پوښتنې داسې مهال راپورته کېږي چې واشنګټن او تهران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د تېرې اونۍ د اوربند په ترڅ کې د ۶۰ ورځنیو خبرو اترو لړۍ پیل کړې ده.

تمه کېږي دا خبرې د ایران پر اټومي پروګرام تمرکز ولري، که څه هم د دواړو خواو لخوا ګڼې نورې مسلې هم مطرح شوې دي.

که څه هم د پیلوټ لخوا بیان شوې د ډرون دا ځانګړې وړتیا د امریکا استخباراتي ادارو مخکې د ایران په لاس کې نوه ارزولې، خو داسې راپورونه شته چې ښیي ایران د خپل ډرون د ټیکنالوژۍ په پراخولو کې له چین او روسیې څخه تخنیکي مرستې ترلاسه کړې دي.

د دغې وړتیا تخنیکي نوم «له یو څخه تر ډېرو پورې د مشکلي شبکې نښلول» (one-to-many meshed networking) دی. په عمومي توګه، دا شبکه یو چلوونکي ته اجازه ورکوي چې په یو وخت کې څو ډرون الوتکې کنټرول کړي.

باور دا دی چې روسیه او چین دا وړتیا لري او د ایران د ډرون په پرمختللي پروګرام کې هر ډول نوی پرمختګ په سیمه کې د امریکایي ځواکونو او د هغوی د متحدینو لپاره د جدي اندېښنې لامل دی.

د امریکا یو چارواکي یادونه وکړه چې له تخنیکي پلوه، له دغې شبکې څخه په لېرو سیمو کې چې زیربناوې نلري د انټرنیټي اسانتیاو د برابرولو لپاره هم کار اخیستل کېدی شي.

ایران د امریکایي، اسراییلي او د خلیج د سیمې د ځواکونو پر وړاندې په څو اونۍ ډکې شخړې کې له خپلو بریدګرو ډرونونو څخه د یوې ناانډوله (Asymmetric) وسلې په توګه په کلکه کار اخیستی دی.

د ډرون د جګړې او د دفاعي عصري کولو متخصصې ایما بیټس، چې د “Cachai” شرکت بنسټ اېښودونکې ده، سي این این ته وویل: «موږ به د داسې یو څه څخه د ځان ساتلو لپاره چې پدې ډول همغږي کېدای شي، خورا لوی لګښتونه، ډېرې وینې او پانګه مصرف کړو.»

بیټس زیاته کړه: «که دا ډرونونه وکولای شي ځان ته یو داسې منظم شکل ورکړي، هغه وساتي، چاودیدونکي توکي ولري او د لومړي برید څخه د پاتې شونو د ویجاړولو لپاره خپل نور ځواکونه په احتیاط کې وساتي – نو دا یو خورا پیاوړی او خطرناک جنګي چلند دی.»