افغانستان

ځانګړى: په هېواد کې د د جبري کار ډېری قربانيان «ماشومان» دي

د آمو د سیمه ییزې څیړنې موندنې ښیي چې «اقتصادي بې وزلي» او «کورنی فشار» په ترتیب سره په افغانستان کې د جبري کار دوه لاملونه دي.

د دې څېړنې په دوام، چې د هېواد په ۸ ولایتونو کې ترسره شوې، ۳۳.۳ سلنه مرکه کوونکو ویلي چې په هېواد کې د اجباري کار ډېری قربانيان «ماشومان» دي.

یوه سرچینه چې د تېر حکومت یو چارواکی هم وو، وايي په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د یوې حکومتي څېړنې د موندنو پر بنسټ چې د سیاسي دلایلو له امله خپره نه شوه، د تېر حکومت په وروستیو دوو کلونو کې په افغانستان کې ۳ میلیونه ماشومان په اجباري کارونو بوخت وو. خو اوس د ماشومانو د حقونو یو څېړونکی وايي، چې په تېرو درېیو کلونو کې دا شمېر شپږ میلیونه تنو ته لوړ شوی دی.

له کلونو راهیسې «اقتصادي بې وزلي» د افغانستان خلک نه پرېږدي چې د «اجباري کار» له پیچلې جالې ووځي. د آمو د سیمه ییزې څیړنې موندنې ښیي چې «اقتصادي بې وزلي» او «کورنی فشار» په افغانستان کې د اجباري کار دوه بنسټیز لاملونه دي.

د آمو د سیمه ییزې څیړنې موندنې؛ په افغانستان کې د جبري کار لاملونه؛

– ۷۹.۱ سلنه ویلي چې په افغانستان کې د اجباري کار لامل «اقتصادي بې وزلي» ده.

– ۸.۳ سلنه ویلي، «کورنی فشار» په افغانستان کې د اجباري کار لامل دی.

– ۴.۲ سلنه د «قانوني کاري فرصتونو نشتوالی» او ۴.۲ سلنه په افغانستان کې د اجباري کار لامل “غیرقانوني کډوالي” بولي.

– ۴.۲ سلنو دې پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

دا څیړنه په ۸ ولایتونو کې له ۲۴ مرکه کوونکو سره ترسره شوې.

دوی ټول یا د اجباري کار قرباني شوي یا د اجباري کار شاهدان وو.

د آمو د سیمه ییزې څیړنې موندنې؛ په افغانستان کې اجباري کار:

– دا څیړنه په ۸ ولایتونو، فراه، کندز، جوزجان، دایکندي، پکتیا، پروان، فاریاب او بامیان کې ترسره شوې.

– له ۲۴ کسانو سره خبرې شوې دي.

– مرکه کوونکي، د اجباري کار قربانیان یا هم د اجباري کار شاهدان وو.

۳۷.۵ مرکه کونکوو ویلي چې «ټولې طبقې» د اجباري کار قرباني شوي، خو ۳۳.۳ سلنه ویلي چې د اجباري کار ډیری قربانیان ماشومان دي.

د آمو د سیمه ییزې څیړنې موندنې؛ په افغانستان کې د اجباري کار قربانیان

– ۳۷.۳ سلنه ویلي چې «ټولې طبقې» په افغانستان کې د اجباري کار قرباني دي.

– ۳۳.۳ سلنه ویلي چې «ماشومان» په افغانستان کې د اجباري کار قربانیان دي.

– ۸.۳ سلنه ویلي چې «ښځې» په افغانستان کې د اجباري کار قربانيانې دي.

– ۱۶.۷ سلنه ویلي چې «ځوانان» په افغانستان کې د اجباري کار قربانیان دي.

– ۴.۲ ویلي چې «تنکي ځوانان» په افغانستان کې د اجباري کار قربانیان دي.

د اجباري کار له امله د ماشومانو د قرباني کېدو په اړه د اندېښنو په دوام، یوه باخبره سرچینه چې د تېر حکومت یو چارواکی هم وو، وايي د «ماشومانو د اجباري کار» په اړه د تېر حکومت څېړنه د سیاسي دلایلو له امله نه وه خپره شوې.

د تېر حکومت یو چارواکي په  افغانستان کې د اجباري کار په اړه آمو ته ويلي:«  سیاسي ټکر په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت په اړه د تېر حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د هر اړخیزو څېړنو د خپرولو مخه ونیوله، دا څېړنه په ۱۳۹۹ل او ۲۰۲۰ز کال کې ترسره شوې وه. څیړنه د کار نړیوال سازمان په مالي مرسته ترسره شوې وه.»

د سرچينې په وينا، دغې څېړنې موندلې وه، چې په افغانستان کې درې ميليونه ماشومان په اجباري کار بوخت دي.

 د هغو ماشومانو د وضعیت په اړه چې په سړکونو کار کوي د ۱۳۹۹لمريز کال ناخپور شوي راپور یوه برخه کې راغلي: «افغانستان درې میلیونه کارګر ماشومان لري.، د ماشومانو اجباري کار دوه لاملونه لري، اقتصادي او کلتوري. له دې جملې ۱.۷ میلیونه ماشومان له جنسي ځورونې سره مخ شوي دي، ښوونځي ته د تګ عمر لرونکي ماشومان په مزدورۍ خلکو ته د پاداوانۍ لپاره ورکول کېدل، ماشومان د نشه يي توکو کرکيلې او قاچاق ته ایستل شوي وو، ماشومان پېرل او پلورل کېدل، حتی ترکيې ته قاچاق کېدل، ماشومان په کلنۍ توګه په مزدورۍ ورکول کېدل.،  اجباري کار په بهیر کې له کارګرو ماشومانو جنسي ګټه پورته کېده.»

د جبري کار يوه قرباني صدیق خپلې ورځې د لرګیو په اره کولو تېروي، د دې کار له امله یې ګوتې زخمي زخمي وي.

صديق  وايي: «دلته کار د آرې ماشین دی، او ډیر خطرناک لکه څنګه چې یې تاسو وینئ. او ما خپله ګوته دوه کاله مخکې ټپي کړې وه، هغه لا هم ښه نه وه، او تېر کال یې زموږ د همکار غوږ ژوبل کړ، او دا خورا خطرناک کار دی. په افغانستان کې کار ډېر کم دی، اوس همدا درانه کارونه هم کم دي، نه موندل کېږي، اوس زموږ کار ستونزمن شوی او له سهاره تر ماښامه ۵۰ یا ۱۰۰ افغانۍ هم نه شو موندلای.»

له خپلو وړو وړو ماشومانو سره، په دې سوځېدونکو دښتو کې په کار بوخت دی د خښتو پخولو داشونو (کارخونو) لپاره خښتې چمتو کوي، ظاهرا د ډېر کار په بدل کې، لږې پیسې ترلاسه کوي.

ولي وايي:«موږ د غویي په میاشت کې راځو یا شل کورونه یا پنځه ویشت کورونه راځو او دلته خښتې جوړوو له کم عمره ماشومانو سره زموږ ماشومان نه په ښوونځي خبر دي نه په درس او نه په زده کړه پوهېږي.»

اقتصادي بې وزلۍ صادق دې ته اړ کړ چې په دې ماشومتوب کې د خپل ځان او مور د ملاتړ لپاره سخت کار ته مخه کړي.

صادق وايي: «کار مې نه درلود، وزګار وم او دلته د کار لپاره راغلم چې زده یې وکړم او کابو یو کال کېږي، زه دلته د شاګرد په توګه راغلی یم. زموږ په کور کې هم څوک نشته او له ځانه غټ هم نه لرم. او زما له مور پرته بل څوک نشته او زه دلته د زده کړې لپاره راغلی یم.»

ستاره وايي، ورور يې غوښتل چې د کورنۍ د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره په غیرقانوني توګه ايران ته کډوال شي، خو د ايران په پوله کې د غلو په جال کې ولوېد او د جبري کارونو قرباني شو.

ستاره وايي: « د سختو کارونو په اړه دا چې موږ اقتصادي ستونزې درلودې، زما ورور ایران ته لاړ، هغه په ​​​​ایران کې له ډیرو ستونزو سره مخ شو، له یوې خوا قاچاقي لاړ ځکه چې موږ ډیرې اقتصادي ستونزې درلودې او هغه کوژدن وو، هغه نشو کولی د کوژدې، اختر او نوروز پیسې بشړې کړي له همدې کبله زما ورور اړ شو چې ایران ته سفر وکړي، ورور مې په پوله کې ونیول شو هغه چې یې ونیو، له موږه یې پیسې غوښتلې، ډېر سخت کارونه یې پرې وکړل.»

مراد د لسم ټولګي زده کوونکی، چې په سخت کار بوخت دی، د خپل کار د ستونزو په اړه وايي:

«دوه کاله کېږي چې زه دلته کار کوم، کار کوم او کار ډېر سخت دی، همداراز د کار په بهیر کې خپل درس ته ادامه کوم او دلته کار ډېر سخت دی، هر څوک هم دا کار نه شي کولی. زه په لسم ټولګي کې یم. زموږ مشخص کار همدا دی چې لرګي را واخلو او په ټوکرۍ کې یې بار کړو، بیا یې په تله کې ږدو او بیا یې په موټر کې باروو، او که پېرودونکی وغواړي چې لرګې یې کور ته ور وړل شي، یا تر ځمکې لاندې وي یا کور، باید دوه یا ډیر وي، هلته یې هم ورته لېږدوو.»

يو شمېر ماشومان چې په سختو کارونو بوخت دي وايي چې د خپلو کورنيو د ارامښت لپاره له خپلو هیلو تېر شوي دي.

بهرام چې يو له دغو ماشومانو دى آمو ته وويل: «زه خوښوم چې ښوونځي ته لاړ شم او مجبوریت دی څه وکړم نه کېږي زه نشم کولی چې دا څټک پورته کړم ، او زه د خپل توان څخه ډیر څټک پورته کوم، ترڅو زما وروڼه او کورنۍ په ارامښت کې وي. وروڼه مې ښوونځي ته لاړ شي او زده کړه وکړي. له همدې امله اړ یم له وس مې پورته دی خو څټک پورته کوم او کار کوم.»

خو معروف ټینګار کوي، که څه هم پوهیږي چې لاره ستونزمنه ده، خو تمه لري چې د ځان لپاره ښه راتلونکی تنظیم کړي.

معروف وايي: «په کور کې سمه ډوډۍ نه لرو. په راتلونکي کې غواړم ډاکټر، انجینر او یا بل څه شم. ماشومان باید ښوونځي ته ولاړ شي.»

په افغانستان کې جبري کارونه د سړک د غاړې د کار څخه نیولې د خښتو پخولو تر بې کیفیته کارخونو پورې شامل دي.

د اجباري کار يو تن بل قرباني حميد وايي: «موږ په یوه فابریکه کې کار کوو، کار سخت دی خو پیسې کمې دي. موږ او زموږ ملګري په سختو شرایطو کې کار کوو. دوی موږ ته له پنځو تر شپږ زره افغانۍ راکوي، زموږ د ژوند لګښتونه نه پوره کوي.»

د دغو دردونکو کیسو سربېره لا هم د جبري کار د قربانیانو په منځ کې داسې هیله شته چې سبا ورځ ماشومان د کار پر ځای ښوونځیو ته ولاړ شي او لویان هم وکولی شي د کارګرانو په ګټه په قانوني توګه د کار کولو فرصت ولري.