په اسلام آباد کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان سفارت، د افغان کډوالو په اړه د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر په ګډون د یو شمېر پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې اندېښنه څرګنده کړې ده.
د طالبانو تر ادارې لاندې دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «افغان کډوال په [پاکستان کې] په هیڅ ډول سیاسي فعالیتونو او جنایي پېښو کې برخه نه ده اخیستې او تل یې په سوله کې ژوند کړی او د دغه هیواد په اقتصاد کې یې ونډه اخیستې ده.»
په دې خبرپاڼه کې د پاکستان له حکومته غوښتل شوي چې له داسې څرګندونو ډډه وکړي چې د افغان کډوالو د ځورونې، د جبري بې ځایه کېدو او د دواړو لورو تر منځ د «بې باورۍ» د فضا د پراخېدو لامل ګرځي.
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت زیاته کړې چې په پاکستان کې په وروستیو لاریونونو کې د ګډون په ترڅ کې د دغه هېواد پر کډوالو تور لګول د دغو کډوالو پر وړاندې د بندیزونو د زیاتولو یوه پلمه ده.
د پاکستاني چارواکو څرګندونې
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له دې مخکې ادعا کړې وه چې په اسلام آباد کې په وروستیو لاريونونو کې یو شمېر افغان اتباع نیول شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د جمعې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل:« په سیاسي لاريونونو کې د بهرنیو اتباعو ګډون غیر قانوني دی او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت به ډېر ژر د دغو کسانو په اړه معلومات خپاره کړي. »
له بلې خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي مخکې ویلي وو چې د راتلونکي کال له پیله به هیڅ افغان وګړی ته د دې هېواد په پلازمېنه اسلام آباد کې له «نه اعتراض» یا «اېن او سي» اجازې پرته د اوسیدو اجازه ورنکړل شي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، ښاغلي نقوي دغه څرګندونې په «اېف اېټ» سیمه کې له یوې ساختماني پروژې څخه د لیدنې پر مهال وکړې او په اسلام آباد کې یې د بهرنیو اتباعو د استوګنې د تنظیم پر اړتیا ټینګار وکړ.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل: «د ډسمبر له ۳۱ وروسته، هر هغه افغان چې اېن او سي اجازه ليک ونه لري باید له اسلام آباده ووځي.»
په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په پاکستان کې یو شمېر افغان اتباع د پاکستان د حکومت له خوا د بندیزونو پر زیاتوالي نیوکې کوي.
یو شمېر یې وايي، چې له ټولو قانوني اسنادو سره سره بیا هم په پاکستان کې په آزاده توګه تګ راتګ نه شي کولای او دغو بندیزونو د دوی ورځني ژوند ته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د شمېرو پر بنسټ، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵ راهیسې له دغه هېواده لږ تر لږه ۷۸۰ زره بې اسناده افغان کډوال ایستل شوي دي.