د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په دغه هېواد کې د اقلیم بحران بشري ننګونې لاپسې زیاتې کړي دي.
اوچا وايي چې د اقلیم پورې اړونده زیانونو ته د رسېدو لپاره چې ډېرې زیان منونکي کورنۍ اغېزمنوي، یوازې بشردوستانه عمل کافي ندي.
د اوچا راپور وايي، افغانستان لا هم د طبیعي پېښو، د اقلیم د بدلون او جیو پولیټیکل کړکېچونو له امله «ډېر زیانمنونکی» دی.
د دغه راپور په یوه برخه کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه تر اوسه پورې له افغانستان سره د ۶،۷ میلیارده ډالرو په ارزښت بشري مرستو په مهمو برخو کې لکه خوراکي خوندیتوب، روغتیا ساتنې، ښوونې او روزنې، ساتنې، روغتیا او سرپناه کې مثبتې اغېزې کړې او د بشري وضعيت د ښه والي لامل شوي دي.
اوچا وايي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې به په افغانستان کې ۲۹.۲ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري. خو اوس وضعیت ښه شوی او په دغه احصایه کې کموالی راغلی دی.
د اوچا د راپور پر بنسټ، بشري مرستو د رنځ په کمولو او د «لویې پیمانې ناورین» په مخنیوي کې مهم رول لوبولی دی. د ياد سازمان په وینا، د هغو خلکو شمېر چې د خوړو ناخوندیتوب بېړني حالت سره مخ وو د پام وړ کم شو دى.
خو اوچا د روان هجري لمریز کال د مرغومي په ۱۷مه په خپل مياشتني راپور کې ویلي چې په راتلونکي کال کې به هم ۲۲.۹ میلیونه وګړي (د افغانستان له نیمايي زیات نفوس جوړوي) بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل مخکني راپور کې ویلي، چې سږ کال ۱۴.۸ میلیونه وګړي، چې د هېواد د نفوسو نږدې یو پر درېیمه برخه جوړوي، خوراکي او کرنیزو مرستو ته اړتیا لري.
د دغه سازمان په وینا، د اوبو، روغتیايي او درمليزو خدمتونو د کمښت ترڅنګ د خوراکي توکو شدیده ناامني په هېواد کې د خوارځواکۍ د کچې د لوړېدو لامل شوې ده.