افغانستان

ایمرجنسي روغتون د پنجشېر له جګړې د قربانیانو خپور شوی شمېر رد کړ

انځور د ایمرجنسي روغتون له ویب‌پاڼې

ایمرجنسي روغتون د یوې خبرپاڼې په خپرولو پنجشېر کې د ملکي وګړو د قربانیانو په اړه د رسنیو له خوا خپرې شوې شمېرې رد کړې دي.

په دې خبرپاڼه کې چې تېره ورځ د دغه روغتون پر وېب‌پاڼه خپره شوې راغلي: «څو ورځې مخکې د افغانستان یوې رسنۍ چې د پنجشېر درې په عنابه کې یې د ایمرجنسي د جراحي په مرکز کې د ناورغانو په اړه ناسمې شمېرې ترلاسه کړې دي، خپرې کړې. دغه مرکز څو له لسیزې راهیسې د سیمې د خلکو لپاره خدمت کړی دی.»

ایمرجنسي په دغه خبرپاڼه کې د هغو قربانیانو په اړه چې د ۲۰۲۱ د اګسټ له ۱۵ راهیسې دغه روغتون ته ورغلي معلومات نه دي وړاندې کړې.

د دغې خبرپاڼې په بله برخه کې راغلې: «په دې کلونو کې مو چې څه لیدلي په اړه مو یې راپور ورکړی دی، خو زموږ لومړیتوب تل د ناروغانو درملنه او خوندیتوب و.»

آمو د ۱۴۰۱ کال د لړم پر ۷ پنجشېر کې د ایمرجنسي روغتون د یوې سرچینې له قوله یو راپور خپور کړ چې ښيي په تېر یوه کال کې پنجشېر کې لږترلږه ۱۷۲ ملکیان وژل شوي دي.

دغې سرچینې آمو ته ویلي و چې لږترلږه ۵۷ تنه وژل شوي کسان په عبدالله‌خېلو سیمه کې وو.

په همدې حال کې ۳۸ تنه د لومړۍ حصې ولسوالۍ، ۳۱ تنه د بازارک، ۳ تنه د ابشار ولسوالۍ، ۲۲ تنه د رخې ولسوالۍ، ۱۱ تنه د عنابې ولسوالۍ او ۸ تنه د پریان ولسوالۍ وو.

د ایمرجنسي سازمان د عامه پوهاوي برخې مسوولې اغلې روزیلا پالمه له آمو سره په اړیکه کې وویل: «کومې شمېرې چې تاسو خپرې کړې دي ناسمې دي. خو د موضوع د حساسیت له امله نه شو کولای پنجشېر کې د ملکیانو د قربانیانو کره شمېر رسنیو ته ورکړو.»

د ایمرجنسي دغې مسوولې همداراز ویلي چې کولای شي د هغو قربانیانو شمېر چې کې کابل او لښکرګاه کې د ایمرجنسي د جراحي په مرکزونو کې ثبت شوي وړاندې کړي. خو پنجشېر کې د عنابې د جراحۍ مرکز اړوند شمېرې رسنیو ته نه شي ورکولای.

اغلې پالمې افغانستان کې د ایمرجنسي د جراحۍ مرکزونو ته د وروړل شویو قربانیانو د دقیق شمېر لپاره د آمو د پوښتنې په ځواب کې د آمو ټلویزیون خبریال د ایمرجنسي وېب‌پاڼې ته راجع کړی دی.

د ایمرجنسي په وېب‌پاڼه کې هغه وروستی راپور چې د پنجشېر په اړه خپور شوی دی د څه د پاسه یو کال مخکې دی.

دغه راپور چې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر پر درېیمه خپور شوی دی، پنجشېر درې ته د طالبانو د دننه کېدو د لومړۍ ورځې دی.

د ایمرجنسي په دغه راپور کې راغلي: «طالبان عنابې سیمې ته راغلي دي. تر اوسه د ایمرجنسي په فعالیتونو کې لاسوهنه نه ده شوې. موږ د عنابې د جراحۍ په مرکز کې له ټپیانو کم شمېر ترلاسه کړی دی.»

ایمرجنسي چې پنجشېر کې د قربانیانو د جراحۍ ترټولو مهم مرکز دی د ۲۰۲۱ له سپټمبر وروسته یې د دغې درې د قربانیانو په اړه هېڅ هم نه دي خپاره کړي.

اخوا د ملګروملتونو سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت په ګډون نړیوالو څارونکو پنجشېر له بشري حقونو له پراخې سرغړونو خبر ورکړی دی.

ایمرجنسي یوه خپلواکه اېن‌جي‌او ده چې له ۱۹۹۴ کال راهیسې د جینو سټرادا په نوم د یوه ایټالیایي جراح له خوا رامنځته شوه. دغه سازمان له ۱۹۹۹ کال وروسته خپل فعالیت پیل کړی او پنجشېر، لښکرګاه او کابل کې د جراحۍ مرکزونو ترڅنګ د افغانستان په نورو ولایتونو کې څو کوچني کلینیکونه هم لري.

د هغو رسمي شمېرو له مخې چې د دغه بنسټ بر وېب‌پاڼه خپرې شوې دي، دغه سازمان له ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۲۱ پورې د جګړې د ۶۰ زره او ۹۵۸ تنو درملنه کړې ده. دغه شمېر د جګړې د ټولو قربانیانو تر ۸۰ سلنې زیات دی چې په دې موده کې د یوناما له خوا خپور شوی دی.