سویلي آسیا

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې تر ۲۰ ډېر د رسنیو فعالان نیولي

په پاکستان کې د نومبر په میاشت کې د درې ورځنیو لاریونونو انځور

د پاکستان د څېړنو فدرالي ادارې (اېف آى اى) په ټول هېواد کې د ټولنیزو رسنیو شل تنه فعالان نېولي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د ټولنیزو رسنیو د دغو فعالانو د نیول کېدو لامل په دغه هېواد کې د وروستیو لاريونونو په ترڅ کې د تحریک انصاف ګوند د یو شمېر پلویانو د وژل کېدو په اړه د جنجالي موادو خپرول دي.

په ورته وخت کې دغو رسنیو ویلي چې د پاکستان حکومت له ۱۵۰ څخه د زیاتو ژورنالیستانو، بلاګرانو او د رسنیو کارکوونکو پر ضد د دغه هېواد «دولتي ادارو او په ځانګړې توګه د امنیتي بنسټونو پر ضد» د اعتراض کوونکو د ځپلو په اړه د مطالبو د خپرولو په تور يو لړ اقدامات پيل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تحریک انصاف ګوند ادعا کړې چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د دغه ګوند د مشر عمران خان د خلاصون په موخه د وروستیو لاريونونو په ترڅ کې د دې هېواد د امنیتي بنسټونو له خوا ۱۲ تنه پلویان وژل شوي دي. هغه ادعا چې د پاکستان حکومت رد کړې ده.

د لاریونونو په تړاو د «جعلي خبرونو» په اړه د شریف حکم

عکس از کابینه دولت پاکستان به رهبری شهباز شریف
د شهباز شریف تر مشرۍ لاندې کابینې انځور

دا نیونې وروسته له هغې کیږي چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د کابینې په یوه غونډه کې یو ګډ کاري ځواک ته امر وکړ چې د هغه کسان چې د لاريون کوونکو د مړینې په اړه يې «جعلي خبرونه» خپاره کړي وو تعقیب کړي.

د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو د څانګې یوه چارواکي د دغه هیواد ډان ورځپاڼې ته ویلي: «هرمیت سینګ چې یو سک خبريال دی هم په دغو تورنو کسانو کې شامل دی.»

دغه پاکستاني چارواکي زیاته کړه چې مشکوک کسان به د الکترونیکي جرمونو د مخنیوي قانون (پيکا) د ٩،١٠،١١ او ٢۴ برخو پر بنسټ محاکمه شي.

د پاکستان ادارې زیاته کړې چې هرمیت سینګ اعتراف کړی چې «د نومبر د ٢۴-٢٧ پېښو په اړه یې غلط معلومات خپاره کړي او د حکومتي ادارو په وړاندې یې تاوتریخوالي ته لمن وهلې».

دا په داسې حال کې ده، چې احمد نوراني، عمران ختانا، رضوان احمد خان، سلمان درانی، حسین رفیق، احمد مالک، ازهر طارق خان، اصف بشیر، سراج احمد، محمد ارشد، عبدالقادر او عروسا ندیم په ګډون یو شمېر نورو پاکستاني ژورنالستانو او بلاګرانو باندې هم ورته تورونه لګول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د دغه هېواد فدرالي څېړنيزې ادارې تر اوسه د تحريک انصاف د پلويانو د وژل کېدو له امله په سوشل ميډيا د حکومتي ادارو پرضد د خلکو د هڅولو په تور ۱۵۰ شکمن کسان نيولي دي چې پکې د دې ګوند تر ۲۰ زيات غړي شامل دي.