د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام وايي چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به په افغانستان کې له هرو دوو کسانو څخه یو به په ښار کې ژوند کوي.
په ورته وخت کې دغه سازمان پر اېکس لیکلي، چې د افغانستان ښارونه د ښاریانو د دغه شمېر د منلو ظرفيت نه لري.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنځي پروګرام وايي:«د ژوند خوندي او ښه چاپیریال ته په لومړیتوب ورکولو سره، موږ کولای شو ښارونه جوړ کړو ترڅو هرڅوک ښه ژوند وکړي.»
په ورته وخت کې، بې وزلي او لوږه د داخلي بې ځایه کېدو او د ښار مرکزونو ته د ښاریانو د تګ له اصلي عواملو څخه شمیرل کیږي.
طبیعي پېښې، جګړې او د کافي روغتیايي اسانتیاوو نشتوالی هغه نور لاملونه دي چې خلک یې ښاري کېدو ته اړ کړي دي.
که څه هم د هېواد یو شمېر اوسېدونکي په ښارونو کې د ژوند د ستونزو خبره کوي؛ خو دوی وايي چې په سخت کار سره کولای شي د خپلو ماشومانو او کورنیو لپاره لږ تر لږه یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.
بل خوا د هېواد یو شمېر ښاریان د ښارونو په ځانګړي ډول په پلازمېنه ښار کې له ګڼې ګوڼې او د لارو له بندېدو شکایت کوي.