ښځې

د افغان ښځو په اړه د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې راپور: د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې ‘یو کره طرحه شوی پروګرام دى

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه د افغان ښځو په اړه په یوه راپور کې، وايي چې د ښځو په وړاندې د طالبانو تګلارې په« کره ډول طرحه شوی پروګرام» دی چې دوی يې له عامه ډګر څخه لرې کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې راپور د هغه ژور بحران ښکارندوي کوي چې افغان ښځې او نجونې د طالبانو په واکمنۍ کې ورسره مخ دي. په ورته وخت کې، دغه راپور د ښځو د سازمانونو پر فوق العاد مقاومت چې د ښځو د حقونو د ساتنې لپاره کار کوي، ټينګار کوي.

دغه راپور «له منځه وړلو سره مبارزه: په افغانستان کې د ښځو له سازمانونو سره د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې همکاري« تر سرلیک لاندې » د طالبانو لخوا د ښځو د حقونو د سیستماتیک تخریب» او د ښځو د حضور د ساتلو لپاره په هېواد کې د سختو محدودیتونو سره سره د دې سازمان مهم ملاتړ تر ارزونې لاندې څېړي.

د ښځو د حقونو سیستماتیک تخریب

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه هېواد د ښځو د حقونو په برخه کې د بې ځنډه شاتګ شاهد دى. طالبانو، چې په راپور کې د «بالفعل چارواکو» په نوم یاد شوی، یو لړ محدودیتي فرمانونه صادر کړي چې ښځې له عامه، سیاسي او ټولنیز ژوند څخه بې برخې کوي. په دغو اقداماتو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز، پر کار سخت بندیزونه او د ښځو په وړاندې د موسساتو تړل شامل دي. د ملګرو ملتونو میرمنو څانګه دا پالیسي د عامه ساحې څخه د میرمنو د ایستلو لپاره «په دقیق ډول ډیزاین شوي طرحې» په توګه تشریح کړې ده.

په دې راپور کې پر ښځو د دې تګلارو اغېزې ویجاړونکې بلل شوې دي. د دې راپور له مخې، ډیری ښځې د یوازیتوب او بې واکۍ احساس کوي، او احصایې د دوی په منځ کې د سختو رواني ستونزو زیاتوالی ښیي. ځینو ښځو حتی ځان وژنې ته هم اړ شوې دي او احساس کوي چې دوی له دې حالت څخه د وتلو لپاره د ځان وژنه بله لار نه لري. یوې ښځې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو ته وویل: «موږ ژوندي یو. خو موږ ژوند نه کوو» دا جمله د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ډېرو ښځو ژوره مایوسي څرګندوي.

د افغانستان د ښځو د سازمانونو استقامت

د ملګرو ملتونو د ښځو اڅانګه وايي، چې له دغو سختو شرایطو سره سره په دغه هېواد کې د ښځو سازمانونو د پام وړ مقاومت ښودلی دی. ډیری دا سازمانونه د طالبانو د محدودیتونو په چوکاټ کې د خپلو فعالیتونو د پلي کېدو باندې د تمرکز کولو سره د ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکوي. د دغه سازمان په مرسته په افغانستان کې د ښځو په برخه کې شاوخوا ۲۰۰ موسسو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

د دې راپور یوه برخه د یوې فعالې ښځې کيسې ته ځانګړې شوې چې له مبارزې یې لاس نه دی اخیستی. نوموړې وايي: «پوهېدم چې افغانې ښځې لا هم په جګړه بوختې دي او ما غوره کړه چې له دوی څخه یوه اوسم.» دا جمله په سختو حالاتو کې د ښځو هوډ څرګندوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې ملاتړ او د انعطاف وړ تمویل

د دغه راپور پر بنسټ، د دغو هڅو په مرکز کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې پروګرام دی چې د «افغانستان د ښځو د خوځښت بیا رغاونې» تر سرليك لاندې په ۲۰۲۲ کال کې پیل شوى. دې پروګرام له ١٠٠ څخه زیاتو د ښځو پورې تړلو سازمانونو سره د انعطاف وړ او اصلي تمویل سره مرسته کړې چې دوی ته اجازه ورکوي چې د بدلېدونکو شرایطو سره سمون ولري. د اداري خنډونو د کمولو لپاره ډیزاین شوي تمویل ماډل کې د غوښتنلیک او راپور ورکولو ساده پروسې شاملې دي او د کوچنیو سیمه يیزو سازمانونو لپاره مالي ملاتړ ته لاسرسی آسانه کوي.

تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو ښځوڅانګې په ۱۹ ولایتونو کې له ۱۱۳ موسسو سره همکاري کړې ده. د ۶۲۶ ښځو سره چې په دغو موسسو کې کار کوي، دعادي معاشونو په ورکولو سره مرسته کړې ده. دې مرستې د زیانمنونکو مېرمنو لپاره د اقتصادي او ښوونيز ملاتړ په ګډون د دې سازمانونو لخوا د خدمتونو چمتو کولو په دوام کې مهم رول لوبولی دی. د پروژه محورو مرستو پرځاى د اصلي تمویل په لومړیتوب ورکولو سره، دغه برنامه سازمانونو ته اجازه ورکوي چې د اوږدې مودې انعطاف رامنځته کولو باندې تمرکز وکړي.

پر رواني روغتیا او رواني ټولنیز ملاتړ تمرکز

د مالي مرستو سربېره، په دې راپور کې د ښځو تر مشرۍ لاندې د سازمانونو د فعالانو او کارمندانو لپاره د رواني روغتیا او رواني ټولنیز ملاتړ په اهمیت ټینګار شوی. ډیری مېرمنې د ځورونې، ګواښونو او رواني صدماتو سره مخ دي، او د ملګرو ملتونو د مېرمنو څانګې چلند د رواني روغتیا خدمتونو چمتو کول او د فعالینو او کارمندانو د هوساینې ملاتړ لپاره د ملګرو تجربو تبادله شامله ده. دا هراړخېز چلند د طالبانو د رژیم له سختو فشارونو سره د مقابلې لپاره د ښځو سره د مرستې لپاره خورا مهم دی.

د « زیان نه رسونې» اصل او محلي دفترو

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې پروګرامونه د« زيان نه رسونې» د اصل پر بنسټ پلي کیږي؛ تر څو هیڅ ډول مداخله په غیر ارادي ډول په دې بې ثباته حالت کې د مېرمنو لپاره ډیر خطرونه رامنځته نه کړي. د ټیټ پروفایل په ساتلو او د ښځو سیمه يیزو سازمانونو سره په نږدې مشورې د پروګرامونو په ډیزاینولو، دا سازمان توانېدلی چې د طالبانو د محدودیتونو په چوکاټ کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

دا راپور په بلخ، بامیان، هرات، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې د پنځو دفترونو رول ته اشاره کوي. دا دفترونه په سیمه ييزه کچه د ښځو سره د اړیکو په ساتلو کې مهم رول لوبوي او ډاډ ترلاسه کوي چې دا پروګرامونه د ټولنې په ټولو کچو کې د افغان مېرمنو اړتیاوو ته ځواب وایي. دا دفترونه د محلي ننګونو په حل کې هم مرسته کوي چې د طالبانو د محدودونکې واکمنۍ له امله رامنځته شوي.

په تصمیم نیولو کې د ښځو د حضور ملاتړ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې یو له مهمو ستراتیژیکو برخو څخه دا دی چې ډاډ ترلاسه کړي چې د ښځو غږ په ملي او نړیوالو پرېکړه کونکو غونډو کې اورېدل کیږي. که څه هم ښځې په سیستماتیک ډول له عامه ژوند څخه ایستل شوې دي، خو د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې پرله پسې هڅې کړې چې د هېواد ښځو ته د خپلو نظرونو د څرګندولو لپاره چاپيريال برابر کړي.

د ٢٠٢٤ کال په جون کې، دا سازمان د افغانستان جنسيتي پروفایل چې په هیواد کې د جنسیتي برابرۍ هر اړخېز تحلیل وړاندې کوي او د لسیزو په نه پاتې کېدو کې د طالبانو د پالیسیو د اغېزو په اړه ارزښتناکه لیدونه شریکوي، وړاندې کوي. دغه راپور د افغانستان د راتلونکي په اړه د دوحې په ګډون لوړ پوړو غونډو  په اړه هم په نړیوالو بحثونو کې کارول شوی. او افغان ښځو د سازمانونو لخوا ٧٠ د پالیسۍ وړاندیزونه په دې غونډو کې وړاندې شوي وو.

بشري مرستې او سيمه ييزې اغیزې

د حقوقي هڅو سربېره، په راپور کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه افغان ښځو او نجونو ته د بشري مرستو په رسولو کې مهم رول لوبولی دی. د ښځو سازمانونو د مهمو مرستو په برابرولو په ځانګړې توګه په هرات کې د ۲۰۲۳ زلزلې په څېر بحرانونو کې مهم رول لوبولی دی. د ملګرو ملتونو ښځو، د سیمه ایزو همکارانو سره په همکارۍ، ډاډ ترلاسه کړ چې د دې زلزلې په ځواب کې ښځې هم په پام کې نیول شوي، او د ماموریت ارزونکي ٤٧سلنه  ښځې وې. په زلزله ځپلو سیمو کې څه دپاسه ۵۰۰ میرمنو نغدي مرستې، رواني ټولنیزې مرستې او د اړتیا وړ د غیرخوراکي توکي ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې همداراز ډاډ ورکړی چې د ښځو سازمانونه د هېواد د بشري همغږۍ په هڅو کې مرکزي رول لوبوي. د ښځو د سولې او بشردوستانه وجهي صندوق له لارې په ۲۴ ولایتونو کې څه باندې ۴۵۰۰ ښځو او نجونو د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ، د کورنیو سرپرستو ښځو او د معلولو ښځو په ګډون اړین خدمتونه تر لاسه کړي دي.

راتلونکي پلانونه او اوږدمهاله ملاتړ

دا راپور د افغان مېرمنو تر مشرۍ لاندې د سازمانونو ملاتړ پراختيا پلانونه مطرح کوي او په اوږد مهاله تمویل تمرکز کوي او د سیمه يیزو سازمانونو ظرفیت پیاوړی کوي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په راتلونکو ستراتیژیو کې د ښځو سازمانونو سره د مرستې لپاره دوامداره تمویل چې پلان جوړونه او وده پکې شامل دي، په ورته مهال د پرېکړې کولو په ډګرونو کې د افغان مېرمنو شتون لپاره هڅو ته دوام ورکوي.

د نړیوال پیوستون غوښتنه

دغه راپور د نړیوالو بسپنه ورکوونکو، پالیسي جوړونکو او نړیوالې ټولنې څخه د اقدام په غوښتنه پاى ته رسېږي. د ملګرو ملتونو مېرمنو څانګه ټینګار کوي چې په افغانستان کې بشري بحران او د ښځو د حقونو کړکېچ په کلکه سره تړلي دي او باید په ورته وخت کې حل شي. دا راپور د ښځو په مشرۍ سازمانونو لپاره د باثباته او انعطاف وړ تمویل او د دوی د هېواد راتلونکي په جوړولو کې د ښځو د فعالې ونډې غوښتنه کوي.

دغه راپور  په پاى کې ویل شوي:« افغان ښځې د دې بحران یوازینۍ قرباني نه دي؛ دوی د خپل هېواد د راتلونکي په جوړولو کې رهبرانې دي.»