افغانستان

د دوحې د بهير د کاري ګروپونو د غونډې په درشل کې د طالبانو د ليدنو-کتنو زیاتوالی

په کابل کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د خصوصي سکټور او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ډلو د ناستې په درشل کې طالبانو خپل لیدنې- کتنې زیاتې کړې دي.

تر دې مخکې د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت پر اېکس لیکلي وو چې د دوحې د درېیمې ناستې د پلانونو د تعقیب په موخه یې د نړیوال بانک، ملګرو ملتونو او د دغه سازمان د پراختیايي پروګرام له استازو سره يې خصوصي سکټور سره د مرستې او معاملې لپاره غونډه کړې ده.

له بلې خوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د بانکي ستونزو حل، د پیسو د لېږد په برخه کې اسانتیاوې او د پورونو برابرول باید د دوحې د پروسې په چوکاټ کې د خصوصي سکتور د کاري ډلو لومړیتوب وي.

د يادونې وړ ده چې د دوحې درېيمه غونډه چې د خصوصي سکټور او نشه يي توکو په اړه په پام کې نيول شوې وه، د ١۴٠٣ کال د چنګاښ په مياشت کې په قطر کې جوړه شوې وه. خو د خصوصي سکټور او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د کاري ډلو رامنځته کول، چې د دې غونډې د اجنډا په سر کې وو، تر اوسه نه دي رامنځته شوې.

په دې وروستیو کې یو لوړ پوړي غربي ډیپلومات آمو ته تایید کړه چې له طالبانو سره د خصوصي سکتور د کاري ګروپونو د ناستې او له نشه یي توکو سره د مبارزې په اړه چې په کابل کې د دوحې د دریمې ناستې د اجنډا یوه برخه وه، هوکړه شوې ده.

اوس په کابل کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د کاري ډلو د غونډې په څنډه کې طالبانو د ملګرو ملتونو له چارواکو سره لیده- کاته او لیدنې کتنې زیاتې کړي دي.

د خصوصي سکټور یو شمېر استازي او اقتصادي کارپوهان د بانکي محدودیتونو لرې کول، د پیسو د لېږد رالېږد اسانتیا د خصوصي سکټور له مهمو غوښتنو څخه ګڼي او ټینګار کوي چې د تولیداتو ودې او د زېربنایي ستونزو هواري ته باید زیاته پاملرنه وشي.

سير قریشي د اقتصادي مسایلو کارپوه وايي: «که پر دغو سکتورونو په ځانګړې توګه د تولید، صنعت او صادراتو په برخه کې زیاته پاملرنه وشي، د افغانستان اقتصادي وضعیت ته بدلون ورکولای شي او د بې وزلۍ د کموالي او د کار د پیدا کولو او د خلکو د پیرودلو د ځواک زیاتوالي شاهدان واوسو.»

د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو خلاصول له نړیوالې ټولنې سره په غونډو کې د طالبانو یوه له مهمو غوښتنو څخه وه. خو د یو شمېر اقتصادي کارپوهانو په وینا، د دې غوښتنې په عملي کېدو سره د دې وېره شته چې د هېواد ملي سرمایه به ضایع شي.

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي له نړیوالې ټولنې هیله لري چې د بې وزلۍ  له منځه وړلو ته لومړیتوب ورکړي او اجازه ور نه کړي چې د ملګرو ملتونو له بشري مرستو څخه ناوړه ګټه پورته شي.

 له دغو اتباعو څخه يو يې وايي: «لومړی ټکي چې باید پاملرنه وشي اقتصاد او د خلکو فقر دی؛ ځکه چې اکثره ځوانان لوړې زده کړې لري، خو په لارو کوڅو کې وزګار دي.»

د يوه لوېديځ ديپلومات د معلوماتو پر بنسټ، ټاکل شوې چې د يو شمېر هېوادونو استازي د کاري ډلو په غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته ولاړ شي. خو ځینې هیوادونه به په دې غونډو کې په آنلاین بڼه ګډون وکړي.