افغانستان

مېلر: امریکا د خپلو ګټو د پرمخ بیولو لپاره له طالبانو سره په تعامل کې ده

متیو مېلر د امریکا د بهرنیو چارو وزرات وياند

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر د سه شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې له ترهګرو ډلو سره د امریکا د تعامل په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، طالبان په ښکاره ډول «ترهګر» وبلل او ټینګار یې وکړ چې امریکا له طالبانو سره د خپلو ګټو لپاره تعامل کوي.

ښاغلي مېلر په دې خبري غونډه کې وویل چې واشنګټن چمتو دی چې د طالبانو په ګډون له ځینو ترهګرو ډلو سره په هغو مواردو کې چې د امریکا د ملي ګټو په پام کې نیولو سره تړاو لري، تعامل وکړي.

هغه وویل:«هو، موږ د دې وړتیا لرو. زه د القاعدې سره د کوم تعامل څخه خبر نه یم، خو کله چې زمونږ په ګټه وي د ځانګړو ترهګرو ډلو سره د تعامل وړتیا شته. موږ له طالبانو سره د متحده ایالاتو د ملي ګټو د پرمخ بیولو لپاره او له التحریر الشام سره د خپلو ملي ګټو د پرمخ بیولو لپاره تعامل کوو. په دې کې د امریکايي خبریال آسټین ټیس د موندلو او بېرته ستنولو هڅې هم شاملې دي.»

د باخبرو سرچینو د راپور له مخې چې مخکې آمو ته وړاندې شوی و، له طالبانو سره د بایډن د ادارې د خبرو اصلي برخه د هغو درېیو امریکايي اتباعو د خوشې کولو په هڅو پورې تړاو لري چې لا هم د طالبانو په بند کې دي.

د دغو بندیانو نومونه په لاندې ډول دي:

محمود شاه حبیبي: افغان الاصله امریکايي تبعه او د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې پخوانی مشر.

جورج ګلزمن: امریکایي وګړى.

راین کوربټ: امریکایی تبعه د افغانستان د خصوصي سکتور د پراختیا په برخه کې د کار کولو مخينه لري.

دغو سرچینو ټینګار کړی دی چې دغه درې تنه بندیان لا هم د طالبانو په بند کې دی او د هغوی ازادول له دغې ډلې سره د واشنګټن د خبرو اترو له لومړیتوبونو څخه دی.

په همدې حال کې د بشري حقونو یو شمېر فعالانو په تېره بیا د ښځو د حقونو مدافعینو له واشنګټنه غوښتي چې له طالبانو سره په تعامل کې دې په افغانستان کې د بشري حقونو مسلې ته جدي پاملرنه وکړي. دوی په دې باور دي چې د بشري حقونو نړیوال اصول باید د سیاسي جوړجاړي قرباني نه شي.

دا پرمختګونه په داسې حال کې کیږي چې د جوبایډن د ولسمشرۍ دوره پای ته رسېدو ته له یوې میاشتې څخه کمه موده پاتې ده. ډونلډ ټرمپ چې د طالبانو پر وړاندې یې سخته پالیسي غوره کړې، بېرته سپینې ماڼۍ ته ستنېږي. ټرمپ په خپله ټاکنیزه مناظره کې له طالبانو سره د دوحې هوکړه باطله وبلله او ټینګار یې وکړ چې دغه تړون نور د اعتبار وړ نه دی.

طالبان لا هم ټینګار کوي چې له امریکا سره د دوی د اړیکو اساس د دوحې تړون دی. په په همدې حال کې، واک ته د ټرمپ په راستنیدو سره، د دې هوکړې برخلیک او د دواړو خواوو راتلونکی تعامل ناڅرګند ښکاري.