نړۍ

په کییف کې د امریکا او برېټانيا سفارتونه په موقتي توګه وتړل شول

په کییف کې د امریکا او بريټانيا سفارتونه د چهارشنبې په ورځ په موقتي ډول وتړل شول. دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د «لوی هوایی برید احتمال» په اړه خبرداری ورکړل شو.

امریکايي او برېټانوي چارواکو ویلي، چې دا پرېکړه یې د کارکوونکو او اتباعو د خوندیتوب په موخه کړې ده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«د ډیر احتیاط له مخې به سفارت وتړل شي او کارکوونکو ته امر شوى چې خوندي ځاى ته د پناه يوسي.»

دغه وزارت په اوکراین کې له امریکايي اتباعو هم غوښتي چې د هوايي برید د خبرداري په صورت کې دې پناه اخیستو ته چمتو وي.

د برېټانيا غبرګون

د برېټانيا حکومت هم اعلان کړی چې په کییف کې د خپلو دیپلوماتانو امنیتي وضعیت له نږدې څاري.

د برېټانيا د علومو وزير پیټر کاٸل د راډیو ټایمز سره په مرکه کې وویل: «موږ وضعیت په ډیر دقت سره څېړو. موږ د کیيف له حکومت او متحده ایالاتو سره خورا ښې اړیکې لرو او د برېټانوي اتباعو د خوندي ساتلو لپاره به هرڅه ترسره کړو.»

هغه د عملیاتي جزٸیاتو له ورکولو ډډه وکړه، خو ټینګار یې وکړ چې حکومت يې د برېټانوي ډیپلوماتانو او اتباعو خوندیتوب ته ژمن دی.

دا بندیزونه په کیف کې د جګړې په زرمې(١،٠٠٠) ورځ کې خراب امنیتي وضعیت څرګندوي، روسیې د غچ اخیستونکو اقداماتو په اړه خبرداری ورکړی، او د امریکا سفارت هم اعلان کړی چې په راتلونکو ورځو کې د هوایي بریدونو ګواښونه زیاتیږي.

راپورونه وايي، د امریکا او برېټانيا حکومتونه د اوکراین وضعیت له نژدې څاري.

د تاوتریخوالي زیاتوالی

د سفارتونو تړل یوه ورځ وروسته له هغې وشول چې اوکراین د امریکا له خوا د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو په مرسته پر روسیې برید وکړ. دا برید، چې د ATACMS توغندیو په کارولو ترسره شوی، په جګړه کې د بدلون نقطه ګڼل کیږي او د اوکراین لپاره د بایډن ادارې له اجازې وروسته چې د روسیې د خاورې په نښه کولو لپاره دغه توغندي وکاروي، ترسره شو.

روسیې له میاشتو راهیسې خبرداری ورکړی و، چې د اوکراین له خوا پر خپلې خاورې د برید لپاره د لوېدیځو وسلو کارول به پاروونکی عمل وګڼل شي او په جګړه کې د ناټو د غړو هېوادونو لکه امريکا،برېټانيا او فرانسې مستقیمه ښکېلتیا به وګڼل شي.