افغانستان

د ارغواني شنبو غورځنګ: طالبان د هېواد ځوان نسل ته «جدي ګواښ» دی

د ارغواني شنبو غورځنګ چې مشري یې د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف اروېن کوي، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې «طالبان د افغانستان د ځوان نسل لپاره جدي ګواښ دی» او د دوی واکمني له افغانستانه د «کادرونو د تېښتې» لامل شوى شوې ده.

د دغه غورځنګ په خبرپاڼه کې راغلي: «افغانستان چې د نړۍ يو تر ټولو ځوان نفوس لري واک ته د طالبانو د ډلې په راتګ سره د ځوانانو په تېره بيا د نجونو په ژوند کې د ژورو بحرانونو د رامنځته کېدو شاهد دى.»

دغه غورځنګ وايي، چې اوس د هېواد په میلیونونو ځوانان د طالبانو د «جبرانه» سیاستونو قرباني دي او دوی د وتلو یوازینۍ لار له افغانستانه د وتلو او تېښتې په حال کې ویني.

د ارغواني شنبو د غورځنګ په وینا، د طالبانو په څه باندې درې کلنه واکمنۍ کې بیا د «شریعت د تطبیق» او «امر بالمعروف» تر سرلیکونو لاندې د ښاریانو په ځانګړې توګه د ښځو او ځوانانو له بشري حقونو او بنسټیزو حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونه شوې ده. په دې وروستیو کې د امر بالمعروف قانون تر سرلیک لاندې قانون پلي کېږي چې فساد، توکمپالنه، خود غرضي، بې روزګاري او بې وزلي یې زیاته کړې ده.

دغه حرکت زیاتوي، چې د عصري ښوونيزو موسسو پر ځای د جهادي مدرسو ځای پر ځای کول او د طالبانو له خوا د ټولنې «طالبي کول» د دې لامل شوي، چې افغانستان د کلتوري او ټولنیزې تباهۍ له پلوه «اندېښمن» شي.

د دغه حرکت په خبرپاڼه کې ويل شوي چې ځوانانو په منځ کې پر دغو عواملو سربېره له يوې مبهم او تيارې راتلونکې څخه د وېرې او نااميدۍ فضا، له فکري او ذهني امنيت څخه محروميت، د روحي او رواني ناروغيو او د ځان وژنو شمېر زياتوالى له هېواده د کادرونو د تېښتې کې د پام وړ کچه زياتوالى رامنځته کړى دى.

په دې خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې ډېری کورنۍ خپل ماشومان له هېواده وتلو ته هڅوي چې خپل ماشومان له «ترهګرو ډلو لکه طالبانو او داعش» سره له یو ځای کېدو وژغوري او دغه وضعیت د کډوالۍ د بې ساري کړکېچ لامل شوی چې نه یوازې دا چې د هېواد راتلونکې یې هم زیانمن کړې دى، بلکې د ځوانانو د ټولې ټولنې برخلیک يې له ګواښ سره مخ کړى دی.

د ارغواني شنبو غورځنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو « له ځانه اعلان شوي حکومت» په رسمیت ونه پیژني او د «ترهګرو ډلو» له نوملړ څخه دې نه ليرې کوي.

دغه حرکت له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې پر طالبانو بندیزونه او فشارونه زیات کړي او په افغانستان کې د یوه داسې مشروع او ډيموکراتیک حکومت له جوړېدو ملاتړ وکړي چې ځوانان په کې فعال او اغېزمن رول ولوبوي.

له بلې خوا د ارغواني شنبو غورځنګ د افغانستان له خلکو غوښتي چې د خپلو ماشومانو او د دغه هېواد د ځوان نسل د راتلونکي په اړه بې تفاوته نه شي او په دې برخه کې خپل مسوولیتونه په جدي توګه ترسره کړي.