افغانستان

د ټرمپ د فرمان له مخې امريكا ته د څه باندې ۱۶۰۰ افغان کډوالو الوتنې وځنډول شوې

د امریکا یوه اوسني چارواکي او د کډوالو د بیا مېشتېدنې یوه نامتو مدافع، چې نومونه یې نه دي خپاره شوي، رویټرز ته ویلي چې په امریکا کې د پناه غوښتنې د پروګرامونو د ځنډولو په اړه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ فرمان له مخې متحده ایالاتو ته د يو زرو ۶۶۰ افغان کډوالو الوتنې وځنډول شوې.

د راپور پر بنسټ، د امریکایي سرتېرو او مدافع ډلو د ایتلاف مشر، شان وان ډیور وايي، په الوتنو کې هغه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي چې په متحده ایالاتو کې د خپلو کورنیو سره یوځای کېدو ته انتظار باسي.

د هغه په وينا، لېږد ته چمتو کډوال هغه افغان اتباع دي چې د طالبانو د غچ اخيستنې له خطر سره مخ دي، ځکه دوی د امریکا په ملاتړ د پخواني حکومت لپاره جګړه کوله.

سرچينې زياته کړې، د ډونلډ ټرمپ پرېکړې د هغو زرګونو افغانانو برخليک هم له ناڅرګندتيا سره مخ کړى، چې په امريکا کې د کډوالو په توګه د مېشتېدو اجازه لري خو تر اوسه يې له افغانستان او پاکستان څخه د الوتنو مهالوېش نه دى ټاکل شوى.

د کډوالۍ د مخنيوي لپاره مبارزه د ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د ټاکنیز کمپاین یوه له مهمو ژمنو څخه وه. نوموړي د دوشنبې په ورځ په دې اړه یو فرمان هم لاسلیک کړ. دې چارې په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې پروګرامونه له ناڅرګند حالت سره مخ کړي دي.

سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت، چې د امریکا د کډوالو د پروګرامونو څارنه کوي، په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغان کډوالو وضعیت

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د ځانګړې کډوالۍ د ویزې یو شمیر غوښتونکي او همدارنګه هغه کسان چې د پي ١ او پي٢ پروګرامونو لاندې یې د امریکا د ویزو غوښتنه کړې، وایي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د دوی د پناه غوښتنې دوسیې نه دي څېړل شوي.

دغه هېوادوال وايي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د طالبانو د واکمنۍ له بيا ټينګښت وروسته د دوی لپاره د ژوند شرایط ستونزمن شوي او له ګڼو «ګواښونو» سره مخ دي.

په همدې حال کې په امريکا کې يو شمېر هغه پناه غوښتونکي چې د طالبانو له راتګ وروسته د پاکستان او ايران په ګډون درېيمو هېوادونو ته تللي، وايي چې له درېيو کلونو وروسته اوس له دغو هېوادونو څخه د جبري شړلو له خطر سره مخ دي.

دغه پناه غوښتونکي وايي، دوی په افغانستان کې د توقیف، شکنجې، ورکېدو، بې وزلۍ، بېکارۍ او د جبري شړلو له ګواښونو سره مخ شي.

تر دې مخکې د بایډن په اداره کې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر انتوني بلینکن امریکا ته د هغو افغانانو چې د امریکا متحدين بلل کېږي او د امریکايي ځواکونو تر څنګ یې دنده ترسره کړې وه، پر لېږد، ځای پر ځای کولو او بيا مېشتېدنې ټینګار کړی و او دا پروسه یې یوه«يوه مهمه ملګرتيا» بللې وه.

هغه ويلي و، متحده ایالات ژمن دی چې د خپلو هغو شریکانو او متحدینو تر څنګ ودریږي چې شل کاله یې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو تر څنګ خدمت کړی دی. خو د ټرمپ له راستنېدو او د هغه د فرمان په لاسلیکولو سره د دې پروسې برخلیک د ناڅرګندتیا په حال کې دی.