افغانستان

د هېواد د ډیپلوماټيکو ماموریتونو شورا د کډوالو د وژل کېدو د پېښې د «کره» څېړلو غوښتنه وکړه

د افغانستان د ډيپلوماټيکو اوکونسلي چارو د همغږۍ شورا چې د تېر حکومت له خوا ټاکل شوي چارواکي يې مشري کوي، د دغه هېواد له چارواکو د ايران پر پوله د کډوالو د وژل کېدو د پېښې د «کره او هراړخيزو» څېړنو غوښتنه وکړه.

دغې شورا په یوه خبرپاڼه کې له ایراني چارواکو غوښتي چې د افغان کډوالو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالي ودروي او د دې پېښې عاملینو ته سزا ورکړي.

په دې خبرپاڼه کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېسيون، د بشري حقونو له شورا او نورو سازمانونو چې د کډوالو د حقونو ملاتړ کوي هم غوښتنه شوې چې دا پېښه په جدي توګه تعقیب کړي.

د هېواد د ډيپلوماټيکو او کونسلي چارو د انسجام شورا وايي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د«پرله پسې ستونزو» له امله، هېوادوال له هېواده وتلو ته اړ شوي او ګاونډيو هېوادونو ته پناه وړي.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي:«افغان کډوال په هېواد کې له شته ګواښونو او ناوړه وضعیت څخه د خلاصون او د خپل ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره د خوندي ځای په لټه کې دي، له خطرناکو لارو په تېرېدو سره ګاونډیو او د سيمو هېوادونو ته پناه وړي. د دغو کډوالو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی د دیني لارښوونو او د ښه ګاونډیتوب له ارزښتونو سره په ښکاره ټکر کې دى او د نړیوالو معیارونو او مقرراتو او د کډوالو د حقونو له کنوانسیونونو څخه ښکاره سرغړونه ده. افغان کډوال د دې معیارونو په رڼا کې د هر اړخېز ملاتړ مستحق دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د «حال وش» په نامه ایران د بشري حقونو بنسټ مخکې د کډوالو د روايتونو په حواله خبر ورکړی و چې پر افغان کډوالو د ایراني پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې ۲۶۰ تنه وژل شوي دي.

خو آمو په خپلواکه توګه دغه احصایه نه شي تاییدولی.

د بشري حقونو د دغه بنسټ د راپور له مخې، دغه پېښه د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۲ مه) د ایران او افغانستان پر پوله د کلګان په سراوان سیمه کې رامنځته شوه.

د دغه راپور له مخې ایراني پوځیانو هغه مهال په افغان کډوالو ډزې وکړې چې غوښتل یې دغه هیواد ته داخل شي.

هغه زیاته کړې ده چې د ایران پوځي ځواکونو سرحدي سیمه کې د افغان کډوالو پر يادې ډلې ته کمين نيولى و او ډزې یې پرې پیل کړې.

دغې پېښې په افغانستان کې دننه او بهر پراخ غبرګونونو سره مخ راپارولي دي.

حال وش دغه احصایه د هغو کډوالو په حواله چمتو کړې چې له دغې پیښې څخه ژغورل شوي دي.

خو ایران تر اوسه پر افغان کډوالو د ډزو پېښه نه ده تایید کړې او په دې اړه یې راپورونه رد کړي دي.

له دې وروسته په افغانستان کې د ایران سفیر او د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د دې پېښې په اړه راپورونه رد کړل.

طالبانو مخکې ویلي وو چې د موضوع له روښانېدو وروسته به په دې اړه پرېکړه وکړي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په یوه ویډیويي کليپ کې ویلي، چې د دوی د رٸيس الوزراء لخوا د طالبانو تر ادارې لاندې د کورنیو چارو د وزارت د مرستیال، سعد ابراهیم په مشرۍ یو پلاوی د دغې پېښې د څېړلو لپاره ټاکل شوی دی.