افغانستان

اوچا: سختو محدودیتونو افغان مېرمنې زیاتې زیانمنې کړي دي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، افغان ښځې او نجونې د طالبانو په واکمنۍ کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي او دغو محدودیتونو دوی سختې زيانمنې کړې دي .

دغه سازمان پر اېکس لیکلي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو غږونه غلي شوي او د هغوی حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

اوچا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بلنه کې له خلکو غوښتنه کړې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په ۱۶ ورځني نړیوال کمپاین کې ګډون وکړي، د خپلو بشپړو بشري حقونو دفاع وکړي او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره کار وکړي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي نړیوال کمپاین

د يادونې وړ ده، چې دغه کمپاين هر کال د نومبر په ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د نړيوالې ورځې په نوم نمانځل کېږي او د ډسمبر تر لسمې (د بشري حقونو له نړيوالې ورځې) پورې دوام مومي چې موخه يې د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي کچه لوړول دي. د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي سره مبارزه او په ټولنه کې د دوی موقف تثبيت دى.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۱۹۹۹ کال د اکتوبر په ۱۷ نېټه د نومبر ۲۵ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په توګه تصویب کړه.

د دې ورځې موخه دا ده چې په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې لپاره هر چا ته د هغوی هوډ ور په ګوته کړي.

د بشري حقونو د بنسټونو او د ښځو د اعتراضي خوځښتونو غوښتنه

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ښځو د حقونو د فعالانو په مشرۍ د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو او د ښځو اعتراضي خوځښتونو د دوشنبې په ورځ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت له نړیوالې ټولنې او هېوادونو وغوښتل چې د ښځو له حقونو ملاتړ وکړي طالبانو ته د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په خاطر محکمې ته راکاږي او له دې ډلې سره د تعامل مخنيوى وکړي.

دغه بنسټونه او خوځښتونه وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د جدي ننګونو سره د مقابلې لپاره باید نړیوال پوهاوی زیات شي، د ټولنیزو فعالانو ملاتړ زیات شي، پر طالبانو فشار راوړل شي څو د ښځو حقونه وپېژني او تعلیمي او ملاتړي پروګرامونو ته دې پراختيا ورکړل شي.

د دغو بنسټونو او د ښځو د حقونو د فعالانو په باور، د نړیوالې همکارۍ او سیمه ایز پیوستون سره، د «افغان ښځو او نجونو لپاره د روښانه راتلونکي» هیله بیا راژوندۍ کېدای شي.