افغانستان

 د هرات له زلزلې څخه ژوندي پاتې شوي کسان لا هم د مرستو له کمښت سره لاس او ګرېوان دي

قریه سیاه آب در ولسوالی زنده جان ولایت هرات چند روز پس از زمین لرزه میزان ۱۴۰۲. عکس از آرشیف

اسوشېټېډ پرېس په یوه راپور کې د هېواد په لوېدیځ ولايت هرات کې تېرکال له زلزلې د ژغورل شویو کسانو د وضعیت په اړه بحث کړی او ویلي یې دي چې دغه هېوادوال لا هم د مرستو له کمښت سره لاس او ګرېوان دي.

د دغه راپور پر بنسټ، د هرات په تېره بیا د زنده جان ولسوالۍ د تېر کال د زلزلې له امله زیانمنې شوې کورنۍ وایی، چې په دې موده کې طالبانو د دوی ستونزو ته پام نه دی کړی او د مرستندویه موسسو مرستې د دوی لپاره بسنه نه‌کوي.

په راپور کې ویل شوي،« هیڅوک په کره توګه نه پوهیږي چې ٢٠٢٣کال د اکتوبر په اوومه د رېښتر په کچه ٦.٣ درجې د قوي زلزلې وروسته څومره خلک مړه شوي.»

د دې پېښې پر بنسټ، طالبانو ویلي، چې په دې زلزله کې لږ تر لږه څلور زره کسان مړه شوي، په داسې حال کې چې ملګري ملتونه د مړو شمېر شاوخوا ۱۵۰۰ بولي.

دا زلزله په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې تر ټولو خونړۍ طبیعي پېښه وه.

لومړنۍ مرستې، مګر بندې شوې

د اسوشېټېډ پرېس د راپور له مخې، عصمت الله رحماني، چې د زلزلې له قربانیانو څخه یو تن چې د زلزلې په  مرکز د زنداجان په کلي کې ژوند کوي، وايي: «په هغه وخت کې حکومت د ناروغانو او مړو په لېږدولو کې همکاري کوله.» په دې سیمه کې د خښتو او لرګیو هر کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی. د رحماني ورور او وراره مړه شول او ساعتونه یې هڅه وکړه چې خپله مېرمن د ١.٥ مترو لاندې له خاورو را وباسي. خوشبختانه، د هغه ښځه وژغورل شوه.

هغه زیاته کړه، «روغتونونه پرانستل شول او خلکو ته وړیا خواړه او اوبه ورکول کېدې. د ښاغلي رحماني په وینا، طالبان له زلزلې وروسته په لومړیو میاشتو کې کمپونو ته ورغلل او له ژوندي پاتې شویو کسانو سره یې مرسته وکړه، چې د هرات د سخت ژمي لپاره د چمتووالي لپاره یو نعمت و.

خو زياته يې کړه: «خو له هغې وروسته مرستې بندې شوې.»

په خیریه بنسټونو باندې اتکا او دوامداره ستونزې

راپور کې ویل شوي چې خیریه موسسو د ژوندي پاتې شويو لپاره د کورونو جوړولو لپاره ګام اخیستی، خو هغه کورونه چې جوړ شوي ديوالونه او محرمیت نلري او خراب ډیزاین شوي دي، دوی د طوفان یا سخت باران لپاره زیان منونکي دي. ډېری دا کورونه یا د حفظ الصحې اسانتیاوې نلري یا که وي، نو چت نلري.

د ښاغلي رحماني د کلي نایب رفیع لا هم یو کلینک او ښوونځی نه لري او ماشومان یې په کېږديو کې زده کړې کوي.

ښاغلي رحماني همداراز وویل چې طالبانو ورسره هیڅ ډول مالي مرسته نه ده کړې. د دغه راپور له مخې، طالب چارواکو څو څو ځلې له دغو سیمو لیدنه وکړه، د خلکو ستونزې یې واورېدې او بیا لاړل.

 د هرات د زلزلې لپاره د طالبانو د کمیسیون ویاند او غړی احمدالله متقي وايي، چارواکو له خیریه او غیر دولتي ډلو سره د سرپناه او طبي مرستو په برخه کې همکاري کړې ده.

هغه زياته کړه: «تر اوسه د خلکو ستونزې نه دي حل شوي، خو لومړيتوب يې د کورونو جوړول دي، څو په خپلو پښو ودرېږي. خلکو ته خواړه ورکول شوي او روغتونونه لاهم فعال دي.» هغه همداراز ټینګار وکړ چې د جوماتونو، ښوونځیو، دیني مدرسو او پارکونو د بیارغاونې هڅې روانې دي.

د نړیوالو مرستو کمښت او نوي بحرانونه

تر زلزلې مخکې د افغانستان خلک د بې کوره کېدو، د خوړو د نه خوندیتوب او بې وزلۍ په څېر له ستونزو سره لاس او ګرېوان وو. ناورین په عامه خدماتو ډیر فشار راوړی. هغه مرستندویه سازمانونه چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان د روغتیا او پوهنې له خدمتونو ملاتړ کاوه اوس د سرچینو له کمښت سره مخ دي.

د زلزلې وروسته، د ژغورنې نړیوالې کمیټې د میندو لپاره د تغذیې کونجونه جوړ کړل ترڅو په خوندي توګه خپلو ماشومانو ته شیدې ورکړي او د تغذیې مشورې ترلاسه کړي. دې سازمان د اوبو سیسټمونه هم ترمیم کړي او په لسګونو زره خلکو ته یې بیړنۍ نغدي مرستې، روغتیايي کيټونه، او طبي او رواني مرستې چمتو کړي. خو په ټوله نړۍ کې نورو بحرانونو ته په پام سره ، دا مرستې محدودې دي.

د افغانستان لپاره نړیوالې مرستې د خپل اصلې موخې له درېيمې برخې څخه کمې ترلاسه کړې دي. د سیاسي لومړیتوبونو بدلون، اقتصادي ستونزو او جګړو هم په ځانګړې توګه په لویدېځو هېوادونو کې د مرستندویانو مرستې محدودې کړي دي.

له افغان ښځو او نجونو سره د طالبانو له چلند سره پراخ مخالفت هم خپل اغېزې درلودې. ملګري ملتونه وايي، تر څو چې د ښځو پر زده کړو او کار کولو محدودیتونه پاتې وي، د افغانستان د مشروع حکومت په توګه د طالبانو په رسمیت پېژندنه تقریبا ناشونې ده.

طالبانو دا دریځ رد کړی او په ملګرو ملتونو کې یې د افغانستان د څوکۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې بندیزونه او د دغه هېواد انزوا د خلکو په زیان ده.

له نورو طبیعي پېښو څخه اندېښنه

د اسوشېټېډ پرېس په وینا، په هرات کې طالب چارواکي نه دي توانیدلي چې بشري اړتیاوو ته په بشپړه توګه ځواب ووایي، او ویجاړ شوي زېربناوو د بیارغاونې هڅې له خنډ سره مخ کړي دي. د لومړنیو خدماتو لکه روغتیا پاملرنې او سرپناه لپاره په مرستندویه سازمانونو نږدې بشپړې اتکاء خلک زیانمن کړي دي.

په دې غمجنه پېښه کې غلام احمد عثماني خپل څلور ماشومان له لاسه ورکړل. هغه وايي، زامنو يې تر ځمکې لاندې چيغې وهلې، خو د ژغورلو توان يې نه درلود.

ښاغلي عثماني او د هغه د کورنۍ پاتې غړو ژمي په یوه کېږدۍ کې تېر کړ. هغه وويل: «حکومت زموږ پاملرنه وکړه او زما کورنۍ يې په کمپ کې وساتله، خو موږ له دولت څخه د اوړو، غوړيو او وريجو په څېر څه ترلاسه نه کړل.» هغه زیاته کړه: «د افغانستان خلکو پخپله موږ ته د څو ورځو لپاره خواړه راوړل.»

که څه هم له نورو هېوادوالو او ولایتونو څخه خلک د کثافاتو د پاکولو او د جسدونو د ښخولو په موخه راغلي و، خو له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې هیڅ کومه غیر دولتي موسسه یا خیریه موسسه د زنده جان له اوسیدونکو سره د مرستې لپاره نه ده راغلې.

ښاغلي عثماني وویل: «زلزلې دوام لري او دا نوي کورونه درانه دي. ماشومان له وېرې لړزېږي. «هغه مرستې چې موږ ته د زلزلې لپاره راکړل شوې وې کافي نه وې.»