افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان یو له هغو ۲۲ هېوادونو دی چې د لوږې له بحران سره مخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانستان د نړۍ له هغو ۲۲ هېوادونو څخه دی چې د لوږې له بحران سره مخ دی.

د دې سازمان په وینا، کړکېچ، د اقلیم بحران او اقتصادي فشارونه به په راتلونکو میاشتو کې میلیونونه خلک د سقوط کندې ته ورسوي.

دغه سازمان پر اېکس لیکلي: «افغانستان یو له هغو ۲۲ هېوادونو او سیمو څخه دی چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال  پروګرام له خوا د وروستي بحران د تحلیل او وړاندوینو له مخې د لوږې د بحران د نقطو په توګه درجه بندي شوی دی»

د آمو د ميداني څېړنې موندنې چې د روان هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په اتمه نېټه خپرې شوې، ښيي چې په افغانستان کې په ترتیب سره «اقتصادي بې وزلي» او «کورنۍ فشار» د اجباري کار دوه لاملونه دي.

په دې څېړنه کې چې د هېواد په اتو ولایتونو کې ترسره شوې، په سلو کې ۳۳،۳ مرکه کوونکو ویلي چې په هېواد کې ډېری «ماشومان» د اجباري کار قرباني کېږي.

د پخواني حکومت له چارواکو څخه یوه سرچینه ويلي، په ۲۰۱۹ کال کې د جمهوري ریاست یوې څېړنې د موندنو پر بنسټ چې د سیاسي دلایلو له امله نه ده خپره شوې، د تېرو حکومت د حاکمیت په دوو وروستيو کالونو کې په افغانستان کې درې میلیونه ماشومان په اجباري کار بوخت وو. 

خو د ماشومانو د حقونو یو څېړونکی وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې دا شمېر شپږ میلیونه تنو ته لوړ شوی دی. د نړیوال څو اړخیز غربت شاخص د نوي راپور له مخې، په افغانستان کې ۷۰ سلنه ماشومان چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم دي په فقر کې ژوند کوي.

دا شاخص چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او د اکسفورډ پوهنتون د بې وزلۍ او بشري پراختیا نوښت لخوا په ګډه خپور شوی، ښیي چې افغانستان د لویانو په پرتله شاوخوا ۵ ميليونم ډیر بې وزله ماشومان لري. په ځانګړې توګه په افغانستان کې ۱۵.۵ میلیونه ماشومان او ۱۰.۸ میلیونه لویان په فقر کې ژوند کوي.