افغانستان

آصف درانی: ۶۰ سلنه افغانان د طالبانو ملاتړ نه کوي

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی آصف درانی وايي، تر ۶۰ سلنه ډېر افغانان د طالبانو ملاتړ نه کوي.

نوموړي په اسلام آباد کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې طالبان همداراز داخلي مشروعیت نه لري او باید د ښېښوله کورونو ډبرې ونه غورځوي.

ښاغلي دراني خبرداری ورکړ چې که له ټي ټي پي سره د طالبانو اړیکې دوام ولري، اسلام آباد به له افغانستان سره د سوداګرۍ د بندولو په ګډون له نورو لارو کار واخلي.

هغه وویل طالبان باید د ټي ټي پي د ملاتړ په بدل کې د پاکستان دښمني ومني او قیمت یې ادا کړي.

هغه زیاته کړه، «دوی باید هېر نه کړي چې تر اوسه یې د افغانستان د مشروع واکمن په توګه په هېواد کې دننه هم خپل مشروعیت نه دی ترلاسه کړی. په افغانستان کې شپېته سلنه خلک د طالبانو ملاتړ نه کوي. نو په همدې بنسټ فکر کوم چې دوی چې د ښېښې په کورونو کې ناست دي، نو بايد ډبرې ونه غورځوي. د دوی لپاره خورا مهم دی. او بیا پاکستان د دوی تر څنګ ولاړ دی.»

ټي ټي پي په پاکستان کې د ناامنۍ یو له اصلي عاملينو څخه ګڼل کیږي. اسلام آباد په دې باور دى چې دغه ډله د افغان طالبانو تر سیوري لاندې پر پاکستان بریدونه پلانوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی وايي، د افغانستان د پکتیکا ولایت پر ځینو برخو د پاکستان د پوځ هوايي برید طالبانو ته یوازې یو خبرداری و او دا چې له ټي ټي پي سره د دوی د اړیکو دوام به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د بندولو په څېر نورو لارو چارو ته لاره هواره کړي. د هغه په وينا طالبان له پاکستان پرته دوام نه شي کولاى.

ښاغلي دراني وویل، «دا یو خبرداری دی. دا پدې مانا ده چې تاسو نشئ کولی هم خدای ولرٸ او هم خرما. دوی باید پوه شي چې دوی لاهم په نړۍ کې منزوي دي. که دوی فکر کوي چې له څلوېښتو څخه زیات هېوادونه ورسره اړیکې لري، زه فکر کوم چې دوی تېروتي دي، هېڅوک یې هم په رسمیت نه پېژني.»

خو آیا د طالبانو په اړه د اسلام آباد پالیسي په اساسي ډول بدله شوې ده؟

ایاز محمد خان په رومانیا کې د پاکستان پخوانی سفیر وايي: «زه فکر نه کوم چې دا د پاکستان په بهرنۍ پالیسۍ کې بنسټیز بدلون دی. پاکستان یوازې غوښتل چې طالبانو ته وښيي چې که وضعیت کوم پړاو ته ورسېږي، نه یوازې د پاکستان د ادارې لپاره، بلکې د حکومت او خلکو لپاره به د زغم وړ نه وي. نو دا د طالبانو حکومت ته یو څرګند پیغام و چې که اړتیا وي، پاکستان په افغانستان کې دننه پوځي بریدونه کولای شي.»

پاکستان د طالبانو تر ټولو نږدې او ستراتیژیک متحد دى. لکه څنګه چې پخوانی ځانګړی استازی وايي، طالبان له لسیزو راهیسې د پاکستان ملاتړى و؛ خو اوس د طالبانو او اسلام آباد تر منځ اړیکې په افغانستان کې د ټي ټي پي د حضور او فعالیتونو او پر پاکستان د بریدونو له امله په ښکاره ډول ترينګلې دي.
خو طالبان په افغانستان کې د ټي ټي پي فعالیت ردوي او وايي چې داعش خراسان په پاکستان کې پټنځایونه او روزنیز مرکزونه لري او له هغه ځایه پر افغانستان بریدونه پلانوي.