د آمو د ساحوي څیړنې موندنې ښیي چې د انساني قاچاق شبکې د پیسو او «په بېلابېلو بڼو د نفوذي خلکو» په کارولو سره په ځینو «ګاونډیو هیوادونو کې د کډوالو په پنډغالو» کې خپل نفوذ خوندي او پیاوړی کوي.
د دوی له منځه ۶۳.۶ سلنه ګډونوالو ویلي چې د انساني قاچاق شبکې د ګاونډیو هېوادونو د کډوالۍ په ځینو پنډغالو کې ډېر نفوذ لري، په داسې حال کې چې ۳۰.۳ سلنه نورو ویلي دا نفوذ په ټیټه کچه دی.
دا څېړنه د هېواد په ۷ ولایتونو کې په ۳۳ هغو کسانو ترسره شوې چې په ګاونډیو هیوادونو کې د کډوالۍ په ځینو پنډغالو کې د اوسیدو تجربه لري.
د کډوالۍ پنډغالي، چې ډیری یې د غیرقانوني کډوالو کوربه دي، د غیرقانوني کډوالۍ د اداره کولو لپاره د هیوادونو د هڅو یوه برخه ده. په دې راپور کې مو د ګاونډیو هېوادونو د کډوالۍ ځینو پنډغالو ته چې غیرقانوني کډوال په کې ساتل کېږي، د انساني قاچاق شبکو د ننوتلو او شتون څرنګوالی څېړلی دی.
د آمو د ساحوي څیړنې د موندنو پر بنسټ، د انساني قاچاق شبکې د ګاونډیو هیوادونو د کډوالو په ځینو پنډغالو کې د«پیسو» او په بېلابېلو بڼو د ارتباطي او نفوذي خلکو په کارولو سره خپل نفوذ خوندي او پیاوړی کوي.
د مرکه کوونکو په وینا، نفوذي کسان ښایي په بېلابېلو بڼو وي، ښایي د یو ناقانونه کډوال، صفا کار یا په پنډغالي کې د کارګر په څېر وي.
په دغه څیړنه کې۴۸.۴ سلنه مرکه کوونکو ویلي چې د انساني قاچاق شبکې د پیسو په کارولو سره خپل نفوذ خوندي او پیاوړي کوي.
همدارنګه ۴۲.۴ سلنه مرکه کوونکو ویلي چې د انساني قاچاق شبکې په بېلابېلو بڼو د ارتباطي او نفوذي خلکو په کارولو سره خپل نفوذ خوندي او پیاوړي کوي.
په همدې حال کې ۹.۲ سلنو دې پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.
دا څېړنه په ۷ ولایتونو کې له ۳۳ کسانو سره شوې. ټولو ګډونوالو په ګاونډیو هیوادونو کې د کډوالۍ په ځینو پنډغالو کې د اوسیدو تجربه درلوده.
په دغه څېړنه کې ۶۳.۶ سلنه برخه اخیستونکو ویلي چې د ګاونډیو هیوادونو د کډوالۍ په ځینو پنډغالو کې د انساني قاچاق شبکو نفوذ «ډېر» دی.
د دغه څېړنې موندنې ښيي ۳۰.۳ سلنه مرکه کوونکو ویلي چې د ګاونډیو هیوادونو د کډوالۍ په ځینو پنډغالو کې د انساني قاچاق شبکو نفوذ «لږ» دی.
څېړنه ښيي چې ۶.۱ سلنه مرکه کونوکو ویلي چې د ګاونډیو هیوادونو د کډوالۍ په ځینو پنډغالو کې د انساني قاچاق شبکو نفوذ «په منځنۍ کچه کې» دی.
مرکه کوونکي ټینګار کوي چې د ګاونډیو هیوادونو د کډوالۍ په ځینو پنډغالو کې د انساني قاچاق په شبکو کې ښکیل کسان هڅه کوي، د ناقانونه کډوالو د ناوړه وضعیت څخه د یوې وسیلې په توګه کار واخلي او هغوی د غیرقانوني کډوالۍ لارې ته وهڅوي. دوی دروغجنې ژمنې ورکوي او همدارنګه له پنډغالو د ایستلو ژمنه هم ورکوي.
په همدې حال کې مرکه کووونکو ويلي د انساني قاچاق د شبکو نفوذي کسان هڅه کوي چې په پنډغالو کې د اړینو اسانتیاوو او سرچینو په نشتوالي کې د ناقانونه کډوالو له ستونزمن حالت ګټه واخلي.
د دوى په وينا د انساني قاچاق د شبکو نفوذي کسان غیر قانوني کډوال هڅوي چې د غیر قانوني کډوالۍ لارې ته دوام ورکړي.
دوى همداراز ويلي چې انساني قاچاق د شبکو نفوذي کسان دروغجنې ژمنې او وعدې ورکوي چې کولی شي له پنډغالو هم به ناقانونه کډوال وباسي.
مرکه کوونکي خبرداری ورکوي، دا درواغجنې ژمنې، غیرقانوني کډوال چې لارې ته دوام ورکوي، له جدي ګواښونو لکه د غلو او انسان تښتوونکو ډلو په جال کې لوېیدلو، یا د احتمالي نشه یي توکو او وسلو قاچاق ډلو لاس ته ورتللو، درنو اجباري کارونو او د راز د جنسي ځورونې له ګواښ سره مخ کوي.
د آمو ساحوي څیړنه؛ د ګاونډیو هیوادونو د کډوالو په ځینو پنډغالو کې د انساني قاچاق شبکو نفوذ:
مرکه کوونکي وايي: «د انساني قاچاق شبکو د نفوذي کسانو غولوونکې ژمنې ناقانونه کډوال له جدي ګواښونو سره لکه: د غلو او انسان تښتوونکو په جال کې لوېیدو، یا احتمالاً د نشه یي توکو او د وسلو قاچاق ډلو لاس ته ورتللو، اجباري درنو کارونو او جنسي ځورونې سره مخ کوي.»
د دغې څيړنې په دوام کې د ګاونډيو هيوادونو له پنډغالو د ناقانونه کډوالو تجربې هم را اخیستل شوي دي.
د امنیتي دلایلو له امله، مرکه کوونکو وغوښتل چې څېرې یې پټې پاتې شي او په متسعار نوم ورسره خبرې وشي.
قسیم وايي، کله چې پيسې نه وي، د ګاونډيو هېوادونو د کډوالۍ په ځينو کمپونو کې د ناقانونه کډوالو ستونزې څو چنده کېږي. نوموړی ټینګار کوي چې د انساني قاچاق شبکو نفوذ په هغه کچه کې دی چې کولی شي په خپلو الفاظو کې هغه کډوال چې دوی یې غواړي په خپل تعبیر او خبرو تېر باسي.
هغه وايي:«په پنډغالي کې یوازې پیسې ولرئ، ستونزه د پیسو ده، که تاسو پیسې لرئ، تاسو په کار کې بند یاست، یا تاسو په پنډغالي کې پرته له پیسو. ډوډۍ او هر څه ګران دي، یعنې که د یو چپس قیمت ۱۰ روپۍ وي، په ۵۰ یې درباندې پلوري، که پیسې ونه لرئ، وږي به پاتې شئ. قاچاقبران په سلو کې لس یا زیات نفوذ لري، دوی دومره نفوذ لري چې د خپلو مسافرو ستونزه حل کړي.»
صابر هم د ګاونډیو هیوادونو د کډوالۍ په ځینو پنډغالو کې د انساني قاچاق شبکو د نفوذ خبره کوي.
هغه وايي: «ډیر نفوذ لري، د بیلګې په توګه، که ستاسو کورنۍ یا خپلوان قاچاقبرانو سره اړیکه ونیسي، قاچاقبران زنګ وهي، خپل مشر ته زنګ وهي، بیا راځي، وباسي یې، هلته خبرې کوي، پیسې یې ورکوي، له لاس مو نیسي. له پنډغالي دې وباسي او پرېږدي مو.»
ځینې بیا ټینګار کوي چې د انساني قاچاق شبکې د غیرقانوني کډوالو له خوشې کولو وروسته هم اندیښمنو او سختو ځایونو ته خپل لاسرسی ساتي.
د ناقانونه کډوالۍ قرباني جلال وايي:«د ګاونډيو هېوادونو د کډوالۍ په پنډغالو کې د انساني قاچاق له شبکو څخه ډېر خطرونه شته، ځکه قاچاقبران دغو پنډغالو ته په اسانه لاس رسی لري. دوی کډوالو ته ګواښ کوي او حتی له پنډغالو د وتلو وروسته، دوی خپل لاسرسی ساتي او د خلکو د غولولو یا د کډوالو د شتمنیو غلا کولو ته لارې لټوي.»
جواد چې د ناقانونه کډوالۍ قرباني دى وايي: «کله ناکله د انساني قاچاق شبکو فعالیتونه د نشه يي توکو له قاچاق سره هم تړلي وي. حتی د انساني اعضاوو له قاچاق سره هم.»
هغه آمو ته وويل:«د دوی زياتره، کله چې خلک قاچاق کوي، نو اپین، پوډر، شیشه او تار هم قاچاق کوي، ځکه دوی قاچاق وړونکي دي. دوی د خلکو سږې وباسي، ګردې یې باسي او د بدن غړي یې قاچاقوي.»
مرتضی هم د هغه ستونزو کیسه کوي چې د یو ګاونډي هیواد د کډوالۍ په پنډغالي کې ورسره مخ شوی.
هغه وايي:«د افغانستان خلک په قاچاقي لارو ژوند کوي، قاچاقبران د افغانستان له خلکو ډوډۍ خوري، او کله چې د نیمروز پولې ته ځو، نو هغه قاچاقبران وینو چې شپه او ورځ په هوټلونو کې وي او ورځ تاو شپه د افغانستان خلک قاچاق کوي. او په پنډغالو کې خطر دی هغه کسان چې ایران ته ځي په پنډغالو کې پاتې کیږي، ډوډۍ او اوبه نه ور رسیږي، او یا لږه ډوډۍ ور رسیږي هغه هم وچه ډوډۍ په درېيو وختونو کې یو ځل.»
په ګاونډیو هیوادونو کې د کډوالو په یو شمیر پنډغالو کې د ستونزو کیسې یوازې په یو څو کیسو نه خلاصیږي، هر یو یې ډېرې ناویلې کیسې لري.
ذکي د غیرقانوني کډوالۍ قرباني وايي: «کله چې موږ کوم پنډغالي ته ننوځو، زموږ ټول سامان د ساتونکو لخوا ضبط کیږي، په پنډغالو کې چې موږ ساتل کیږو، کافي خواړه نشته او موږ د اوږدې مودې لپاره وږی او تږی پاتې کیږو. تشنابونه نشته. د کمپ جامې خورا ناپاکې دي، هر ډول حشرات یې دننه دي. په پنډغالو کې د سپکاوي، وهلو او هر ډول ناوړه چلند سره مخامخ کیږو.»
په تېرو درېيو کلونو کې په هېواد کې د اقتصادي او سياسي ننګونو له زياتېدو سره د افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه پاکستان او ايران د هېوادوالو د ناقانونه کډوالۍ شاهدان دي، خو په دې درېيو کلونو کې د هېوادوالو د څرګندونو پر بنسټ، اسلام آباد او تهران د کډوالو پر وړاندې د کډوالۍ پالیسي سخته کړې ده.
په ګاونډیو هېوادونو کې یو شمېر افغان کډوال اوس هم ټینګار کوي چې د ایران او پاکستان پولیس هره ورځ لسګونه ناقانونه او بې اسنادو کډوال نیسي، د کډوالۍ پنډغالو ته یې لېږدوي او له هغه ځایه یې د سختو ورځو له تېرولو وروسته په زور افغانستان ته استوي.