څلورو روسي چارواکو چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د بشارالاسد په مشرۍ د حکومت له نسکورېدو وروسته روسيه د سوریې له شمالي سیمو او د علوي غرونو له لومړۍ کرښې خپل پوځ وباسي.
دغه روسي چارواکي وايي، خو روسیه په لاذقیه کې د حمیمیم هوايي اډه او په دغه هېواد کې د طرطوس سمندري مرکز دوه مهمې اډې، نه پرېږدي.
د سوریې له حکومتونو سره د مسکو نږدې اتحاد د بشارالاسد د پلار حافظ اسد په مشرۍ پیل شو. خو اوس د دغه خبري آژانس په حواله له دمشق څخه د بشار الاسد له تېښتې وروسته دغه اتحاد تر پوښتنې لاندې راغلی دی.
ياد خبري اژانس وویل: «د جمعې څخه د سپوږمکۍ عکسونه لږترلږه دوه انتونوف اى اېن-١٢۴ ښیي چې د نړۍ ترټولو لوی بار وړونکې الوتکې دي چې په حمیمیم اډه کې ظاهرا د بارولو لپاره چمتو دي.»
د سوریې یوه امنیتي چارواکي چې له تاسیساتو بهر مېشت دي رویټرز ته ویلي چې لږترلږه یوه بار وړنکې الوتکې د شنبې په ورځ لیبیا ته الوتنه کړې ده.
د سوریې پوځي او امنیتي سرچینو د روسیې او رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې مسکو له لومړۍ کرښې خپل ځواکونه وباسي او یو شمېر درانه تجهیزات او لوړپوړي سوري افسران هم وباسي.
دې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي چې د وضعیت د حساسیت له امله روسیه خپلې دوه مهمې اډې نه پرېږدي او تر دې مهاله د دغه کار کوم نیت نه لري.
د سوریې د پوځ یوه جګپوړي افسر چې د روسیې له پوځ سره په اړيکه کې دی، دغه خبري آژانس ته ویلي دي: «ځینې تجهیزات به بېرته مسکو ته واستول شي او هغه کسان چې د بشارالاسد د پوځ ډیر لوړ رتبه افسران دي. خو پدې مرحله کې موخه دا ده چې بیا تنظیم او بیا ځای په ځای شي لکه څنګه چې په ځمکه کې د پرمختګونو لخوا ټاکل کیږي.»
په همدې حال کې نوي موقت حکومت ته نږدې د یاغیانو یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې په سوریه کې د روسیې د پوځي حضور او د بشارالاسد د حکومت او مسکو ترمنځ د تېرو هوکړو په اړه خبرې نه دي شوي.
دغه چارواکي ددې څرګندونو سره چې مسکو ارتباطي چینلونه جوړ کړي دي، وویل: «دا مسله په راتلونکو مذاکراتو پورې اړه لري او وروستۍ خبره به د سوریې خلک وکړي.»
نوموړي د جزئياتو له ورکولو پرته زياته کړه، چې زموږ ځواکونه اوس په لاذقيه کې د روسيې د اډو په ګاونډ کې دي.