افغانستان

 اوراسيا: امریکا په کابل کې خپل سفارت بیا نه پرانیزي

د اوراسيا خبري- تحلیلي شبکې په یوه نوي تحلیل کې ویلي چې امریکا خپل سفارت د طالبانو تر ادارې لاندې کابل کې ژر نه پرانیزي.

په دې تحلیل کې په کابل کې د امریکا د سفارت د بیا نه پرانستلو د ځنډ څلور عمده لاملونه وړاندې شوي دي:

له دوه لسیزو حضور وروسته د طالبانو پر وړاندې د امریکا د ماتې په اړه د امریکايي چارواکو او سیاستوالو د قهر او خپګان لومړی لامل په افغانستان کې د نامحدودو مالي سرچینو لګښت او ضعیف قوانین دي.

اوراسيا دویم لامل د بشري حقونو د ډلو، په بهر کې د مېشتو افغانانو او د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو د کورنیو غبرګون ښودلی، چې ښايي له طالبانو سره د امریکا د اړیکو له عادي کېدو سره به مخالفت وکړي.

په دې تحليل كې درېيم دليل د پخوانيو امريكايي سرتېرو د ډلو د غبرګون چې ښايي له خپلو مشرانو څخه وغواړي چې د وژل شويو او ټپي شويو سرتېرو «قربانيو» ته درناوى وكړي، ښودل شوى دى.

دغه خبري تحلیلي شبکه پر طالبانو د امریکا له خوا د لګېدلو بندیزونو د وخت تېرېدل څلورم لامل ګڼي.

شننه وايي چې پر طالبانو د امريكا هغه بندیزونه لاهم په خپل ځاى پاتې چې په نويمې لسیزه کې د لومړي ځل لپاره واک ته ورسېدل. دا بندیزونه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته زیات شول او حقاني شبکه او طالبان د «ځانګړيو نړیوالو ترهګرو» په توګه وپېژندل شول.

اوراسيا وايي، امریکا د نیویارک په فدرالي بانک کې د افغان حکومت د بهرنیو اسعارو څه باندې ۷ میلیارده ډالره کنګل کړي دي او د دې بندیزونو لرې کول به یوه اوږده او پېچلې پروسه وي او غربي شرکتونه د طالبانو له حکومت سره به بیا هم همکارۍ ته زړه ښه نه کړي؛ پرته لدې چې دوی د امریکایي چارواکو څخه رسمي تصویب ترلاسه کړي، چې امکان يې کم دى.

په ورته وخت کې د ارواسيا خبري-تحلیلي شبکه زیاتوي چې طالبان همداراز نه غواړي چې امریکا ته ورشي؛ ځکه دوی فکر کوي چې جګړه یې ګټلې او له امریکا څخه د غوښتنې کولو ته اړتیا نشته.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د روسیې، ایران او چین په ګډون چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، د نړۍ هیڅ کوم هېواد او سازمان دوى په رسمیت نه دي پېژندلي.

که څه هم یو شمېر هېوادونو د افغانستان ځینې سفارتونه، کونسلي او دیپلوماتیکې ادارې طالبانو ته سپارلې دي. خو د طالبانو د رسميت پېژندلو لپاره نړۍ تل د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړولو، د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته درناوي او له ترهګرۍ سره مبارزه د شرايطو په توګه ياد کړي دي.