افغانستان

که ښوونځي تړلي وي، خصوصي انستیتوتونه به هم وتړل شي

څه باندې ۴۰۰ ورځې کېږي، چې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي او لا یې ښکاره لامل نه دی څرګند چې ولې تړلي دي او کله به پرانیستل شي.

تازه په ننګرهار کې د طبي علومو په برخه کې د خصوصي انستیتوتونو مسوولین اندېښمن چې، که له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې ونه‌پرانیستل شي، ښایي په راتلونکې کې د دوی د انستیتوتونو دروازې د ښځينه محصلینو د کمښت له امله وتړل شي.

ننګرهار کې د یوه خصوصي انستیتوت مشر ډاکتر مومن صمدزی وایي، له کله چې د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې تړل شوې د ښځینه زده‌کړیالانو جذب کم شوی دی.

نوموړی زیاتوي، که حالت همداسې دوام وکړي ښایي په نږدې راتلوونکي کې زیات انستیتوتونه د محصلینو د کمښت له امله وتړل شي.

هغه زیاتوي: «دلته ګڼ شمیر انستیتوتونه فعالیت کوي او د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې همداسې تړلې دي. اندېښنه دا ده، چې زموږ محصلین همدا د ښوونځیو زده‌کوونکې دي که دوی فارغې نه شي څوک به زده کړو ته راشي؟»

هغه نجونې، چې تر څوارلسم ټولګي یې زده‌کړې کړې وایي، د نارینه‌وو ترڅنګ دوی هم حق لري، چې زده‌کړې وکړي او طالبان دې نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

مینه او زهرا، چې تازه له څوارلسم ټولګي فارغې شوې دي وایي، ډېری نجونې د لوړو زده‌کړو هیله لري، خو پروړاندې یې لوی خنډ د ښوونځیو تړل کېدل دي، چې لا دا روښانه نه ده کله به پرانیستل شي.

زهرا زیاتوي: «زما خویندې په اتم ټولګي کې دي، هغوی تمه لرله چې موږ غوندې طب ووایي یا بله کومه برخه خو له بده‌مرغه ښوونځي تړلي دي. نجونې هم حق لري د هلکانو په څېر زده‌کړې وکړي باید زمینه ورته برابره شي.»

 ننګرهار کې د طبي علومو د خصوصي انستیتوتونو ټولنه هم ورته اندېښنه لري او له طالبانو غواړي، چې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته تړلي ښوونځي ژر تر ژره پرانیزي.

د یادې ټولنې مرستیال نذیر احمد درانی وایي، اوسمهال ننګرهار کې ۱۳ انستیتوتونه فعالیت کوي، چې سږ کال ترې په بېلابېلو برخو کې نږدې ۲۵۰۰ محصلان فارغ شوي دي.

دی زیاتوي: «فارغ محصلان ټول له ښوونځیو فارغ شوي اوس خو فارغ زده‌کوونکي نه لرو که دا وضعیت دوام ولري نو د پوهنې لویه برخه به له سقوط سره مخ شي. هیله ده نور دا محدودیت لیري او ښوونځي پرانیستل شي.»

ننګرهار کې د ښوونځي زده‌کوونکې امینه هم وایي، ګڼې نجونې د لوړو زده‌کړو هیله لري، خو ښوونځي یې تړلي دي او حیرانې دي، چې څه وکړي.

امینه زیاتوي، ډېری نجونې په کور ستړې شوې او تمه لري، چې ژر به خپلې زده‌کړې پيل کړي.

څه باندې ۴۰۰ ورځو د ښوونځیو تړل کېدو عام خلک هم اندېښمن کړي او دوی له طالبانو څخه د ښوونځیو د بیا پرانیست غوښتنه کوي.

د یادونې ده، چې له شپږم ټولګي د پورته ټولګیو نجونو پرمخ د ښوونځيو د پرانیستل کېدو غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې له څه باندې یوه کال راهیسې طالبان دا ژمنې کوي، چې ژر به د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شي خو لا یې په خپلې ژمنې عمل نه دی کړی.