ښځې

 د ښځو د تاریخ بدلون غورځنګ: نړۍ باید د ښځو د حقونو د سرغړونو د پای ته رسولو لپاره اقدام وکړي

د افغان ښځو د تاریخ بدلون غورځنګ چې مشري یې د ښځو د حقونو فعاله رقیه ساعي کوي، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نړۍ باید په هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو د پای ته رسولو لپاره اقدام وکړي.

دغه غورځنګ په افغانستان کې د «جنسیتي اپارتاید» په رسميت پېژندل او د هاګ محکمې ته د طالبانو د راکش کولو کمپاین په اړه وايي چې د طالبانو لخوا د ښځو د حقونو “سیستماتیکې او پراخې سرغړونې” له بشري حقونو د بې پامۍ یوه تر ټولو ښکاره بیلګه ده.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي: «طالبان د نړیوالې ټولنې له نامناسبو غبرګونونو په بشپړه توګه خبر دي، په پرله پسې ډول یې د بشري حقونو له بنسټیزو ارزښتونو سرغړونه کړې او یوازې له لفظي ګواښونو او بې ګټې غوښتنو سره مخ دي. نړۍ باید په عملي اقداماتو سره په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه سرغړونو ته د پای ټکی کېږدي.»

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې جرمني، هالنډ، استرالیا او کاناډا په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون څخه د سرغړونې له امله به د عدالت نړیوالې محکمې ته د طالبانو پر ضد شکایت وکړي.

تر دې دمه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په ګډون څه باندې ۲۶ هېوادونو او سازمانونو د دغه اقدام ملاتړ کړی دی.

دغو هېوادونو خبرداری ورکړی چې که طالبان په راتلونکو شپږو میاشتو کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو سرغړونې ونه دروي، د هاګ محکمې ته به یې را کش کړ.

د افغان ښځو د تاریخ بدلون غورځنګ هم په دې خبرپاڼه کې د دې کمپاین ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دا ګام «مثبت او اغېزمن» دی.

په دې خبرپاڼه کې راغلي:«اوس د دې وخت رارسېدلی چې نړیواله ټولنه د عملي او اغېزناکو ګامونو په اخیستو سره بشري حقونو ته خپله ژمنتیا وښيي او دا ثابته کړي چې د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کولو او د هغوی د انساني کرامت تر پښو لاندې کولو ته اجازه نه ورکوي.»

دغه غورځنګ زیاتوي چې له دغو ښکاره سرغړونو سره پریکنده چلند نه کول په اسانه توګه د دې منل دي او د تاریخ په اوږدو کې به د دې چوپتیا دروند مسوولیت د هغو کسانو پر غاړه وي چې په دې ظلم یې سترګې پټې کړې.

د افغان ښځو د تاریخ بدلون غورځنګ د نړۍ له ټولو حکومتونو او سازمانونو غوښتي چې د طالبانو د «ښځو او انسانیت پر وړاندې د سترو جنایتونو» د ځواب ورکولو لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.