یو شمېر دیني عالمانو په پاکستان کې په یوه غونډه کې ویلي، چې طالبان باید د رسمیت پېژندنې لپاره، له دغه هېواد سره د «ترهګرۍ ضد» همکاري وکړي او د ښځو د حقونو وضعیت ښه کړي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا د دیني عالمانو د خبرو اترو پنځمه غونډه وه چې په اسلام اباد کې د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو د مرکز له خوا جوړه شوې وه او ویل کېږي چې له افغانستان څخه هم په کې دیني عالمانو ګډون کړی و، خو د هېواد د دغو ديني عالمانو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.
د دې غونډې ګډونوالو ویلي، چې د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي شتون د «یو حقیقت» په توګه منل شوی او د پاکستان لپاره یې امنیتي اندېښنې پیدا کړې دي.
د دغو راپورونو له مخې پاکستاني چارواکي په دې باور دي چې په افغانستان کې طالبان د دغه ګواښ په اداره کولو او کمولو کې رغنده رول لوبولی شي.
په دې غونډه کې د کار او زده کړې په برخه کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه هم خبرې وشوې. د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د ښځو پر بنسټیزو حقونو د شته محدودیتونو لرې کول کولای شي په نړیواله کچه د طالبانو د رسمیت پېژندلو ته لاره هواره کړي.
يادو دیني عالمانو په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې د بندیزونو دوام ښايي د طالبانو پر نړیوال مشروعيت منفي اغېز وکړي او له دغه هېواد سره چې دا مهال له سخت بشري ناورین سره مخ دی، د نړیوالو مرستو د کمېدو لامل شي.
د دې غونډې ګډونوالو وویل چې «ترهګري» د پاکستان او افغانستان لپاره ګډ ګواښ دی او د «ترهګرۍ پر وړاندې» د ګډې همکارۍ پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
د دې غونډې په پای کې وړاندیز وشو چې د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې د ځانګړو اقتصادي زونونو جوړول او د کاري فرصتونو برابرول کولای شي چې د دغو سیمو ځوانان له افراطي ډلو سره د یوځای کېدو له لېوالتيا څخه لېرې وساتي او د بې وزلۍ او بې کارۍ په کمولو کې اغېزمن تمام شي.
په ورته وخت کې د پاکستان د شریعت استناف بورډ غړي قبله ایاز د حکومت او ډلو یا افرادو ترمنځ په هر ډول خبرو اترو کې د حکومت د حاکمیت د درناوي پر اهمیت ټینګار وکړ.
ښاغلی ایاز وايي، هېڅ حکومت له «ترهګرو» ډلو سره خبرې اترې مخ ته وړي او ټي ټي پي د پاکستان امنیت ته لوی ګواښ دی.