افغانستان

د طالبانو له خوا د نیول کېدو په درېیمه میاشت کې د پژواک د خبريال ربړول

د پژواک خبري اژانس خبریال عبدالحنان محمدي

د پژواک خبري اژانس خبریال عبدالحنان محمدي درې میاشتې کېږي، چې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو په بند کې دي او په دې موده کې شکنجه شوی او کورنۍ یې وایي، چې تر اوسه له هغه سره پر لیدنې نه دي بریالي شوي.

د عبدالحنان محمدي مور په داسې حال، چې د خپل زوی له لیرې‌والي کړېږي د آمو ټلویزیون  خبریال ته وایي، چې درې میاشتې مخکې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو یې زوی د کاپيسا ولایت په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې د راپور د جوړولو پرمهال نیولی او تر اوسه یې په اړه هېڅ معلومات نه لري.

د نوموړي مور دوام ورکړ: «هڅه مې وکړه او طالبانو ته ورغلم ترڅو زما زوی خوشی کړی؛ خو هغوی یې ان د لیدو اجازه رانه کړه.»

د ښاغلي محمدي ورور عبدالله د دې په بیانولو، چې ورور یې د خبریالۍ په تور نیول شوی او طالبان باید هغه خوشي کړي وویل: «هغه له هېڅ ډلې او سازمان سره اړیکه نه لري.»

په همدې حال کې یوه سرچینه د آمو ټلویزیون خبریال ته وايي، چې د پژواک خبري اژانس خبریال عبدالحنان محمدي په کاپيسا کې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو له خوا شکنجه شوی او تر اوسه یې ټپونه نه دي ښه شوي.

دغه سرچینه چې د امنیتي لاملونو له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي زیاته کړه: «ما ولیدل چې هر شپه یې پر ځان پټۍ اېښوده، شکنجه شوی او تر اوسه یې ټپونه نه دي ښه شوي.»

سره له دې چې خبریالانو او د خبریالانو ملاتړو بنسټونو څو ځله د رسنیو د سرغړونې کمیسیون له خوا د محمدي د دوسیې د څېړنې غوښتنه کړې ده؛ خو طالبانو تر اوسه هېڅ ځواب نه دی ورکړی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي چې ښاغلی محمدي د «خبریالۍ په جرم» نه دی نیول شوی. هغه د لا زیاتو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

په داسې حال کې چې مجاهد پرون ادعا کړې وه، چې تېر یوه کال کې هېڅ یوه رسنۍ د طالبانو له خوا نه ده تړل شوې؛ د رسنیو ملاتړو بنسټونو شمېرې بیا بل څه وایي.

اوسمهال د عبدالحنان محمدي او میرزا حسیني په نومونو دوه خبریالان د طالبانو په بند کې دي.

د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د شمېرو له مخې په تېر یوه کال کې د خبریالانو پروړاندې ۱۳۰ د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې او له دې منځه ۱۰۱ یې د نیولو پېښې وې.