د ناقانونه کډوالۍ د لارې د داستانونو په دوام؛ د ناقانونه کډوالۍ له قربانیانو يوه يې د انساني قاچاق د شبکو په پنډغالو کې د ستونزو په اړه خبرې کوي.
دغه قرباني چې له آمو سره یې د ستارې په مستعار نوم خبرې کړي، په دې لاره یې د لوږې شپې ورځې تېرې کړي. او د ناقانونه کډوالۍ د لارې په اوږدو کې اړه شوې چې په ساعتونو په اوږدې او غرنۍ لارې پلی مزل وکړي.
نوموړې په دې راپور کې د لارې نورې سختۍ هم بیان کړي او له نورو یې غوښتي چې د ناقانونه کډوالۍ لارې ته زړه ښه نه کړي.
دغه قرباني چې د امنیتي دلایلو له امله د ستارې په مستعار نوم له آمو سره خبرې کړي د ایران په لور له خپل مېړه او د کورنۍ له نورو غړو سره د ناقانونه کډوالۍ لاره خپله کړه.
ستاره او کورنۍ یې لومړی نیمروز ته ولاړل. او وايي، دوه ورځې یې د انساني قاچاق د شبکو په یوه پنډغالي کې په سختۍ تېرې کړې.
هغه وايي«دوه ورځې په نيمروز ولايت کې پاتې شو، نه ډوډۍ وه، نه اوبه. نه د اوسېدو ځای. هلته هېڅ اسانتیاوې نه وې، بیا موږ د پاکستان پر لور حرکت وکړ.»
له نیمروز وروسته ستارې او کورنۍ ته یې راتلونکی منزل پاکستان وښودل شو. ستاره ټینګار کوي چې د هر ساعت په تیریدو سره د لارې ستونزې خورا ګرانې او پیچلې کېدې.
هغې آمو سره په خبرو کې وويل:«پاکستان ته په لاره کې موږ ډېرې ستونزې ولیدې، په یوه موټر کې یې ۱۵ تنه ځای په ځای کول، وضعیت ډېر خراب وو، حالات سخت او هوا دومره ګرمه وه، چې زما وېښتان او د سر پوستکی مې بیخي شړېدو.»
د ستارې په وینا، د لارې یوه برخه له غرنیو سیمو تیریدل وو؛ چې باید په ساعتونو مو پلی مزل کړی وو. له لوړې د ښوویېدو او ځمکې ته د راغورځېدو له خطر سره.
ستاره زياتوي:«په پاکستان کې ډېر خلک وو، تاسو به فکر کاوه چې ټول افغانستان ایران ته ځي، خلک په سختو او ناخوالو کې ژوند کوي. په دې سیمه کې دومره ډېر وو، خلکو خپل ټول سامانونه وغورځول ځکه ورسره نه شول تللی. له ځانه سره یې یوازې یو جوړ کالي او بکس وړلو. په هغه لاره چې پلي تللو، جګه او غرنۍ وه، حتی پښې مو ښووېدې، حتی تر دې چې که یو کس به لوېدلو، ژوندی نه پاتې کېده.»
ستاره وايي، لوږې او تندې د لارې پېچلتيا او ستونزې نورې هم زياتې کړې وې، خو هغه څه چې ورته ټکان ورکوونکي وو، د انساني قاچاق د شبکو په پنډغالو کې اوسېدل وو، چې په وينا یې هلته کډوالو هېڅ د اړتیا وړ خدماتو ته لاسرسى نه درلود.
هغه وايي«موږ له ۱۲ ساعتونو ډیر مزل وکړ او حتی پښې مو تڼاکې شوې، چې زموږ لپاره یې تګ ستونزمن کړی وو، لږ تر لږه زما لپاره، اوبه نه وې، خواړه نه وو، که پیدا کېده هم وچه ډوډۍ به وه چې د خوړلو نه وه. موږ په ډیره سخته او جنجالي توګه تر پنډغالي ورسېدو، کومو پنډغالو ته چې موږ تللو، اصلاً هلته انسانانو ژوند نه کاوه، خو موږ یې وړلو، څو کسان په قاچاقبرانو بدل کړي، او موږ یې لاس په لاس کولو، تر هغه چې منزل ته ورسېدو.»
ستاره ټینګار کوي چې که څه هم دوی په لسګونو ننګونې او ستونزې تجربه کړې، تر هغې چې ایران ته ورسیږي او ښایي د ښو اسانتیاوو سره یو ښه ژوند ورته په تمه وي؛ خو په ایران کې د ناقانونه کډوالو لپاره هم ستونزې کمې نه دي، د کار له ناوړه وضعیت نیولې د اوسیدو د ځای له ننګونو پورې.
د هغې په وينا «په کار او دنده کې یې اصلاً افغانان نه نیول، دوی ویل چې موږ ته اجازه نشته افغانان ونیسو، وضعیت ډیر خراب وو. کور مو نه درلود، د اوسېدو ځای نه وو، حتی شپې مو په سړکونو تیرې کړي ځکه موږ د اوسیدو ځای نه درلود.»
بلاخره د دې له امله چې د ستارې مېړه د ایراني پولیسو لخوا په زوره را ایستل کیږي؛ ستاره هم اړه کیږي چې بېرته افغانستان ته ستنه شي.
نوموړې د ناقانونه کډوالۍ لاره یوه “سخته او ناخوښه” لاره بولي او له نورو تمه لري چې دا لاره غوره نه کړي.
ستاره وايي: «زما پیغام هغو کسانو ته چې غواړي له افغانستانه په ناقانونه توګه ووځي، هېڅکله هم ورته تجربه مه کوئ، مه تجربه کوئ، د لارې شرایط ډېر سخت دي، حتی تر دې حده چې پوله ساتي خلک وژني. قاچاقبران ورته وايي، تېز لاړ شئ چې دوی نه وژغورل شي، هغوی هم مستقیم ډزې کوي او له منځه یې وړي.»
له کلونو راهیسې د ناقانونه کډوالۍ د قربانیانو په وینا، «اقتصادي بېوزلۍ، بېکارۍ، او سیاسي بدلونونو» یو شمېر افغانان د ښه ژوند او یوې ډوډۍ په لټه کې د ناقانونه کډوالۍ په لارو سربداله کړي. خو په دې لاره ګواښونو او ننګونو په زرګونو داستانونه جوړ کړي، چې هر یو یې خپل “دردونه او مجبورۍ” لري.