افغانستان

د ټرمپ څرګندونو پر وړاندې د طالبانو د چوپتیا دوام

په افغانستان کې د پاتې امریکايي پوځي تجهیزاتو او وسلو د بېرته اخیستو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له څرګندوتو پنځه ورځې تېرېږي، خو طالبان لا هم چوپ دي او په دې اړه یې رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

ټرمپ له خپلې لوړې یوه ورځ مخکې په یوه کنفرانس کې وویل: «موږ دوی ته یو څه پیسې وکوو؛ خو خپل پوځي تجهیزات بېرته غواړو.»

د امريکا د دفاع وزارت او د څار ادارې ګډ راپور ښيي چې د دغو پاتې وسلو او تجهيزاتو مالي کچه له اوو ميلياردو ډالرو څخه ډېره ده.

په دغه راپور کې چې د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د چنګاښ په نهمه خپور شوی، راغلي چې د افغان حکومت د سقوط پر مهال د امریکا د متحدو ایالاتو د بوديجې سره سم ۷،۱۲ میلیارده ډالره پوځي تجهیزات او وسلې د پخواني حکومت په ګودام کې وې.

د دغه راپور پر بنسټ، په دې کې ۹۲۳.۳ میلیونه ډالره پوځي الوتکې او ۲۹۴.۶ میلیونه ډالر د پوځي الوتکو وسلې شاملې دي.

د دغه راپور په یوه بله برخه کې ویل شوي چې د افغانستان د پخواني حکومت د سقوط پر مهال په ګودامونو کې ۳۱زره۶۲۶۰ میليونه پوځي تجهیزات موجود وو. خو عملیاتي حالت یې روښانه نه و.

د دغه راپور پر بنسټ، په دې شمېر کې توپونه، سنائپر ټوپکونه، راکټ لانچرونه او نور ډول ډول وسلې شامل دي.

په راپور کې د دغو ټوپکونو بیه ۵۱۱،۸ میلیونه ډالره اټکل شوې ده.

مرمي ضد ټانکونه او د شپې کیمرې د پاتې وسلو بله برخه ده.

د راپور له مخې، د افغانستان د تېر حکومت د سقوط پر مهال د ۴،۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د مرميو ضد ټانکونه او هاموي د دغه حکومت په ګودامونو کې پراته وو.

راپور ښیي چې ځمکنۍ جنګي وسلې، مخابراتي وسایل او د شپې کیمرې په ګډون د پاتې تجهیزاتو بله برخه ده.

تر دې مخکې د پخواني حکومت د وسله والو ځواکونو وروستي لوی درستیز آمو ته ویلي و چې په تېرو درېیو کالونو کې له شلو تر دېرش سلنه وسلې د القاعده په ګډون نورو ډلو ترلاسه کړې دي. یوه قضیه چې امنیتي اندېښنې یې زیاتې کړې.

د مشرانو جرګې پخوانی مرستیال محمد آصف صدیقي وايي: « هغه پوځي تجهیزات چې په افغانستان کې وو یو شمېر نور یې له افغانستانه بهر آن کشمیر، پاکستان، عراق، سوریې او ایران ته لېږدول شوي، نو له طالبانو وپوښتٸ. چې پاتې تجهیزات چیرته دي؟ ډیری یې د ترهګرو ډلو لاس ته لوېدلي، چې د افغانستان سربیره، د نړیوالې اندیښنې سبب ګرځېدلی دى.»

خو طالبانو ته د ټرمپ دغو خبرو سیاسي پیغام څه دى؟

د پخوانۍ ولسي جرګې د دارالانشا پخوانی رٸیس عبدالقادر زاى وايي: « داسې قضيې راپورته کوي، چې که زموږ غوښتنه ونه مني، نو تجهیزات دې بېرته راکړي او که زموږ غوښتنه ونه مني، نو مالي مرستې به درباندې بندې کړم، اصلي خبره دا ده چې دوی څنګه کولی شي د راتلونکي پلانونو چې ټرمپ، د ټرمپ اداره او امریکایان د افغانستان راتلونکي لپاره لري شرایط چمتو کړي او دغو پروګرامونو ته لاسرسى پيدا کړي.»

خو بلومبرګ رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې طالبانو د ټرمپ غوښتنه رد کړې او آن ویلي یې دي چې د داعش خراسان سره د مبارزې لپاره نورو پوځي مرستو ته اړتیا لري.