افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: طالبان باید ژر تر ژره جنسيتي ځورونه پای ته ورسوي

دمعترضو مېرمنو انځور

د بښنې نړیوال سازمان په هېواد کې په روغتيايي انسټيټيوټونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو د طالبانو د وروستي بندیز په تړاو ویلي چې طالبان باید ژر تر ژره جنسيتي ځورونې پای ته ورسوي.

دې سازمان پر اېکس لیکلي چې په افغانستان کې په روغتيايي موسسو کې د نجونو او ښځو زده کړه د دوی لپاره په هېواد کې د زده کړو د ترلاسه کولو وروستۍ پاتې لاره وه چې د طالبانو له خوا پرې دا هم بنده شوه.

د نجونو او ښځو لپاره د وروستي تعلیمي فرصت له مینځه وړل

باخبره سرچینو له آمو سره په خبرو کې مخکې تایید کړې وه چې د طالبانو مشر د يوه نوي فرمان له مخې ټول روغتيايي او ثانوي انستیتیوتونه د نجونو پر مخ وتړل.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، د طالبانو د عامې روغتيا وزير نور جلال جلالي په کابل کې د روغتيايي بنسټونو له مسوولينو سره په کتنه کې اعلان وکړ، چې له دې وروسته به په يادو ښوونيزو موسسو کې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته ډېرو يې په روغتيايي موسسو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکاوه. له دې نوي فرمان سره له افغان نجونو څخه په طبي انسټيټيوټونو کې د زده کړو د دوام وروستی چانس هم واخيستل شو.

له درېيو کلونو راهیسې، طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي ته له تلو منع کړي دي. په همدې حال کې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو له سخت کمښت سره مخ دی.

غبرګونونه

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د کاناډا ځانګړي استازي ډیویډ سپرول روانه میاشت د هسپانیا په مادرید کې د افغان ښځو په اړه په یوه لویه غونډه کې وویل چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د مقابلې لپاره له نړیوالو قانوني لارو-چارو کار واخلي.

هغه وویل: «هغه څه چې د طالبانو مشرتابه ته واقعیا مهم دي د افغان ولس او په ځانګړې توګه د دې هېواد د ښځو سوکالي نه ده. بلکې د دوی شخصي ګټې دي.»

له بلې خوا روغتيايي اسانتياوو ته نه لاسرسى يوه له هغو ستونزو څخه ده، چې د هېواد کليوالې ښځې له پخوا راهيسې ورسره مخ دي.

هغه ښځې چې د ښار په لرې پرتو سیمو او کلیو کې ژوند کوي متخصص ډاکټرانو او روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نه لري او دا مسله تل د ښځو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې ده.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو د طالبانو د دې پرېکړې د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې دغه حکم به د هېواد د روغتیايي سیستم راتلونکې له خطر سره مخامخ کړي.