یو شمېر لوستو ښځو کابل کې په یوه اعتراضي اقدام کې خپل تحصیلي اسناد نندارې ته وړاندې کړل.
دغه ښځې ادعا کوي سره له دې چې تحصیلي اسناد لري؛ خو د کار حق ترې اخیستل شوی دی.
هغوی وایي، چې طالبانو افغان مېرمنې څنډې ته کړې دي او د سیاسي، ټولنیزو او مدني فعالیتونو حق یې ترې اخیستی دی.
یوې اعتراضکوونکې ښځې او د دغه نندارتون پلانونکې ژولیا پارسي آمو ته وویل: «د طالبانو حکومت (ادارې) ښځې پوره توګه ګوښه کړې دي. سره له دې چې دغو ټولو ښځو زیار ایستلی، زدهکړې یې کړې دي او په مخکیني نظام کې یې فعالیت درلود، اوس طالبانو هغوی له صحنې ایستلې دي. نو دا اسناد څه ګټه کوي.»
هغې دې ته په اشارې چې په ټوله نړۍ کې ښځې د زدهکړو، کار او فعالیت حق لري، زیاته کړه: «خو په افغانستان کې له ښځو دغه حق اخیستل شوی، نړیوال ټولنه باید پر طالبانو فشار راولي ترڅو لګول شوي محدودیتونه لیري شي.»
د دغه اعتراضي پروګرام بله ګډونواله مهجو حبیبي د دغه نندارتون د جوړولو موخه له ټولو برخو د ښځو ګوښه کول ګڼي او زیاتوي: «موږ کلونه هڅه وکړه، زدهکړې مو وکړې، د دې په هیله چې ښه راتلونکی ولرو؛ خو طالبانو دا حق له موږ څخه واخیست. د کار او فعالیت له حق څخه یې بېبرخې کړو. اوس له رواني ستونزو سره مخ یو او هره ورځ محدودیتونه پر موږ زیاتوي.»
هغې په دوام کې ټینګار وکړ، چې اوسمهال افغانستان کې د ښځو لپاره ساه اخیستل ستونزمن شوي او طالبان ښځو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.
په دغه اعتراضي پروګرام کې ګډونوالې له ښځو غواړي ترڅو د طالبانو د ظلم او بېعدالتۍ پروړاندې پټه خوله پاتې نه شي او خپل غږ تر نړیوالو ورسوي.
سمیرا عزیزي په دغه پروګرام کې یوه ګډون کوونکې ده. هغې د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې لوړې زدهکړې کړې دي او وایي: «زه له ډېرو ستونزو سره بریالۍ شوم چې تر دې ځایه ځان ورسوم. اوس داسې احساس کوم د چې بې ګټې انسان یم؛ ځکه حق نه لرم کار وکړم. نه پوهېږم په کوم جرم هره ورځ افغانستان کې د ښځو پروړاندې محدودیتونه زیاتېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر یوه کال زیاته موده کېږي چې د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي او افغانستان کې پر نجونو او ښځو د طالبانو د محدودیتونو له امله تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.