افغانستان

ټرمپ د امریکا بهرنۍ مرستې وځنډولې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل کار په لومړۍ ورځ(د دوشنبه) د لسګونو اجراییوي فرمانونو په منځ کې، د لنډمهاله ځنډ او د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو د بشپړ بیاکتنې په اړه اجرایوي فرمان صادر کړ.

د دې فرمان موخه د متحده ایالاتو د حکومت د بهرنیو پالیسیو سره د مرستو د پروګرامونو د سمون ارزونه ده.

په فرمان کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو مرستو صنعت او جوړښت د دغه هېواد له ګټو او ارزښتونو سره سمون نه لري او ځينې وختونه برعکس د نړۍ د سولې د بې ثباتۍ لامل کېږي.

د دې فرمان پر بنسټ، د امریکا بهرنۍ مرستې باید د امریکا د ولسمشر له بهرنۍ تګلارې سره په بشپړه توګه سمون ولري.

په فرمان کې راغلي چې بهرنیو هېوادونو او موسسو ته د پراختیایي مرستو ټولې نوې تادیات او ژمنې به د ۹۰ ورځو لپاره د بیا کتنې تر بشپړېدو پورې وځنډول شي.

د دغه حکم پر بنسټ، دغه بياکتنه د امریکا له بهرنۍ تګلارې سره د پروګرامونو د مٶثریت او مطابقت د ارزونې په موخه ترسره کېږي.

په فرمان کې راغلي چې د دې ځنډ د پلي کېدو د څارنې مسٶله د مديريت او بودیجې اداره (او اېم بي) ده.

د فرمان په متن کې راغلي چې د ۹۰ ورځو په پای کې به هر پروګرام یا به دوام وکړي، تعدیل شي او یا به د بیاکتنو پر بنسټ په بشپړه توګه ودرول شي. دا تصمیمونه د وزارتونو د رئیسانو له خوا او د بهرنیو چارو وزارت او د ادارې او بودیجې له دفتر سره په همغږۍ ترسره کیږي.

د فرمان په ټکو که د بیاکتنې له دورې له پای ته رسېدو مخکې یو پروګرام تصویب شي، کېداى سي له سره پیل شي.

په همدې حال کې، په دې حکم کې یو استثنا شته، چې د متحده ایاالتو د بهرنیو چارو وزیر کولی شي د پروګرام ځنډول د ځانګړو قضیو لپاره لغوه کړي.

دا حکم د ټرمپ د ادارې د هغو تګلارو یوه برخه ده چې په نړیوال ډګر کې د امریکا رول ته بیا کتنه کوي. په همدې حال کې، د دې چارې مخالفین دا په اړو هیوادونو کې د بشرپاله پروګرامونو او پرمختیایي هڅو د کمزورتیا لامل بولي.

په فرمان کې ټینګار شوی چې د هغې هیڅ برخه د افرادو یا سازمانونو لپاره کوم ځانګړی قانوني حق یا مکلفیت نه رامینځته کوي او پلي کول یې په موجوده قوانینو او تخصیص شوي بودیجې پورې محدود دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ د خپلې لوړې له مراسمو یوه ورځ مخکې په یوه غونډه کې له افغانستان سره د مرستو د کمولو د احتمال په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د مرستو دوام به د امریکا د تجهیزاتو تر بېرته سپارلو پورې مشروط وي.

د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته په تېرو درېیو کلونو کې امریکا له دغه هېواد سره تر ټولو ستره مرسته کوونکې بلل شوې ده.