سوداګري

ننګرهار کې د زیتونو حاصلات کم شوي

د ننګرهار د کانال ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال د دې ولایت له څلورګونو فارمونو د زیتونو راټول شوي حاصلات د تېر کال په پرتله کم دي.

د ننګرهار د کانال ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي غلام رحمن کظیم وایي، په تېر کال کې  له څلورګونو فارمونو شاوخوا ۹۰۰ ټنه زیتون د پروسس لپاره راټول شوي وو، چې سږ کال دا اندازه را کمه شوې ده.

هغه که څه هم دا شمېرې په کره توګه روښانه نه کړې، چې د  زیتونو حاصلات څومره کم شوي خو زیاته یې کړه، چې لامل یې طبعي افتونه، ګرم بادونه او موسمي بارانونه دي چې د ګل پرمهال د زیتونو بڼونو یې اغېزه وکړه.

نوموړی زیاتوي: «سږکال حاصلات ډېر کم دی او لامل یې طبعي افتونه دي، چې د زیتونو باغونه یې زیانمن کړل، موږ تر خپلې وسې هڅه وکړه خو بیا هم حاصل کم دی.»

ورته مهال د ننګرهار د زیتونو فابریکې مسوولین هم د زیتونو کم حاصل خواشیني کړي دي.

عتیق الله نایر د زیتونو فابریکې د پروسس آمر آمو ته وویل، چې دوی د ورځې د ۲۰ ټنو زیتونو د پروسس وړتیا لري، خو زیاتوي چې ماشینري یې زړه شوې او له همدې امله یې د پروسس ظرفیت هم کم شوی دي.

نوموړی زیاتوي، سږ کال د حاصلاتو د کمښت له امله ښايي د زیتونو د تېلو تولید هم کم وي.

عتیق الله ناير زیاتوي: «موږ د زیتونو تېل او اچار تولیدوو، خو حاصل او عامه پوهاوی هم کم دي او خلک بوټو ته پاملرنه نه کوي، حاصل چې کم وي نو هرومرو به د تېلو تولید هم کمېږي. له دې سره سره که موږ ته په مالي برخه کې پام وشي موږ به ډېر څه بازار ته وړاندې کړو، ماشینونه زاړه دي اړتیا ده چې ماشینونه نوي شي.»

نوموړی وایي اوسمهال ورسره په دې فابریکه کې شاوخوا ۶۰ تنه پر کار بوخت دي او وایي، که يې په مالي برخه کې پر وخت او پوره لاسنیوی وشي ښایي دوی تر خپلې وسې هم ډېر او ښه خدمات وړاندې کړي.

زلمی چې په یاده فابریکه کې له شاوخوا ۱۹ کلونو راهیسې کار کوي، وایي د برېښنا پرچاوي د دوی کارونه وخت نا وخته ټکني کوي.

دی وایي: «موږ له خپل کار څخه راضي یو، که طالبان باغونه جوړ کړي نو کارونه زیاتېږي او حاصلات ښه کېږي. هیله ده نورو ځوانانو ته هم دکار زمینه برابره کړي.»

عزت الله هم د زیتونو د فابریکې کارکوونکی دی، هغه وایي: « له کار څخه مې خوښ یم، خو د کارکوونکو کار کمښت له امله مې کار دېر دی. ډېر کله د درېیو تنو کار یو تن کوي. دا سخته ده.»

د ننګرهار د زیتونو فابریکه په هېواد کې له پخوانیو فابریکو څخه ده، چې په ۱۳۶۳ لمریز کال کې په ۲۷ هکتاره ځمکه جوړه شوه او هغه مهال یې د څلور زره مټریک ټنه زیتونو د تولید ظرفیت درلود.

مخکې په دغه کارخونه کې نږدې دوه زره کسان پر دندو بوخت وو، خو اوس دا شمېر ۶۰ تنو ته رسېدلی دی.

اوس مهال د افغانستان په بازارونو کې ډېری هغه زيتون پلورل کيږي چې له نورو هيوادونو افغانستان ته راړول کيږي.

د ننګرهار د زيتونو فابريکې مسوولین وايي، لکه څنګه چې اړتیا ده که د زيتونو باغونو ته پام وشي دا فابريکه کولاى شي، چې اتیا سلنه د اړتيا وړ زيتون او تېل بازار ته وړاندې کړي.