افغانستان

د سره صلیب نړیواله کمېټه: تر ۲۰۵۰ کال پورې به په افغانستان کې د هوا تودوخه نږدې دوه درجې لوړه شي

د سره صليب نړيوالې کمېټې په خپل يوه راپور کې د اقليمي بدلون د نړيوالو کارپوهانو په حواله ويلي، چې ښايي تر ۲۰۵۰ کال پورې په افغانستان کې د هوا د تودوخې منځنۍ کچه له ۱،۷ څخه تر ۱،۹ درجو پورې لوړه شي.

د سره صليب د راپور له مخې، د هوا د تودوخې د دې زياتوالي يو لامل په راتلونکي کې د هېواد د هندوکش او پامير په غرونو کې د طبيعي يخچالونو او واورو د پوښښ کمېدل دي، چې په راتلونکي کې به د خوږو اوبو د کمښت لامل شي.

د دغه راپور له مخې، افغانستان اوس د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په کتار کې دی، چې د اقلیم د بدلون له امله زیانمنونکي دي، چې د افغانستان پر چاپېریال، اقتصاد او نفوس یې ناوړه اغېز کړی دی.

د اقلیم د بدلون په وړاندې د هیواد د مقاومت ظرفیت د کمزوري کولو عوامل

د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، د لسيزو جګړو او تاوتريخوالي، پر بنسټيزو تاسيساتو کمې پانګونې او اقتصادي ننګونو د اقليمي بدلون له مخ په زياتېدونکو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د افغانستان ظرفيت کمزوری کړی دی.

خو د تطابق ستراتیژیو ته د بېړنۍ اړتیا سره سره، د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د چوکاټ کنوانسیون ته د اړخونو کنفرانس په څېر په مهمو نړیوالو غونډو کې د افغانستان ګډون محدود دی، چې د اقلیم نړیوالې بوديجې ته د لاسرسي مخه نیسي.

په ورته وخت کې دغه کمېټه زیاتوي چې د اقلیم د بدلون زیاتېدونکي اغېزې په افغانستان کې بشري ننګونې لاپسې زیاتې کړي دي.

له بلې خوا، دې کمېټې ویلي چې دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغېزو په کمولو او تطبیق کې مرسته وکړي او د اوبو د ښه مدیریت او دوامداره برېښنا رسولو او په هیواد کې د کرنې معیشت ساتنې له لارې د ټولنو ملاتړ وکړي.

په افغانستان کې د سره صلیب د ماموریت مشرې کترینا ریتز وویل، «موږ د محافظتي، مخنیوي او غبرګوني اقداماتو له لارې په افغانستان کې د چاپیریال او بشري ننګونو د له منځه وړلو کې مرسته کوو.»

د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، دغه سازمان د اقليمي بدلون له اغېزو سره د مبارزې په موخه په کندهار او هرات ولايتونو کې د اوبو رسولو لسګونه پروژې پلې کړې دي.

د اقلیم د بدلون سره د مبارزې لپاره نړیوالې هڅې

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اقلیم د بدلون په اړه دوه اونیزه کلنۍ غونډه وکړه چې د روان کال د ليندۍ په درېیمه پای ته ورسېده.

د دې غونډې په پای کې، ګډونوالو هوکړه وکړه چې د دغو بدلونونو له امله زیانمن شوي بې وزله هېوادونو سره د مرستې لپاره په کال کې ٣٠٠ ملیارد ډالر ځانګړي کړي.

په دغو نړیوالو غونډو او بودیجو کې د افغانستان ځاى او ونډه

که څه هم د افغانستان لپاره ځانګړې بودیجه چې په نړۍ کې د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو زیانمنونکي هېواد دی، په دې تړون کې روښانه نه ده؛ خو تر دې مخکې د ملګرو ملتونو دوو چارواکو دغه خبري اژانس ته ویلي و، چې دغه سازمان هڅه کوي د افغانستان لپاره د اقلیمي مرستو د برابرولو لپاره لاره پرانیزي.

افغانستان د اقلیم د بدلون په وړاندې ډیر زیان منونکی دی. خو د ٢٠٢١کال او واک ته د طالبانو بیرته راستنیدو راهيسې د اقلیم بدلون لپاره ځانګړې شويو نړیوالو مرستو ته د لاسرسي څخه بې برخې شوى دى.

د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ، افغانستان د نړۍ د شنو خونو ګازونو ۰.۱ سلنه تولیدوي؛ خو د اقلیم د بدلون له امله ترټولو زیان منونکی هېواد دی.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو د خپلې واک تر بيا ټينګښت وروسته د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو په کوربه توب د اقليمي بدلون په اړه په نړيواله غونډه کې ګډون کړى و، او د طالبانو د چاپېریال ساتنې ریاست مشر مطيع الحق خالص په مشرۍ د دوى يوه پلاوي اخيستې وه.