افغانستان

فایق پر طالبانو د فشار راوړلو او د«جنسيتي اپارتاید» د رسميت پېژندلو غوښتنه وکړه

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق پر امنیت شورا غږ کړی چې پر طالبانو فشار راوړي او «جنسيتي اپارتای» د بشریت ضد جرم په توګه په رسميت وپېژني.

د افغانستان دغه استازي له نړیوالې ټولنې همداراز وغوښتل چې له طالبانو سره هر ډول تعامل د بشري حقونو په برخو کې د پرمختګ پورې مشروط کړي.

نصیر احمد فایق ويلي، د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې بهیر باید د ښځو حقونو او په هر ډول سیاسي هوکړه لیک کې د باور وړ افغان لوبغاړو ګډون ته هم لومړیتوب ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ماموریت سرپرست استازي، نصیر احمد فایق وویل: «نن یوازې دا غمجنې پیښې نه یادوم. موږ د عمل غوښتنه کوو. دا شورا دنده لري چې دغه بحران په ګډه او بېړنۍ توګه وڅېړي.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي د امنیت شورا ته شپږ غوښتنې وړاندې کړې چې په دې کې له دې شورا څخه غوښتل شوي چې پر طالبانو فشار راوړي چې د بشري حقونو ژمنې مراعات کړي او «جنسيتي تبعيض» د جرم په توګه په رسميت وپېژني.

له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل شرط د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې د پرمختګ په اړه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ یوه بله غوښتنه ده.

له امنیت شورا څخه په ملګرو ملتونو کې د افغان پلاوي غوښتنې:

  • پر طالبانو فشار او د جنسيتي تبعيض په رسميت پېژندل؛
  • د افغان سولې پروسې ټولګډونه کول، په ځانګړې توګه د ښځینه مشرانو شتون؛
  • د هیواد د ساتنې لپاره د نړیوالو سرچینو تخصیص؛
  • له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې تعامل د بشري حقونو په پرمختګ پورٸ مشروط کول.
  • د دوحې بهیر د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکول او په سیاسي هوکړه لیک کې د معتبرو لوبغاړو ګډون؛
  • د افغانستان لپاره د سیاسي حل  لټه.

ملګرو ملتونو ته د افغانستان  استازولۍ سرپرست استازي همداراز ويلي:«د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې پروسه باید په هر ډول سیاسي هوکړه لیک کې د افغان ښځو په ګډون د معتبرو افغان لوبغاړو ګډون په افغانستان کې د ښځو حقونو ته لومړیتوب او په پام کې ونیسي.» په پای کې، دا شورا باید په همغږي او په ګډه د افغانستان په اړه د پرېکړو د پلي کولو له لارې سیاسي حل لاره ومومي او همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه هم غور وکړي.

له بلې خوا طالبانو په افغانستان کې د امربالمعروف قانون له پلي کېدو وروسته، په ځانګړې توګه پر ښځو نوي محدودیتونه او بنديزونه وضع کړي دي دغه ډول تګلارو سره د هېوادونو له خوا مخالفت او نیوکې شوې دي.

د کابل اوسېدونکې بنفشه (مستعارنوم) وايي: «کله چې موږ بهر ته ځو، هغوی درته وايي چې ماسک پورته کړه او يا وايي چې ولې ماسک نه لرې. دوی بیا هم وايي چې ولې ستاسو حجاب سم نه دی او یوازې ستاسو دواړه لاسونه باید ښکاره شي.»

جرمني، هالنډ، استرالیا او کاناډا طالبانو ته شپږ میاشتې وخت ورکړی چې د بشري حقونو پر ضد خپله تګلاره بدله کړي. که نه نو دغه څلور هېوادونه به طالبان نړیوالې محکمې ته راکاږي.

خو نه یوازې دا چې طالبان په شا شوي نه دي، بلکې د هغو پالیسیو د پلي کولو هوډ یې څرګند کړی چې نړیواله ټولنه یې له بشري حقونو څخه جدي سرغړونه ګڼي.