ښځې

ملګري ملتونه: په هرو لسو دقیقو کې یوه ښځه د خپل «خاوند یا د کورنۍ د غړي» لخوا وژل کیږي

ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې د ۲۰۲۳ کال د خپلو موندنو په حواله ویلي چې هره دقیقه یوه ښځه یا نجلۍ د خپل «خاوند یا د کورنۍ د غړي» له خوا په قصدي ډول وژل کیږي.

په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۳ کال کې به په هرو لسو دقیقو کې یوه ښځه یا نجلۍ د خپل خاوند یا د کورنۍ د نورو غړو له خوا وژل کېږي.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې په ۲۰۲۳ کال کې به په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۵زره۱۰۰ ښځې او نجونې د خپلو خاوندانو او یا د کورنۍ د نورو غړو له خوا وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د رژیم له بيا واک ته رسېدو وروسته افغان مېرمنې له خپلو بنسټیزو حقونو څخه په پراخه پیمانه بې برخې شوې دي او د بشري حقونو د ځینو بنسټونو او د ښځو د حقونو د فعالانو په وینا دوی له کار، زده کړو،له محرم پرته سفر کولو سربیره له سياسي ګډون څخه منعه شوي دي. چې دغه عمل افغانې مېرمنې «کورني زندان» ته اچولي دي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د دې احصایې معنی دا ده چې هره ورځ په اوسط ډول ۱۴۰ ښځې یا نجونې د کورنۍ د غړو له خوا وژل کیږي.

راپور وايي، په داسې حال کې چې د ښځو ۶۰ سلنه وژنې د خپلوانو او یا د کورنۍ د غړو له خوا ترسره کېږي، د نارينه وو یوازې ۱۲ سلنه وژنې په شخصي ډګر کې پېښېږي.

د دغه راپور پر بنسټ، له هرو درېیو ښځو څخه یوه یې په خپل ژوند کې له تاوتریخوالي سره مخ ده.

ياد سازمان دغه وضعیت یو بېړنی بحران وباله او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره یې د جدي اقدام غوښتنه وکړه.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي: «د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی یوه پراخه او نه توجیه کېدونکې موضوع ده چې د مخنیوي لپاره یې د حکومتونو، سازمانونو او اشخاصو اقدام ته اړتیا ده.»

د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره نوې ژمنې

ملګرو ملتونو د دې ورځې په مناسبت د جنسیتي تاوتریخوالي پر وړاندې د ۱۶ ورځني اقدام تر نامه لاندې د ۱۶ ورځني کمپاین د پیل اعلان کړی او ویلي یې دي چې د دغه نړیوال کمپاین موخه د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو ژمنو تازه کول دي.

ملګرو ملتونو زياته کړه چې د سږ کال کمپاين په ځانګړې توګه اړين دی ځکه چې نړۍ د پکن د اعلاميې د ٣٠مې کليزې او د جنسيتي برابرۍ لپاره د ٢٠٢٥ کال د اجنډا په لور حرکت کوي.

دا چوکاټ د جنسیت د برابرۍ د تحقق او د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ لپاره یو له مهمو سندونو څخه شمېرل کیږي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی: «اوس د دې وخت دی چې ژمنې پیاوړې کړو، له پرېکړه کوونکو څخه حساب وغواړو او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره پرېکنده اقدام وکړو.»

ملګرو ملتونو ویلي دي چې احصایې د دې کړکېچ د پراختيا اندازه ښيي.

د دغه سازمان په وینا هر کال میلیونونه ښځې او نجونې د تاوتریخوالي قرباني کېږي. د نږدې ملګري تاوتریخوالی، د کورنۍ تاوتریخوالی، او د جنسیت پورې اړوند وژنې په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو عام او کم راپور شوي سرغړونې دي.

د ډلييز اقدام اړتیا

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسېدل ټولیز اقدام ته اړتیا لري. دغه سازمان زیاته کړې چې د پالیسي جوړونکو له خوا د قوانینو له تصویب څخه نیولې د افرادو له خوا د ټولنیزو نورمونو تر بدلون پورې، هرڅوک د خوندي او عادلانه چاپیریال په رامنځته کولو کې رول لوبوي.

دغه سازمان له هېوادونو همداراز غوښتي چې:

  • د ښځو لپاره د قانوني خوندیتوب هڅې پیاوړې کړي.
  • د تاوتریخوالی مرتکبین حساب ورکولو ته اړباسي.
  • په هغو پروګرامونو کې پانګونه وکړي چې موخه یې د ښځو او نجونو پیاوړتیا وي.

د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې راغلي: «د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي. د دې لپاره هیڅ توجیه شتون نه لري.»