ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو له نړيوالې ورځې سره په ورته مهال په يوه ګډه خبرپاڼه کې له طالب چارواکو غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پاى ته رسولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
ملګرو ملتونو ویلي، دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې افغان مېرمنې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له سختو محدودیتونو او په سیستماتیک ډول د خپلو بنسټیزو حقونو له کمزوري کېدو سره مخ دي.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو لوړه کچه تجربه کوي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې اړینو خدماتو ته د لوړې غوښتو سربېره د تاوتریخوالي څخه د پاتې ښځو لاس رسی په چټکۍ سره راټیټ شوی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې واک ته د طالبانو له راتګ راهیسې د ښځو حقونه په سیستماتیک ډول محدود شوي او هغوی ته لږ ملاتړ او منابع ځانګړې شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وویل، «موږ د افغان ښځو او نجونو لپاره په یوه حساس پړاو کې یو. د عدالت د رامنځته کولو او د هغوی په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره سمدستي اقدام ته اړتیا ده.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې استازې الیسون ډیویډیان هم زیاته کړه: «دا حقیقت چې نن ورځ افغان ښځې او نجونې د تېرو نسلونو په پرتله لږ حقوق لري، دا د دوی د ناوړه وضعیت یو ترخه يادونه کوي. نړیواله ټولنه باید د دغو ښځو د ملاتړ لپاره خپلې هڅې دوه برابره زياتې کړي.»
د ستونزو په وړاندې مقاومت
ملګري ملتونه وايي، له ډېرو ننګونو سره سره، په افغانستان کې ښځې خپل زړورتیا او استقامت ته دوام ورکوي.
د دې بنسټ په وینا، په افغانستان کې د ښځو بنسټونه له تاوتریخوالي څخه د پاتې ښځو ته د خدمتونو وړاندې کولو بهير ته دوام ورکوي او ټولنیز او دیني مشران هم د زیان رسوونکو نورمونو د مخنیوي لپاره په ډلييز ډول هڅه کوي.
ملګرو ملتونو همدارانګه ويلي، په افغانستان کې د نارینه وو او هلکانو تر منځ یو خوځښت د رامنځته کېدو په حال کې دى چې د سختو بندیزونو په وړاندې په خپلو کورنیو او ټولنو کې د ښځو ملاتړ وکړي.
د بدلون لپاره نړیوال کمپاین
ملګري ملتونه وايي، د جنسيت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې ۱۶ ورځنی نړیوال کمپاین، چې د نومبر له ۲۵مې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو له نړیوالې ورځې پيلېږي د ډسمبر تر ۱۰مې، د بشري حقوقو نړيواله ورځې پورې به دوام ولري.
دغه کمپاين د بېجينګ د عمل لپاره د پلاتفورم د ۳۰مې کاليزې له چمتووالي سره هم سمون خوري، چې د جنسيتي برابرۍ د تر لاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو بنسټيز چوکاټ ګڼل کېږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي د افغان ښځو او نجونو د غږ د پیاوړتیا، د هغوی له حقونو د دفاع او د بېړنيو اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره پر خپلو هڅو ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې راغلي: «د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د افغانستان په ګډون په نړۍ کې هېڅ توجیه نه لري.»