په اروپا او شمالي امریکا کې مېشت افغان خبریالان وايي، د آرزو ټلوېزيون تړل د ټولو دیني، اسلامي او بشري حقونو خلاف عمل دی او د هېواد د وګړو ټول بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.
دغو خبريالانو په يوه خبرپاڼه کې د طالبانو دغه عمل د افغانستان د ټولو انځوريزو رسنيو لپاره سور څراغ بللى او ويلي يې دي چې طالبان نور د انځوريزو رسنيو شتون نه شي زغملى.
په جلاوطنۍ، اروپا او شمالي امریکا کې د افغان خبریالانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «همدارنګه دغه کړنه هغو کسانو ته چې له هېواده بهر «لابيګري» کوي روښانه پيغام دى چې بايد له خپلو اقداماتو لاس په سر شي او پر ځای یې نړۍ ته د طالبانو اصلي څېره ور وپېژني، څو خلک د منځنیو پېړیو له ډلې خلاصى ومومي.»
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې افغان خبریالان په جلاوطنۍ، په اروپا او شمالي امریکا کې په افغانستان کې د رسنیو او د رسنیو د کارکوونکو د وضعیت په اړه اندېښمن دي.
دوی وايي: «موږ په دې باور یو چې طالبان له یوې خوا د جمهوري ریاست د دورې رسنۍ او نادولتي رسنۍ بندوي او له بلې خوا د داخلي رسنیو د رامنځته کولو په هڅه کې دي، چې خلک یې اطلاعاتو له لاسرسي څخه بې برخې کړي. هغه بنسټیز معلومات چې د ژوند لپاره اړین دي، دوی باید بې برخې کړي او د طالبانو رسنۍ او پروپاګند په دوی باندې تحمیل کړي.»
په جلاوطنۍ کې مېشتو افغان خبریالانو د ملګرو ملتونو په ګډون له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې له طالبانو سره خپلې اړیکې محدودې کړي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر وزارت له آمو سره په ټلېفوني اړیکه کې ویلي چې په کابل کې د آرزو ټلوېزيون د دفتر د تړلو لامل د غیر اسلامي خپرونو خپرول دي.
خو له رسنیو او خبریالانو څخه د ملاتړ یو شمېر بنسټونه له طالبانو غوښتي چې د بیان د ازادۍ تر پښو لاندې کولو او د خبریالانو له نیولو ډډه وکړي.
د بيان د آزادي کور، د افغانستان د خبریالانو مرکز او په جلاوطنۍ کې د خبریالانو د ملاتړ سازمان په کابل کې د آرزو ټلوېزيون د دفتر تړل غندلي او له طالبانو یې غوښتي چې د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي.
د هغوى په وینا، افغان خبریالان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت څخه وروسته له شاوخوا ۵۵۰ فعالو رسنیو څخه اوس ۳۰۰ څخه زیاتې رسنۍ له فعاليته غورځېدلې دي او ځینې یې د طالبانو او یا د هغوی د متحدینو له خوا د نویو رسنیو پر ځای بدلې شوې دي.