افغانستان

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي ماموريت: د طالبانو تګلارې له خلکو او د هېواد له راتلونکي سره « مستقیمه دښمني» ده

انځور له رویټرز

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ويلي، چې د طالبانو «غیر اسلامي او غیر انساني» تګلارې نه یوازې دا چې «اسلامي او بشري» حقونه تر پښو لاندې کوي؛ بلکې د خلکو او د هېواد له راتلونکي سره«مستقیمه دښمني» ده.

د هېواد دیپلوماتیک ماموریت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «دا ورځ د هغو ژورو او رژېدونو ټپونو یادونه ده چې د استبدادي رژیمونو او ډلو په ځانګړي ډول د طالبانو د تپل شویو جګړو او وحشیانه ظلمونو له امله د افغان ولس پر بدن لګېدلي دي.»

په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو تګلارې افغانستان د «بې وزلۍ، دایمي تکيې او بدبختۍ» لور ته بيايي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو کړنې او تګلارې په کلکه وغندي او د هېواد له اتباعو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره خپله ژمنه تازه کړي.

د هېواد دغه دیپلوماتیک استازولي همداراز د افغانستان له خلکو وغوښتل چې په یووالي او پیوستون سره د ښې او آزادې راتلونکې لپاره هلې ځلې وکړي.

په دغه خبرپاڼه کې خلکو ته په خطاب کې ویل شوي: « ستاسو غږ د بدلون هیله او د هغه ځواک نښه ده چې ستاسو په زړونو کې نغښتى دی.»

په هیواد کې د بشري حقونو وضعیت

په هېواد کې د طالبانو حاکمیت له بېرته راستنیدو وروسته، دوى هېوادوال، په ځانګړې توګه ښځې د ډیرو حقونو او آزادیو څخه بې برخې کړي دي.

پر زده کړو، مطالعې، کار کولو، عامه ځایونو ته پر تګ، پارکونو ته پر تګ، د سينګارتونونو ته تګ، له نا محرمو نارینه وو سره خبرو منع او له محرم پرته د سفر کولو منع له هغو بندیزونو څخه دي چې طالبانو د درېیو کلونو په موده کې پر ښځو او نجونو لګولي دي.

په ورته وخت کې او په دې وروستیو کې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده له ادرسه په هېواد کې د روغتيايي زده کړو موسسو ته یو حکم صادر کړ چې پر بنسټ یې په روغتيايي انسټيټيوټونو کې د ښځو او نجونو زده کړه منع کوي.

هغه په ​​دې کتنه کې چې د هېواد د طبي موسسو استازو ته په خطاب کې وويل چې له دې وروسته به د زده کړيالانو په توګه نجونې او ښځې نه جذبوي.

که څه هم د طالبانو دغه سیاستونه د اسلامي هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په ګډون له سختو داخلي او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي. خو دوی د ښځو او بشري حقونو په اړه په خپله پالیسي کې کوم بدلون نه دی راوستی او د نویو قوانینو او احکامو په تصویب سره د دې سیاستونو پر دوام ټینګار کوي.