د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه راپور کې ویلي چې طالبان په افغانستان کې له عامه ژوند او تصمیم نیولو څخه په سیستماتیک ډول د ښځو د اېستلو په موخه خپل ټول فرمانونه، لارښوونې او کړنې عملي کوي.
دغه سازمان وايي چې د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې د خپلو حقونو لپاره د یوه محدود خو مخ په زیاتېدونکې توګه د محدود چاپیریال پر لور روان دي.
په راپور کې راغلي چې طالبانو نږدې په ټولو برخو کې محدودیتونه وضع کړي او د ښځو حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل دیارلس مخیز راپور کې چې د طالبانو د نوي قانون د ( د امر بالمعروف او نهى عن المنکر قانون) تر سرلیک لاندې قانون توشيح مخکې يې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو وضعیت پکې څېړلی وايي، چې د طالبانو د واک بيا ټينګښت راهیسې د افغانستان ښځې او نارینه په ټول هېواد کې د «شديدو» په لور روان شوي دي.
د هېواد له یو شمېر ښځو سره د دغه سازمان د مشورتي ناستو موندنې ښيي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې شاوخوا ۷۹ سلنه هغو مېرمنو چې ځوابونه یې ویلي دي، عامه ځایونه لکه پارکونه او روغتیايي مرکزونه ته له تګه منع شوي دي.
۶۹ سلنه ښځینه ځواب ویونکو ویلي چې له کوره د وتلو پر مهال د خوندیتوب احساس نه کوي، چې د دوی په باور د ټولنیز انزوا او پراخې رواني روغتيايي ستونزې لکه د دوی په منځ کې د خپګان او اضطراب د زیاتوالي لامل شوی دی.
د دې راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې په مشورتي غونډو کې یو شمېر ګډون کوونکو ښځو ویلي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې په دفترونو کې د ګمارنې په بهیر کې له «جنسيتي تبعيض» سره مخ دي.
په راپور کې راغلي چې رسمي او غیر رسمي حقوقي خدمتونو ته د ښځو لاس رسی په پام وړ کچه کم شوی او شاوخوا ۷۹ سلنه ښځو ویلي چې په تیر کال کې یې د شخړو د هواري له کوم رسمي بنسټ څخه يې کار نه دی اخیستی.
له بلې خوا دغه سازمان ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې ښځې عامه ځایونو لکه پارکونو، طبیعي سیمو او نورو تفریحي ځایونو ته يې پراخ لاسرسى نه درلود.
په راپور کې همداراز راغلي چې په افغانستان کې د خرابېدونکي اقتصادي وضعیت ناوړه پایلې ، په ځانګړې توګه د ښځو ترمنځ. کار له لاسه ورکولو او د معاشونو په کموالي که څه هم طالبانو په پراخه کچه په خصوصي سکتور کې د ښځو پر کار بندیز نه دی لګېدلى، خو دې کار د ښځو پر کار اغېز کړی دی. د دغو فرمانونو ټولیز د طالبانو له تبعیض سره یو ځای داسې وضعیت رامنځ ته کړی چې د ښځو کارموندنه یې سخته محدوده کړې ده.
په ورته وخت کې، یو شمېر پوښتل شویو ښځو د دې سازمان ته ویلي چې دوی د خپلو حقونو په اړه د ټولنې په چلند کې د لوى بدلون احساسوي چې دا بدلون په ټول هېواد کې د طالبانو د غچ اخیستونکي چلند او د نرواکۍ د دودونو د خپرېدو له امله دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان د بيا واک ترلاسه کولو راهيسې د هېوادوالو په تېره بيا د ښځو ډېر حقونه او آزادي تر پښو لاندې کړې او نجونې يې له زده کړو منعې کړې دي.