افغانستان

د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو دوکاله؛ هغه هيلې چې خاموشه شوې دي

یکی از دانش‌آموزان صنف شششم

د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د زده کړو پر حق بندیز نن دوه کلن شو. د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د ليندۍ په ۲۹مه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ چې ښځې او نجونې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې تر بل خبرتیا پورې خپلو زده کړو ته دوام نه شي ورکولی. د طالبانو په حکم کې ویل شوي چې د کابینې د پرېکړې له مخې د نجونو د زده کړو دوام «تر بلې خبرتیا پورې» وځنډول شو.

د دې ورځې په دويمه ورځ چې تر ډېره د محصلينو ترمنځ د تورې ورځې په نوم يادېږي، يو شمېر ښځينه زده کړيالانې ټينګار کوي چې لا هم هيله لري چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي؛ که څه هم دا دوه کاله د دوی لپاره ستونزمن وو.

مهسا یوه له هغو نجونو ده چې له زده کړو پاتې شوې وايي، په راتلونکي کې یې د مدافع وکیل د جوړېدو خوب لیدلی، خو د طالبانو له لوري د زده کړو د منع کولو له امله اوس د خپل کور په څلورو دېوالونو کې له ناڅرګند راتلونکي سره ژوند کوي. د طالبانو پر سختو تګلارو نیوکه کوي، مهسا ټینګار کوي چې دې بندیزونو ته غاړه نه ږدي.

هغه وايي: «طالبان غواړي چې واده وکړم، ماشوم وزېږوم، پخلی وکړم او خياطي. خو طالبان نه پوهېږي چې په دې کار سره د ټولنې نیمه برخه له ښځو جوړه ده، زموږ هیله دا ده چې ښځې خپلو موخو ته ورسېږي او زده کړې وکړي.»

په ورته وخت کې د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هيدربار د نجونو پر مخ د تحصيلي بنسټونو د تړلو د بهیر دوام په افغانستان کې له بشري حقونو څخه جدي سرغړونه وبلله او په دې برخه کې یې د نړیوالې ټولنې د جدي پاملرنې پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغې آمو ته وویل: « واقعا چې اوس وخت رارسېدلى چې نړيواله ټولنه دا وضعیت ډیر جدي ونیسي. آندېښنه او ناخوښي څرګندول مهم دي، خو تقریبا کافي ندي. موږ باید په نړیواله جنايي محکمه کې د طالب مشرانو د محاکمې شاهدان واوسو. موږ باید وګورو چې اسټرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ د هغې قضیې په اړه مخ په وړاندې ځي چې دوی ژمنه کړې چې د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون څخه طالبان د سرغړونې په اړه د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي. او موږ باید وګورو چې حکومتونه د افغان ښځو د حقونو مدافعینو ته غوږ نیسي کله چې دوى د دوحې د فورم په څېر غونډو کې له ښځو څخه د خبرو اترو میز ته د حاضریدو غوښتنه کوي، او کله چې دوی د جرم په توګه د نړیوالو قوانینو له مخې د جنسیتي تبعيض د رسميت پېژندلو غوښتنه کوي.»

یو شمېر ښځینه زده کړيالانې هم خبرداری ورکوي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي ښايي له هېواده وتلو ته اړ شي. دغو نجونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو پر وړاندې دې چوپه خوله نه پاتې کېږي او د افغان نجونو د بشري حقونو او تعلیمي وضعیت پر وړاندې دې عملي ګامونه پورته کړي.

زده کړياله سویتا وايي: «موږ په زرګونو هیلو سره درس او زده زده کړو ته تللو چې په ټولنه کې یو ګټور شخص شو، زده کړه وکړو، خو د اسلامي امارت (طالبانو) د حکومت له لوري د پوهنتونونو په تړلو سره زموږ ټولې هيلې او ارمانونه له منځه ولاړل. د اسلامي امارت (طالبانو) د حکومت لخوا ټول تعلیمي بنسټونه وتړل شول.»

د طالبانو دې پرېکړې د زرګونو نجونو د ښې راتلونکې د جوړولو خوبونه له منځه وړي دي. له پوهنتون څخه بې برخې شويو ډېرو نجونو ویلي چې دوی د رواني روغتیا ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.