افغانستان

د لارنس تخنیکي پوهنتون: ډېر افغانان له خوراکي، روغتیایي او رواني ناامنۍ څخه رنځ وړي

انځور له آرشيف

د متحده ایالاتو د لارنس تخنیکي پوهنتون یوه نظرپوښتنه ښيي چې له هرو ۱۰ افغانانو څخه ٩ يې د خوراکي خوندیتوب نشتون، محدود روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسی، او د رواني فشارونو لوړه کچې په ګډون د ژوند د کیفیت له ټیټیدو سره مخ دي.

دغه نظرپوښتنه له ۸۰۰ افغانانو سره د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې ترسره شوې ده.

د دې نظرپوښتنې، چې د لارنس تخنیکي پوهنتون څخه جسي هانسون-ډی‌فاسکو او همکارانو لخوا خپره شوې ده، پایلې ښيي چې شاوخوا درېیمه برخه خلک له خوراکي خوندیتوب څخه بې‌برخې دي، او په هرو ۱۰ کسانو کې تر اووه څخه زیات خلک روغتیایي خدماتو ته محدود لاسرسی  لري.

په دې څېړنه کې، څېړونکو د ۲۰۲۳ کال په ترڅ کې د ۸۷۳ کسانو له ځوابونو څخه ډیجیټلي معلومات راټول کړي دي، چې عمرونه یې د ۱۸ څخه تر ۶۵ کلونو پورې وو او په افغانستان کې یې ژوند کاوه.

نظرپوښتنې تفصيل: 

د نظرپوښتنې له مخې ۹۴.۲ سلنه ځواب ویونکي نارینه وو، چې ډېرو یې د ۱۸ څخه تر ۲۹ کلونو پورې عمر درلود. او ۸۸.۳۸ سلنه ګډونوالو د خوراکي خوندیتوب نشتون راپور ورکړی دی.

• ۸۸.۷۸ سلنه خلکو روغتیایي خدماتو ته محدود یا هېڅ لاسرسی نه درلود.

• ۸۳.۵۹ سلنه خلکو د کورنۍ او ملګرو سره محدود اړیکې لرلې.

• ۸۴.۸۲ سلنه خلکو د تاوتریخوالي ګواښونه تجربه کړي دي.

• ۷۱.۹۷ سلنه خلکو د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د خپل کورنۍ لږترلږه یو یا څو غړي له لاسه ورکړي (یا وژل شوي یا بې‌ځایه شوي).

همدارنګه، په دې نظرپوښتنه کې د منځنۍ لوړې کچې رواني-ټولنيز فشارونه راپور شوي، چې په کې د بې‌خوبۍ، اضطراب او غصې لوړه کچه ښودل شوې ده.

ګډونوالو په خپلو نظرونو کې د بشري مرستو نشتون، د بیان آزادۍ او ښځو حقونو نشتون، د خوارځواکۍ سره مبارزه، د بې‌کارۍ لوړه کچه او د دندو له لاسه ورکول د خپلو لویو ستونزو په توګه یاد کړي دي.