کندهار کې د طالب والیانو د ناستې اصلي محور، د طالبانو پر وړاندې د وسلهوالو فعالیتونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه وه. سرچینې آمو ته وایي، په دغه ناسته کې چې د هبت الله آخندزاده له نږدې کسانو او د کندهار لپاره د طالبانو د والي ملا شیرین آخند په مشرۍ د اووه ولایتونو د والیانو په ګډون جوړه شوې وه، د وسلهوالو فعالیتونو پر ضد د مقابلې د چمتووالي پرېکړه وشوه.
سرچینې زیاتوي، د طالبانو د بلخ والي په دې ناسته کې منلې چې د هېواد په شمال کې د طالبانو مخالف عناصر فعال دي. له دې ناستې باخبره سرچینو دا هم ویلي، د طالبانو یو شمېر والیانو په ناسته کې ویلي چې د تېر کال په پرتله، د طالبانو پر وړاندې وسلهوال فعالیتونه زیات شوي دي.
د طالبانو د مشر د واکمنۍ مرکز؛ کندهار د اووه والیانو د ناستې کوربه دی. هغه ناسته، چې د سیمهییزو سرچینو په وینا، د هبت الله آخندزاده په امر او د کندهار والي ملا شیرین آخند په مشرۍ جوړه شوې وه.
په دې ناسته کې د بلخ، ننګرهار، کابل، کندز، هرات او پکتیا والیانو ګډون درلوده. درې معتبرو سرچینو آمو ته منلې ده، چې په دې ناسته کې د طالبانو د ځواکونو د تنقیض، د صفوفو د داخلي تصفیې، له بهر څخه د طالب چارواکو د کورنیو بېرته راستنول او د امنیتي پېښو پټول او د مخنیوي په اړه یې بحث او خبرې اترې شوې دي.
سرچینې وایي، چې یو شمېر والیانو د کندهار ناستې ته ویلي، چې د تېر کال په پرتله، د دوی پر وړاندې وسلهوال مخالفتونه زیات شوې دي او باید د مقابلې لپاره یې بشپړ چمتووالی ونیول شي.
د سرچینو په خبره، د بلخ ولایت لپاره د طالبانو والي محمد یوسف وفا ویلي، چې د هېواد په شمال کې یو لړ مخالفې کړۍ ځينې وخت د دوی پر ضد فعالیتونه کوي او د ځپلو لپاره ېې لازم اقدامات په لاس کې نیول شوې دي.
کندهار کې، د طالبانو د والیانو ناسته:
• د کندهار د والي په مشرۍ، د بلخ، ننګرهار، کابل، کندز، هرات او پکتیا ناسته؛
• د طالبانو د ځواکونو د تنقیص بهیر، له بهر څخه د طالب چارواکو د کورنیو راستنول، د امنیتي پېښو د افشا کېدو مخنیوی، او د طالبانو پر ضد د وسلهوالو مخالفتونو په اړه اندېښنې؛
• د هېواد په شمال کې د طالبانو د مخالفو کړیو د فعالیتونو تایید.
سرچینو دغه راز ویلي، چې د کندهار په دې ناسته کې، د بهر مېشتو مخالفینو د فعالیتونو د زیاتوالي له امله، د امنیتي تدابیرو پر پیاوړتیا او د پولو پر کلک څار ټینګار وشو.
کندهار کې د طالب والیانو ناسته، په داسې شرایطو کې جوړه شوه، چې له یوې خوا طالبانو په اسلام آباد کې د خپلو مخالفو څېرو په ګډون له ناستې اندېښنه ښودلې او له بلې خوا د دوی مخالفو نظامي جبهو د طالبانو پر ضد بریدونه کړې دي. تېر ماښام هم د آزادۍ جبهې په تالقانو ښار کې د طالبانو پر یوې پوستې د برید پړه پر غاړه واخیسته او د دوه طالبانو له وژل کېدو یې خبر ورکړ. بل خوا، د کندهار ناستې دا ښیي، چې د طالبانو د پرېکړو مرکز، د طالبانو د مشر د واک په مرکز کې نیول کېږي.
لکه څنګه چې د طالبانو مشر په کندهار کې د سیاسي او نظامي ناستو لړۍ هم ترسره کوي او د مالي محاسبې د قانون له توشېح وروسته یې د ټولو ادارو مالي واکونه ځان ته انحصار کړ، له بلې خوا هبت الله ته نږدې څېړه او کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین آخند هم د طالب والیانو کوربه و او داسې برېښي چې د ولایتونو د وضعیت د مدیریت لپاره یې مټې رانغاړلې دي.
