امریکايي چارواکو اېن بي سي نیوز ته ویلي چې شنډې شوې«ترهګریزې دسیسې» تر شا چې د ټاکنو د ورځې لپاره پلان شوې وه، د داعش لاس دی.
خو يادې خبري شبکې د خبر له مخې نصیر احمد توحیدي اېف بي آی ته ویلي چې د مالک په نوم له یوه کس سره په تماس کې و او پوهېده چې ملک د داعش خراسان څانګې سره تړاو لري.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د عدلیې وزارت مخکې ویلي وو چې د څېړنې فدرالي ادارې (اېف بي آى) د نصیر احمد توحیدي په نوم یو افغان وګړی نیولی چې د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو په ورځ یې د ” ترهګرۍ” پلان درلود.
تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي وو چې نصیر احمد توحیدي ښايي د کډوالو په ځانګړې (اې آى وي) ویزې باندې امریکا ته راغلی وي.
په همدې حال کې یو شمېر امریکايي چارواکو دغه هېواد ته د نصیر احمد توحیدي د ننوتلو په اړه یو بل ته د ملامتيا ګوتې نیولې دي.
په متحده ایالاتو کې د محکمې د اسنادو په استناد، توحیدي د ٢٠٢١ کال په سپټمبر کې له افغانستان څخه د وتلو او د طالبانو د بيا واک ته د ستنېدو پرمهال د یوې پراخې هڅې په ترڅ کې متحده ایالاتو ته تللى؛ کله چې متحده ایالاتو له ٩٧زرو څخه ډیر افغان کډوال ومنل، شاوخوا ٧٧زرو یې امریکا ته د بشردوستانه آزادۍ په توګه ننوتل.
دغه اسنادو لومړی څرګندوه کړه، چې هغه د کډوالۍ په ځانګړې ویزه راغلی دی. خو وروسته څرګنده شوه چې هغه په بشردوستانه مشروطه آزادۍ امریکا ته داخل شوی و او له هغه وروسته یې د کډوالۍ د ځانګړې ویزې غوښتنه کړې ده.
بشردوستانه مشروطه آزادي د متحده ایالاتو د ځانګړي کډوالۍ ویزې پروسې په پرتله لږ تفتیش ته اړتیا لري.
یوه جګپوړي امریکايي چارواکي فاکس نیوز ته ویلي، چې له توحیدي درې ځلې څېړنې شوې دي. هغه لومړی په افغانستان کې د سي آی اې لپاره د امنیت په برخه کې کار کولو لپاره وپیژندل شو، بیا په ٢٠٢١ کې کله چې متحده ایالاتو ته ورسېد د بشردوستانه مشروطه آزادۍ لپاره بیا د ځانګړي کډوالۍ ویزې لپاره چې تاييد شوه؛ خو د هغه حالت لا نه دی وروستی شوى.
امریکايي چارواکو ویلي، دوی باور لري چې نصیر احمد توحیدي امریکا ته له ننوتلو وروسته سخت دریځه شوی او د هغه پر راتګ د بندیز نښې نشته.
د هغه د سختدريځۍ د وخت په اړه د دولتي ادارو ترمنځ هم اختلافونه پیل شوي دي. یوې سرچینې فاکس نیوز ته ویلي چې اېف بي آى لا تر اوسه په دې اړه پلټنه کوي چې هغه څه وخت افراطي شوی او ایا د تحقیقاتو په بهیر کې له پامه غورځول شوی و.
په فلورېډا کې د جمهوري غوښتونکو استازي مایکل والټز فاکس نیوز ته ويلي: «د کورني امنیت ریاست د بهرنیو چارو وزارت سره په مستقیم مخالفت کې دی چې دا تحقیقات چا ترسره کړي. زه فکر کوم چې موږ ټول په دې مسٸله کې ښکېل یو پوهېږو چې څېړنې لکه څنګه چې باید شوې وې ترسره نه شوې. دوی غلط خلک وويستل او سم خلک یې پرېښودل.»
په همدې حال کې د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي چې د تحقیقاتو ټول پړاوونه بشپړ او اصولي دي.
د کورني امنیت وزیر مایورکاس سي بي اېس نیوز ته ويلي: «کله چې موږ تحقیق کوو ، دا په یوه ځانګړي شېبه کې د تفتیش او پلټنې پروسه ده. که موږ وروسته معلومات ترلاسه کړو چې دا سړی خطرناک دی، موږ به مناسب قانوني اقدام وکړو. دا هغه څه دي چې موږ په دې قضیه کې ترسره کړي دي.»
د فاکس نيوز د راپور له مخې، کله چې د نصیر احمد توحیدي د افراطیت په اړه وپوښتل شول، ښاغلي مايورکاس وویل چې هغه به په دې اړه خبرې ونه کړي؛ ځکه چې اوس هم پلټنې روانې دي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، توحیدي تېره اونۍ په اوکلاهماى ښار کې ونیول شو او تر دې مخکې یې په افغانستان کې د سي آی اې د ساتونکي په توګه کار کاوه.