افغانستان

باران او ږلۍ، په پروان کې د کروندګرو د مني حاصلات له منځه یووړل

په پروان ولایت کې سختو بارانونو او ږلۍ د دې ولایت کرنیزو حاصلات سخت زیانمن کړي دي.

د پروان کروندګر د اوړي حاصلاتو له ترلاسه کولو وروسته، ځینې سبزیجات او ترکارۍ کري او له دې لارې خپلې ورځنۍ اړتیاوې برابروي.

کدوګان، فاصلیه، ګلپي او نور سبزیجات د پروان ولایت د کروندګرو د مني حاصلات دي چې د سختو بارانونو او ږلۍ له امله زیانمن شوي دي.

ثمرګل چې د رومي بادنجانو د حاصلاتو له ترلاسه کولو وروسته یې پر ځمکه فاصلیه کرې وه او اوس یې دا حاصل له منځه تللی، د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي: «زه له خپلې لور او کوچني زوی سره مې هره ورځ په دې ځمکه کې په کار بوخت وو، باران او ږلۍ مو ټول زحمتونه له منځه یووړل. د طالبانو اداره باید راسره همکاري وکړي ترڅو د ژمي لپاره یوه نمړۍ ډوډۍ برابره کړو.»

د پروان ولایت یو بل کروندګر عبدالجبار چې د باران او ږلۍ له امله یې حاصلات له منځه تللي وايي: «شلغم، ګازرې، ګلپي او هر څه مو چې کرلي وو، له منځه ولاړل او اوس نه پوهېږو ژمی څه ډول تېر کړو.»

له بلې خوا، د پروان ولایت کروندګر د دوی د حاصلاتو لپاره د معیاري سړو خونو او مناسب بازار له نشتوالي شکایت لري.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي محمد رحیم نعماني وایي چې دوی هڅه کوي د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ له زیانمنو کروندګرو سره مرسته وکړي.

له دې مخکې سېلابونو او موسني بارانونو په پروان ولایت کې د انګورو نیمايي حاصلات خراب کړي وو. په دې ولایت کې د کرنې او اوبو لګولو ریاست د شمېرو له مخې، د پروان کروندګرو څه د پاسه ۳۰۰ میلیونه افغانۍ زیانمن شوي دي.

د کرنیزو حاصلاتو لپاره د سړو خونو، زېرمتونونو او صادراتو لپاره د هوايي دهلیز نشتوالی هغه مهمې ستونزې دي چې د ټول هېواد کروندګر ورسره مخ دي او هر کال د همدغو امکاناتو د نشتوالي له امله زیاته اندازه کرنیز حاصلات له منځه ځي.