فرهنګ او هنر

په هرات کې د ښیښو جوړولو دودیز هنر راژوندي کولو هڅې

د ښيښو جوړولو دودیز هنر، د هرات ولایت په تمدن او کلتور کې ځانګړی ځای لري؛ دا هنر د شپږو پېړیو مخینه لري او ددغو هنرمندانو په لاس جوړ شوي د ګیلاسونه، پيالې، د اوبو لوښي، ګلدانونه او نور زینتي توکي په کورونو کې کارول کېږي.

د ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال، هرات د زیات شمېر بهرنیو سیلانیانو کوربه و او د ښیښو جوړولو دودیزو کارځایونو ښه عواید لرل. د ښیښو جوړونکو هنرمندانو لاسي هنري آثار د افغانستان په خلکو او بهرنیو سیلانیانو کې ډېر مینه وال لرل.

د جمهوریت په دوره کې، په هرات کې د ښيښو جوړولو څلور کارځایونه فعال وو؛ خو په اوسني وخت کې په دې برخه کې یوازې دوې کارخونې فعالیت لري.

اوس له یونیم کلن ځنډ وروسته، د ښيښو جوړولو یوه کارخونه بېرته فعاله شوې ده. په دغه کارخونه کې ټاکل شوې د ښیښو د تولید ترڅنګ د مینه والو لپاره روزنیزې دورې هم ترسره شي ترڅو د ښيښو جوړولو دا هنر په راتلونکي کې هېر نه شي.

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نعیم الحق حقاني وایي: «د دا ډول هنرونو او صنعتونو په لټه کې یوو، خلک هم باید د بهرنیو موادو پر ځای د کورونو په ښکلي کولو کې له کورنیو توکو کار واخلي؛ ځکه په دې کار سره به کورنی هنر او صنعت وده وکړه او د بېلابېلو برخو هنرمندان به وهڅول شي ترڅو د دولت (طالبانو ادارې) په ملاتړ د هنر او صنعت په برخو کې ښه فعالیت وکړي.»

د ښيښو جوړولو هنر د هرات ښار د هنري هویت یوه برخه ده. ددغه ښار فرهنګیان باوري دي چې د ښیښو جوړولو هنر، اوږده مخینه لري چې د ساتلو لپاره یې هڅې وشي.

د هرات لرغوني ښار کمیسیون غړی او د کلتوري میراثونو ټولنې مشر عبدالقیوم وزیري په دې اړه وایي: «تېرو کلونو کې، د دغه هنر د بیا ژوندي کولو په برخه کې هېڅ پاملرنه نه ده شوې او دا د دې لامل شوی چې دغه صنعت خپل بازار له لاسه ورکړي او د ښیښې جوړولو کارخونې له ځوړتیا سره مخ شي.»

غلام سخي د هرات ښار یو ښیښه جوړونکی دی، هغه چې څلوېښت کاله کېږي د اور او ښیښې له لارې هنري اثار تولیدوي، دغه صنعت ته له بې پامۍ د اندېښنې په څرګندولو وایي: «موږ هڅه کوو چې دغه هنر راژوندی کړو او هیله‌مند یو چې وطن مو ارامه شي ترڅو د ښیښې جوړولو صنعت بازار بېرته ښه شي؛ خو د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او هغوی د پېرلو وس نه لري.»

اوس په هرات ولایت کې د دودیزې ښیښې جوړولو صنعت په برخه کې فعالیت کوي.

کارپوهان باوري دي چې د ښیښې جوړولو صنعت ډېره مخینه لري او د ښیښې جوړونکو تولیدات په مذهبي ځایونو او د پاچاهانو په دربار کې کارول کېدل او لرغونو ځایونو لکه ماڼیو کې د ښیښه یي ـ په ځانګړې توګه د بېلابېلو رنګ لرونکو ښیښه یي ـ توکو شتون ښیي چې مخکې دغه هنر ډېر مینوال لرلي دي.

د هرات د لرغونو ځایونو د خوندیتوب آمر زلمی صفا دې ته په اشارې چې په هرات کې له دې سره سره چې دغه هنر ښه مخینه لرلې؛ خو له بده‌مرغه اوس د له منځه تلو په حال کې دی وایي: «هیله‌مند یو چې له ښیښې جوړونکو په ملاتړ سره د دغه هنر د بیا ژوندي کېدو زمینه برابره شي.»

د هرات ښار اوسېدونکي وایي، چې د طالبانو اداره باید لرغونو هنرونو ته ځانګړې پاملرنه ولري او د خوندي کولو او بیا ژوندي کولو لپاره یې مرسته وکړي.