افغانستان

سرچینه: عبدالغني برادر د بهرنیو بنسټونو د برخلیک په اړه د خبرو لپاره کندهار ته تللی دی

د طالبانو د رئس الوزراء اقتصادي مرستیال، عبدالغني برادر

یوې باخبرې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې د طالبانو د رئیس الوزراء اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر کندهار ته تللی څو د طالبانو له مشر سره په هېواد کې د بهرنیو بنسټونو د برخلیک په اړه خبرې وکړي.

تر دې مخکې یوې بلې سرچینې آمو ته ویلي و چې د طالبانو مشر په کندهار کې د خپلې کابینې په وروستۍ غونډه کې هڅه کړې چې په افغانستان کې د نړیوالو سازمانونو فعالیتونه محدود او یا بند کړي.

د سرچينې په وينا، دغه بحثونه تر اوسه کومې پايلې ته نه دي رسېدلي.

په کندهار کې د طالبانو د کابینې وروستۍ غونډه چې مشري یې هبت الله اخندزاده کوله، د روان هجري لمریز کال د ليندۍ میاشتې په دویمه اونۍ کې جوړه شوې وه، چې طالبانو په دې غونډه کې په دې ټينګار کړى چې بايد د دغو بنسټونو دفترونو او بودیجې ته بشپړ لاسرسی ولري.

طالبانو تر دې وړاندې هم په هېواد کې د مرستندويه موسسو پر ځينو فعاليتونو بنديزونه لګولي و. ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په تېره یوه میاشت کې د مرستو په بهیر کې د طالبانو د لاسوهنو ۵۶ سلنه پېښې زیاتې شوې دي.

طالبانو همداراز د ملګرو ملتونو په ګډون په بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی، چې دې کار یې د هېواد بېلابېلو برخو ته د مرستو رسولو او همدارنګه د هغو کورنیو اقتصاد ته سخت زیان رسولی، چې ښځې یې سرپرستي کوي.

یو شمېر اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا ډول پرېکړه به په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې وروستۍ کړکۍ وتړي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي: «که موږ دا ډول کار وکړو، پر هغو بهرنیو بنسټونو به فشار راوړو چې په افغانستان کې فعالیت کوي، ګواښونه او بندیزونه به پرې ولګوو او یا داسې وړاندیز وکړو چې د حکومت له لارې دې حرکت وکړي چې دا بنسټونه يې عموما نه کوي ، په حقیقت کې موږ دا کوچني پانګې (بهرنۍ پانګه اچونه)بندوو ، او دا بندول وړې نیمګړتیاوې به په حقیقت کې د بهرنۍ پانګونې راتګ، چې په افغانستان کې خورا کمه ده، صفر ته راټیټه کړي او موږ به له یوې بلې لویې ستونزې سره مخ شو.»

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي په هېواد کې د بېکارۍ او اقتصادي بېوزلۍ د کچې د لوړېدو ته په پام سره وايي، چې په افغانستان کې د بهرنیو بنسټونو د دروازې تړل به د خلکو دسترخوانونو د خالي کېدو لامل شي.

د فراه ولايت يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې په دې راپور کې واخيستل شي وويل: «دلته وچه ډوډۍ ده، چې خلک يې ورکوي، همغه وچه ډوډۍ لرو، که څه پيدا نه کړو، له اوبو سره يې خورو. دا یوازې زه نه یم، د ډیری خلکو وضعیت همداسې دی.»

د طالبانو له سختو بندیزونو سره سره اوس مهال بهرنۍ موسسې په افغانستان کې له سوداګرۍ څخه تر روغتیا او له صنعت څخه تر کرنې پورې په ډېرو برخو کې فعالیت کوي. له یوې خوا د خدمتونو د وړاندې کولو او له بلې خوا د هېواد په سلګونو هېوادوالو ته په دغو ادارو کې د کار کولو زمینه برابره شوې ده. خلک لا هم؛ د طالبانو دغې احتمالي پریکړې په اړه اندېښمن دي.

له دې ټولو سره سره مخکې سرچینو ویلي و، چې د طالبانو په اقتصاد وزارت کې تر ۵۲۵ زیاتې بهرنۍ ادارې په رسمي ډول ثبت دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې یوازې په تېره یوه میاشت کې یې په افغانستان کې د مرستو په چارو کې د لاسوهنې ۱۴ پېښې لیدلي چې ۹۹ سلنه یې د طالبانو له خوا وې. طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.