د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولاسن وايي، د طالبانو «د امربالمعروف او نهى عن المنکر» تر سرليك لاندې قانون د جنسیتي تبعیض یو سخت او بې ساري بڼه ده چې د اروپايي ټولنې، کاناډا، د اسلامي همکاریو سازمان او د سیمې یو شمېر هېوادونو لخوا غندل شوى دى.
نوموړي د «ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې» په مناسبت په یوه مجازي (آنلاین) غونډه کې وویل چې طالبانو په افغانستان کې د خپلې درې کلنې واکمنۍ په موده کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د محدودولو لپاره له سلو ډېر فرمانونه صادر کړي دي.
ښاغلي نیکولاسن زیاته کړې چې د طالبانو نوي قانون ښځې اړې کړي چې په عامه ځایونو کې خپل مخونه او غږونه پټ او زندۍ کړي.
د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په وینا، د طالبانو دغه قانون «سمدستي پرېکړه» نه وه بلکې په کندهار کې د دوی د مشرانو د پرېکړې په تعقیب د یوې ټولنې د جوړولو په لور یو قصدي ګام دی.
توماس نیکولاسن د طالبانو د نوي قانون په اړه د خپلې اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړه: «دغو اقداماتو د ښځو او نجونو ورځنی ژوند سخت محدود کړی او د هغوی يې د حرکت، بیان او روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسي له آزادۍ یې بې برخې کړي دي، او ښځې يې له ستونزو او تاوتریخوالي سره مخ کړې دي.»
د ښځو د حقونو وضعیت
ښاغلي نیکولاسن په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه وروستیو راپورونو ته په اشارې سره وویل چې دا وضعیت منفي اقتصادي پایلې لري، او د ښځو په کار کې د پام وړ کموالی راولي چې د ښځو او نجونو پر رواني روغتیا به ناوړه اغېز وکړي.
هغه وویل: «ښځې اکثرا د انزوا او ګوښه کېدو احساس کوي، او راپورونه د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي زیاتوالی هم په ګوته کوي، چې له دریمې برخې څخه ډیرې ښځې د رواني، اقتصادي، لفظي، فزیکي، یا د مختلفو ډولونو په ګډون د ناوړه ګټه اخیستنې قرباني شوي یا ژوندي پاتې شوي دي.»
له بلې خوا د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى وايي:«په افغانستان کې له بشري حقونو څخه په سيستماتيک ډول سرغړونې او د ښځو او نجونو پر وړاندې ناوړه چلند د جرمونو د نړيوالې محکمې د روم د اساسنامې له مخې د بشريت ضد جرم ګڼل کېږي.»
په همدې حال کې نوموړي زیاته کړه چې اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو یې په عامه توګه دا ډول بندیزونه غندلي دي او د اروپايي ټولنې مرستیال جوزف بوریل چې د ۲۷ غړو هېوادونو په استازیتوب یې خبرې کولې، د طالبانو وروستی قانون په کلکه غندلی او د افغانستان له ښځو يې په کلکه یې ملاتړ کړی دی.
له طالبانو سره تعامل او د اروپايي ټولنې د مرستو موخه
ښاغلی نیکولاسن وايي، «اروپایي اتحادیه په کابل کې د خپل پلاوي له لارې د طالبانو له استازو سره خبرې کوي او له طالبانو یې غوښتي چې ډاډ ترلاسه کړي چې افغان ښځې او نجونې له پوره او مساوي بشري حقونو برخمنې شي.»
توماس نیکولاسن زیاتوي چې اروپايي ټولنې همداراز د طالبانو تر واکمنۍ وروسته پراختیايي مرستې وځنډولې او له طالبانو سره مرستې او کمک نه کوي.
هغه زیاته کړه، دغه اتحادیه د افغانستان خلکو سره تر ټولو لویه مرسته کوونکې ده او تر اوسه یې له ۷۴۰ میلیونو یورو څخه زیاتې بشري مرستې د بشردوستانه همکارانو له لارې اړمنو ته رسولې دي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي همداراز ویلي، چې د اروپايي ټولنې مرستې د افغانانو په ځانګړې توګه له اړو کسانو سره د ژوند د ښه والي لپاره شوې دي.
د هغه په وينا، اروپايي ټولنې تر اوسه د دې اتحاديې د غړو هېوادونو د پياوړو مرستو پر بنسټ د افغانانو د لمړنيو خدمتونو او د ژوندانه د ښه والي په موخه ٨۵٠ ميليونه يورو مرسته کړې ده.
هغه په مجازی ناسته کې وویل، «دا مرسته د ښځو لپاره د ښځو له خوا د یوې کړنلارې په کارولو سره ډیزاین شوې او دا ډاډ ورکوي چې ښځې د ښکېلتيا په پلان جوړولو او پلي کولو کې مهم رول لوبوي او د مرستې اصلي ترلاسه کونکي دي.»
د ټولګډونه حکومت جوړولو په موخه پر طالبانو فشار
د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى وايي، په افغانستان کې د ټولډونه حکومت د جوړولو لپاره پر طالبانو فشار راوړي.
توماس نیکولاسن وايي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلی اوغلو د ارزونې پر بنسټ یوه سیاسي پروسه چې په ۲۰۲۲ کال کې د کاناډا او اروپايي ټولنې په ملاتړ د ملګرو ملتونو غونډې ته وړاندې شوه، چې موخه يې د طالبانو د شمولیت زیاتول او نړیوالو ژمنو ته په ځانګړې توګه د بشري حقونو ته د دوى د درناوی لپاره ترسره کیږي.
د هغه په وينا، دغه چلند د مهمو نړيوالو شريکانو تر منځ د يووالي په ټينګښت او پر طالبانو د فشار په زياتولو کې مرسته کولى شي؛ خو ښاغلی نیکولاسن زیاتوي چې د دې پروسې د بریالیتوب لپاره د بېلابېلو سیاسي، قومي او مذهبي شالیدونو لرونکو افغانانو ګډون اړین دی.