په متحده ایالاتو کې د استیناف فدرالي محکمې د جمعې په ورځ (ليندۍ ١٦) د يوه حکم صادرولو له چینایي شرکت بايټ ډانس څخه چې د ټیک ټاک مور يادېږي وغوښتل چې د راتلونکي کال په پیل کې د دې غوښتنلیک ملکیت امریکایانو ته وسپاري؛ که نه نو، له خنډونو سره به مخ شي.
خو دا شرکت په پام کې لري چې د امریکا د سترې محکمې د دې پرېکړې په اړه اعتراض وکړي.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې د دې اپلیکیشن چینایي مالکیت د امریکایانو پراخو شخصي معلوماتو ته د لاسرسي له امله «ګواښ» ګڼل کیږي او چین کولای شي په پټه توګه د دې اپلیکیشن له لارې د امریکایانو په اړه معلومات لاس ته ولري.
د دغه خبري آژانس د خبر له مخې اوس مهال ۱۷۰ میلیونه امریکایان د ټیک ټاک اپلیکیشن کاروي.
خو په واشنګټن کې د چین سفارت دغه سزا «یو ښکاره سوداګریزه غلا» بللې او امریکا ته یې خبرداری ورکړی چې دغه قضیه دې په احتیاط سره وڅېړي، څو د دواړو هېوادونو متقابل باور ته زیان ونه رسیږي او د دوه اړخېزې اړیکې پراختیا زيانمنه نه کړي.
دا حکم په داسې حال کې صادرېږي، چې د نړۍ دوه لوی اقتصادونه وروسته له دې چې ولسمشر جو بایډن د چین د چپس صنعت باندې نوي محدودیتونه وضع کړل او بیجینګ متحده ایالاتو ته د ګالیم ، ژرمانيوم او انټيموان صادراتو باندې بشپړ بندیز ولګاوه.
د متحده ایالاتو لوی څارنوال مرک ګارلینډ دا پرېکړه « په ټیک ټاک کې د چين د حکومت د وسلو د مخنیوي لپاره یو مهم ګام وباله.»
د متحده ایالاتو د استیناف محکمې، د دې حکم لپاره د خپل ملاتړ په اړه توضیحات وړاندې کړل، او یادونه یې وکړه چې «دا حکم د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو ترمنځ د همکارۍ او همدارنګه د دواړو ولسمشرانو لخوا د چین د خلق جمهوریت لخوا د یو مشروع ملي امنیت ګواښ سره د مبارزې لپاره د پراخو هڅو یوه برخه ده.»